تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان: د خپلو لوبغاړو پر وړتیا باور لرم
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
په ای سي سي شل اوریز کرېکټ نړیوال جام کې له خپلې لومړنۍ لوبې مخکې یوې خبرې غونډې ته وینا کې افغان کرېکټ لوبډلمشر راشد خان وویل، دوی بشپړ چمتووالی او د خپلو ملګرو لوبغاړو پر وړتیا بشپړ باور لري.
نوموړي د کورنیو شل اوریزو سیالیو تر څنګ په یو شمېر نړیوالو غوره لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ګډونه ترلاسه شوې تجربه او د تمریناتو لپاره دوی اونۍ مخکې ویسټ انډیز ته د خپلو لوبغاړو د تګ یادونه وکړه، چې په وینا یې په راتلونکو لوبو کې به مرسته ورسره وکړي.
نوموړي سبانۍ خپلې لومړنۍ لوبې ته د چمتوالي برخه کې وویل، چې مخکیني تمرینات، ترلاسه شوې تجربه او ''پر سم وخت سمه پرېکړه'' به ورسره مرسته وکړي، چې ښې سیالي وکړي.
یو شمېر افغان لوبغاړو له دې مخکې په کرېبین غوره لیګ کې il لوبې کړې او د ویکټونو له حالت سره د بلدتیا په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې راشد خان وویل، په کرېبین لوبغالو کې د لوبېدو تجربه پر خپل ځای، خو بیا به هم دوی هڅه کوي، د لوبغالي له وضعیت سره ځان عیار کړي او د وېکټونو وضعیت ته په کتو سره په مناسب وخت مناسبه پرېکړه وکړي.
راشد خان په خپلو خبرو کې پر خپلو همکارانو د باور څرګندونه وکړه او په خبره یې دوی مخکې د بېټینګ یا توپوهنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو په وخبر یې ''له هغه وروسته چې یو شمېر نوي ځوان لوبغاړي او په ځانګړې توګه د ۱۹ کلنو له لوبډلې ځوانان ملي لوبډلې ته راغلل، بیا یې په نړیوالو غوره لیګونو کې لوبې وکړې، نو باوري یو چې اوس (لویو) هدفونو ته هم رسېدلای شو.''
ماضي ته په اشارې سره راشد خان وویل، اوس افغان لوبډله د سر په مخکښو لوبډلو کې حسابېږي، د لوبو تر وروستیو پړاونو پورې د رسېدو خبرې یې کېږي، چې دوی دې ته په مثبت نظر ګوري او باوري دي چې ''هېڅ څه ناشوني نه دي.''
د راشد خان په خبره ''خوښ یو او هڅه به مو دا وي، چې د سیالیو تر وروستیو پړاونو پورې ورسېږو.''
د یادونې ده، چې افغان لوبډله به د جون پر څلورمه په ګروپ سیالیو کې خپله لومړنۍ سیالي له یوګانډا سره کوي.
افغانستان له دې مخکې دوې تمریناتي لوبې وکړې، چې له عمان سره یې لوبه د باران له کبله لغو شوه خو د سکاټلنډ پر وړاندې دویمه تمریناتي لوبه یې په لوی توپیر (۵۵ منډو) وګټله.