رییس احمدزی: افغان کرېکټ کې د نبي رول ډېر مهم و
رییس احمدزی: افغان کرېکټ کې د نبي رول ډېر مهم و
د بيبيسي په لوبو خپرونه کې ندیم اشرف د افغان کرېکټ لوبډلې له مرستیال روزونکي رئیس احمدزي سره د محمد نبي پر تقاعد غږېدلی چې څنګه یې دا پرېکړه کړې، په افغان کرېکټ کې یې رول څه و او ځای ناستی به یې څوک وي. هغه دغه راز له بنګله دېش سره پر لوبو او په لومړۍ لوبه کې د الله محمد غضنفر او صدیق اتل په اړه هم خبرې کړې دي.



