تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام کې څو لوبډلې دي او افغانستان له چا سره سیالۍ لري؟
د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام کې څو لوبډلې دي او افغانستان له چا سره سیالۍ لري؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو ډيجيټل
د نارینهو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالیو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې شل لوبډلې به د دغو لوبو د اتلولۍ ګټلو لپاره سیالي سره کوي.
ټاکل شوې د سږني یعني د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام پرانیستلوبه د جون پر دویمه (د امریکا په وخت د جون لومړۍ نېټه) د کاناډا او امریکا تر منځ وشي. خو افغانستان له چا سره سیالۍ پکې لري او ټولې شل لوبډلې کومې هغه دي؟ نورګل شفق کتنه ورته کړې ده: