کرېکټ: بنګله‌دېش دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ۶۸ منډو ماتې ورکړه

افغان کرېکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د سیالې بنګله‌دېش لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف په ځواب کې یوازې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د ۶۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.

د بنګلدېش او افغانستان تر منځ د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ دویمه لوبه بېګا بنګله‌دېش وګټله او دا لوبلړۍ يې مساوي کړه.

افغان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د دغې لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې د سیالې بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي.

بنګله دېش نن د لومړۍ لوبې خلاف افغان بالران ښه ولوبول او خپلې منډې یې په ځيرکتیا د ګټې تر یوه ښه هدفه ورسولې.

د منډو پر مهال د بنګله دیشي لومړیو لوبغاړو د ښې ملګرتیا په دوام په وروستیو کې د جاکېر علي ۳۷ چټکو او ارښتناکه منډو چې په اول ځل نن لوبې ته غوره شوی د بنګله دېش دریځ لا پیاوړی کړ.

د بنګله دېش په ګټه تر ټولو ډېرې لوبډلمشر نجم الحسین شانټو وکړې. هغه په مهم وخت کې ودرېده او د لوبډلې په ګټه یې په ۱۱۹ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې.

دا په دې میدان داسې هدف دی چې د دویمې توپوهنې پر مهال یې پوره کول ډېر اسانه نه بلل کېږي خو که افغان لوبغاړي ښه ملګرتیا او ځيرکه لوبه وکړي دویمه او مهمه بریا به خپله کړي.

د افغانستان له لوري نن یو ځل بیا ورو بالران د سیالو لوبغاړو په اوټولو کې مخکښ وو، ننګیال خروټي درې لوبغاړي اوټ کړل، الله محمد غضنفر په لسو اورونو کې د ۳۵ منډو په ورکولو دوه او راشد خان بیا لسو اورونو کې د ۳۲ منډو له ورکولو سره دوه سیال لوبغاړي اوټ کړل.

محمد نبي هم پوره لس اورونه وکړل، خو د کومې ويکټې په اخيستو بریالی نه شو.

بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی خپله توپوهنه غوره کړه

cricket

د عکس سرچینه، acb

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه سیالي نن (شنبه) د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ده.

د دغې لوبې پچه یا ټاس بنګله دېش وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ټاس پر مهال وویل "هڅه به کوي مقابله لوبډله تر ۲۴۰ منډو ایساره کړي." په تېره لوبه کې یې ټول بنګله دېشي لوبغاړي له ۱۵۰ منډو مخکې سوځولي وو.

بنګله دېشۍ لوبډله بیا نن د یوه ښه هدف ټاکلو لپاره ورو او احتیاطي لوبېږي، دوی د لوبې په لومړیو شلو اورونو کې د دوه لوبغاړو له اوټېدو سره سل منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري لومړۍ وېکټه الله محمد غضنفر وختي واخېسته خو د بنګله دېش بل لوبغاړی ۱۰۰ منډو ته نږدې د راشد خان لخوا اوټ شو.

د یادونې ده چې افغانستان د دې لوبلړۍ په لومړنۍ سیالۍ کې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر نسبتآ ستره ماته ورکړې وه.

که افغانستان ننۍ لوبه وګټي نو لوبلړۍ هم ورسره ګټي او که بنګله دېش یې وګټي، بیا به لوبلړۍ یوه-یوه برابره شي.

په دې لوبه کې د افغانستان له اړخه هماغه لوبغاړي چې وړمه ورځ لوبېدلي وو، لوبېږي. مخکې که څه هم د رحمان الله ګوربز د ټپي کېدو رپوټونه هم و، خو نوموړی نن لوبډله کې اخیستل شوی دی.

د بنګله دېش مشفق الرحیم چې یو پخوانی، تجربه کار لوبغاړی او وېکټ ساتونکی دی، د ټپ له کبله دې سیالۍ ته نه دی اخیستل شوی. په ورته مهال بنګله دېش نوی لوبغاړی جاکر علي نن په لومړي ځل کومه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې لوبېدو ته غوره کړی دی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

له دې مخکې د چارشنبې په ورځ (نومبر شپږمه) لومړۍ لوبه افغانستان د ۹۲ منډو په لوی توپیر ګټلې وه.

په هغې لوبه کې افغانستان لومړۍ توپووهنه کړې او بنګله دېش ته یې د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی و.

افغان لوبډله د لومړیو څو لوبغاړو ژر ژر اوټېدو له کبله له ستونزې سره مخامخ شوې وه خو وروسته د محمد نبي او حشمت الله شهیدي ملګرتیا او د ننګیال خروټي ارزښتناکه منډو هدف لوړ کړ.

په لومړۍ لوبه کې د افغانستان نوې تنکي ورو بالر الله محمد غضنفر د بنګله دېش شپږ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.