پاکستان کې د باډيوې مشهوره خو مرګونې مېله بیا پرانیستل شوه

د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د لاهور کوڅو ته په کتو سم له واره معلومېږي چې د باډیوې پورته کولو مېله بېرته راګرځېدلې ده. څوک د برېښنا په کیبلونو کې نښتې باډېوه راباسي، له لرې د ډول غږ اورېدل کېږي او چې کله د زړو ښارګوټو تنګو کوڅو کې سر پورته کړې نو اسمان رنګین ښکاري. د دې مېلې لمانخنې په هوا کې لیدل کېږي.

کله چې لمر د ښار پر فضا راوخېژي نو پر هر بام کورنۍ او ملګري ښکاري؛ خاندي، شور کوي او ګوري چې باډیوې (کاغذباد) څنګه په اسمان کې پر ښۍ او چپ لورې حرکتونه کوي، تاوېږي او جګ الوت کوي.

ابوبکر احمد وايي: "دا رښتیا هم سخته ده!"

۲۵کلن ابوبکر وایي، دا هنر یې له خپل تره‌زوی زده کړی چې د تار په ډېر کم خوځښت سره باډیوه هوا ته جګوي.

هغه زیاتوي: "موږ ټول ډېر خوشاله یو. مشرانو د باډیوې په هوا کولو چل زده دی خو موږ د (جېن‌زي) نسل ته دا هنر نه‌و رازده کړل شوی."

دا مېله نږدې شل کاله وروسته بېرته پیل شوې ده. مېله د پسرلي د پیل نښه بلل کېږي او د پېړیو پخوانۍ دود دی خو په ۲۰۰۷ کال کې پرې بندیز ولګېد، ځکه چې د غوڅوونکو تارونو، له بامونو لوېدو او هوايي ډزو له امله ګڼ کسان ژوبل او مړه شول.

دا معنا لري چې د ډېرو خلکو لپاره دا لومړی ځل دی چې باډیوه په هوا کوي او د لاهور اسمان یې داسې نه‌و لیدلی. ځینې نور بیا له ډېرو کلونو وروسته خپل پخوانی مهارت بیا ازمايي.

۴۸کلنه کنول امین وايي: "دا یوځای کېناستل دي، دا مینه ده. باډیوه الوزول سم دي خو د دې مېلې اصل خبره اړیکې جوړول دي."

هغه زیاتوي: "زه دا منظره او د ښو خوړو خوړل ډېر خوښوم."

کاشف صدیقي چې مسلکي درمل پلورنکې (فارماسسټه) ده، مني چې د باډیوې الوزولو مهارت یې اوس کمزوری شوی. دا د همدې ساعتیرۍ خپل وروستي انځورونه ښيي؛ هغه مهال یې زوی درې کلن و خو اوس یې زوی له خپلو ماشومانو سره همدا لوبه کوي.‌

کاشف وایي: "دا د لاهور خلکو لپاره ځانګړې مېله ده. دا زموږ په وینه کې ده. دا یوازې د باډیوې او تار خبره نه‌ده، دا یو روایت دی. زما پلار او د هغه پلار هم دا مېله نمانځله."

د کاشف ۶۰کلنه ترور مینا سکندر د باډيوې د مېلې د نمانځلو لپاره له میامي لاهور ته ورغلې ده. هغې نه غوښتل دا موکې له لاسه ورکړي.

هغې وویل: "له دې مېلې سره مې ډېر تړاو دی. دا سفر رښتیا هم ارزښتناک و."

باډیوه هوا ته پورته کول یوازې د ښکلا لوبه نه‌ده، بلکې یو سیالي هم وي؛ پکې هڅه کېږي چې د سیال لوري باډيوې تار پرې کړې او راوغورځول شي.

همدا لامل و چې د تار ډېر تېره کولو او کلکولو سیالي پیل شوه. ځینې تارونه د ميده شوې ښيښې په لګولو جوړېدل، ځینې نور له فلزاتو یا کیمیاوي موادو جوړېدل چې نه پرې‌کېدل.

په هره مېله کې مرګ ژوبلې کېدې چې ماشومان هم پکې شامل وو. دا حالت په ځانګړې ډول د موټرسايکل چلوونکو لپاره ډېر خطرناک و، ځکه د سړک پر سر غځېدلي تارونه به د هغوی پر غاړه راونښلېدل او مرګونې پېښې رامنځته کېدې.

د مېلې پر مهال هوايي ډزې او له بامونو لوېدنې هم د ټپونو او مرګونو سبب کېدې.

د مېلې دود ساتلو لپاره دا جشن اوس یوازې تر درې ورځو محدود شوی دی.

موټرسايکل چلوونکو ته د اوسپنې میلې ورکړل شوې دي چې د هینډل ترمنځ پورته ولاړې وي، څو که تار ورسره ونښلي نو د غاړې شاوخوا تاو نه‌شي. پر لویو باډیوو بندیز لګېدلی، ځکه د هغوی لپاره ډېر قوي تار پکار وي چې د چارواکو په وینا خطر زیاتوي.

په تېرو کلونو کې به فلزي تارونه د برېښنا پر کیبلونو لوېدل چې له امله به یې برښنا پرې کېده.‌

د دې لپاره چې له رسمي پیل مخکې څوک باډيوه یا (کاغذ باد) ونه‌الوځوي، د فبرورۍ له لومړۍ نېټې مخکې پلورل شوې ټولې باډیوې راټولې کړی شوې او همداراز هغه تارونه هم ونېول شول چې خطرناک بلل کېدل.

د لاهور د پولیسو جنرال فیصل کامران بي‌بي‌سي ته هغه باډیوې او تارونه وښودل چې د دوی ټیم ضبط کړي دي. د ده په وینا، له سل زرو زیاتې باډیوې او د تار ۲۱۰۰ ګوټونه یې نېولي دي.‌

پولیس د ډرون الوتکو او څار کامرو په وسیله هوا او بامونه څاري.

هغه وايي: "دا ټولې کېمرې زموږ د مرکزي سړکونو څارنه کوي."

د لاهور د بامونو لور ته په اشارې سره هغه زیاتوي: "موږ ښه لید لرو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې څوک ممنوع مواد یا وسلې ونه‌کاروي."

د هغه په وینا، د مېلې له پای ته رسېدو وروسته به کامرې بېرته سړکونو ته واړول شي.

ډېر خلک هیله‌من دي چې دا ګامونه به بریالي وي، په ځانګړي ډول د پنجاب حکومت چې د همدې مېلې د بېرته راژوندۍ کولو او د دې دود د ودې پرېکړه یې کړې ده.

د موچي ګېټ په تنګو کوڅو کې پېرېدونکي خپلې باډېوې یا کاغذبادونه د سر له پاسه نیسي، څو د ګڼه‌ګوڼې له منځه د تېرېدو پر مهال او کله ناکله د ورو روانو موټرسايکلونو سره د لګېدو له امله یې باډيوې څېرې نه‌شي.

باډيوې پلورونکی عثمان وايي، په څو ورځو کې یې له اوو زرو ډېرې باډيوې پلورلې دي.

یوسف صلاح‌الدین له څو لسیزو راهیسې د دې مېلې پیاوړی ملاتړی او مدافع پاتې شوی دی.

د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، هغه د پاکستان مشهوري څېرې دغې مېلې ته وروبللې او رسنۍ یې هم د پوښښ لپاره خبرې کړې، څو د مېلې شهرت زیات شي.

هغه وايي، دا مېله د ښار لپاره اقتصادي ارزښت هم لري.

یوسف صلاح‌الدین زیاتوي: "ډېر عاید به تر لاسه کېده او دا پیسې به تر ټولو بېوزلو خلکو ته رسېدې. دوکانداران، د زاړه ښار خوړن‌ځایونه، د کالیو رنګوونکي، د بوټانو او څپلیو پلورونکي او ټولو ترې ګټه اخېستله.

"هوټلونه به په بشپړه توګه ډک وو او اضافي الوتنې به هم تنظیمېدلې."

د دې مېلې په اړه د یوسف صلاح‌الدین لومړنۍ خاطرې هغه وخت ته ورګرځي چې لا د باډېوې الوزولو عمر ته نه‌و رسېدلی؛ ده به پر بامونو منډې وهلې او هغه باډېوې به یې نیولې چې تارونه به یې پرې شوي وو.

د همدې اونۍ په پای کې، کله چې یې د لاهور په اسمان کې دومره ډېرې باډيوې ولیدې، نو احساساتي شو.

هغه وايي: "دا مېله تل زموږ د ژوند برخه پاتې شوې ده. زه لاهور له باډيوو پرته نه‌شم لېدلی."

خو دا مانا هم نه لري چې هغه اوس خپله د باډيوې الوځول غواړي.

د یوسف صلاح‌الدین په خبره: "اوس مې حوصله نه شته. تېره شپه مې یوه باډيوه پورته کړه خو پرې شوه. نو مې وویل، بس نور نه، همدلته ختم!"