د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وايي تورخم کې یې په انتقامي بریدونو کې پاکستاني لوري ته مرګژوبله اړولې
د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وايي تورخم کې یې په انتقامي بریدونو کې پاکستاني لوري ته مرګژوبله اړولې
د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وایي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې یې تېره شپه تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر پوستو انتقامي بریدونو کې مقابل لوري ته مرګژوبله او زیانونه اړولي دي.
د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست عابدالله فاروقي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني لوري د پوځي قوماندانۍ مرکز، کمیسارۍ او څو مهمې پوستې ویجاړې شوې او لس سرتېري یې وژل شوي دي.
نوموړی پاکستاني ځواکونه تورونوي چې په تورخم کې یې ملکي اهداف په نښه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې دي.
بيبيسي په خپلواک ډول دغه تورونه او ادعا نه شي تاییدولی.



