افغان کډوالو ته د پاکستان د خبرداري وروستۍ ورځ؛ "زرګونه کډوال تورخم کې انتظار دي"
نن (د لړم نهمه/د اکتوبر ۳۱مه) هغه موده پای ته رسېږي چې د پاکستان حکومت له هغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لپاره ټاکلې وه.
د پاکستان حکومت پر دغه پرېکړه د غور لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له غوښتنو سره سره له نن وروسته د افغان کډوالو د په زوره ستنولو هوډ کړی.
په تورخم کې خپلواک خبریال ولي خان شینواري بي بي سي ته ویلي، نن زرګونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته د ننوتلو هڅه کوي او پر دغه کرښه تر نورو ورځو ډېر بیروبار ښکاري.
هغه وايي، افغان کډوالو پر خپل لګښت د خپلو کډو د لېږدولو لپاره بار لارۍ "له لنډي کوتل څخه تر تورخمه په سړک منتظرې ولاړې دي."
دغه آزاد خبریال د خپلو سترګو په ليدلي حال کې وايي چې نه یوازې له دغو کډوالو سره کومه مرسته نه ده شوې او "دوی ته هېڅ ډول بندوبست نه دی شوی" او آن تر دوو شپو پورې دوی منتظر پاتې کېږي، بلکه له دوی اضافي پیسې هم "شوکول شوې."
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دوی د افغانستان غاړې ته له ډېورنډ کرښې د کډوالو له تېرېدو وروسته د ترانسپورت او نورو لومړنیو آسانتیاوو چمتووالی لري او د دې لپاره يې د کمېټو د ګومارلو اعلان هم کړی.
د دغې لړۍ د درولو غوښتنې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل ته یوه ورځ پاتې، خو پاکستان باید سملاسي دافغان کډوالو د اجباري شړلو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.
ددغه سازمان مشر دیپروس موشینا ویلي، د بښنې نړیوال سازمان شدیدا د پاکستان له حکومته غواړي چې د ناثبت شویو افغان کډوالو په زور د شړلو پرېکړه سملاسي بېرته واخلي.
موشینا زیاتوي، پاکسان باید نړیوال قوانین مراعات کړي، داسې چې جبري شړل پکې نه شته او د هېواد په لر و بر کې باید د افغان کډوالو له ځپلو او تنګولو لاس واخلي.
د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له پاکستان سره د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر د دې هېواد مالي ملاتړ وکړي او هغه مسؤلیت ته اوږه ورکړي چې په افغانستان کې له کړاوه تښتېدلي خلک وساتي.
امنسټي انټرنېشنل وايي، "د افغان کډوالو ژوند او حقونه یې ځکه په خطر کې دي چې د پاکستان حکومت او نړیواله ټولنه په ګډه د دوی د ساتنې مسؤلیت کې پاتې راغلي چې په ساده ټکو د اد منلو وړ عمل نه دی".

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان نن (سه شنبه د لړم نهمه/د اکتوبر ۳۱مه) ویلي، پاکستان حکومت افغان پناه غوښتونکي ګواښي، ځوروي، نیسي او په زوره يې افغانستان ته ستنوي، په داسې حال کې چې د دوی ګڼ شمېر يې په نورو هېوادونو لکه امریکا، برېتانیا، جرمني او کاناډا کې مېشتېدو ته په تمه دي.
که څه هم پاکستان حکومت ویلي وو چې که د نوامبر تر لومړۍ نېټې "ناقانونه" افغان کډوال له هغه هېواده ونه وځي نو دوی به یې په زور وباسي خو افغانستان ته د کډوالو په روانو جوپو کې ستنېدونکي افغان کډوال يې "له ۹۰ تر ۹۵ سلنه په زور ستنول شوي".
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، یوازې د تورخم له لارې په تېره څه باندې یوه میاشت کې شاوخوا یو لک افغان کډوال چې ۱۷۰۰۰ پکې کورنۍ دي بېرته ورستانه شوي چې "۸۰ سلنه یې غیر رسمي او ۲۰ سلنه یې رسمي کډوال دي."
په تورخم کې د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر عرفات مهاجر بي بي سي ته ویلي، په راستنو شوو کې ګڼې داسې کورنۍ شته چې مشران یا سرپرستان يې لا هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: "پاکستان افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره اعلان کړی مهالوېش هلته د افغانانو د نیونو، وهل کېدو او په زوره ترې د پیسو او شتو د اخیستل کېدو لامل شوی."
نوموړي زیاتوي: "په افغانستان کې حالت لا هم د هغو لپاره خطرناک دی چې له دغه هېواده تللي او بېرته هېواد ته ستنېدل به د دغو کډوالو ژوند او روغتیا ته ګواښونه پېښ کړي."
بلخوا د پاکستاني حکومت د دې پلان پر ضد نیوکې او اعتراضونو هم دوام لري او تازه په کراچۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو فعالانو د احتجاجي لاریون په ترڅ د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درېدل غوښتي.
د پاکستان د جماعت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او له افغان لوري سره دې په تفاهم او ګډ باور مهالوېش وټاکل شي.
خو د پاکستان چارسمبالي حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د هغې غوښتنې په ګډون چې په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي ورته غوښتنې رد کړې.
د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه بیان کې ویلي چې له خپل هېواده د غیر قانوني بهرنیو وګړو د ایستلو پلان له نړیوالو نورمونو او ملي ګټو سره سم عملي کوي.












