سوریه کې د احمد شرع واکمني‌ او د ښځو حقونه

    • Author, برزا شیمشک
    • دنده, د بي بي سي ترکۍ برخه

څو میاشتې مخکې د سوریې لومړۍ مېرمن لطیفه دروبي د ادلب پوهنتون د فراغت په مراسمو کې چې پکې احمد شرع د لنډمهالي ولسمشر په توګه هم ګډون درلود، سوریایي ښځې "د ټولنې ستنې" وبللې.

اغلې دروبي هغو ښځو ته چې ورسره یو ځای فارغېدې وویل: "ستاسو رول په ښوونه روزنه، اقتصاد، رسنیو، طب او انجینرۍ کې د هېواد د بیا رغونې لپاره حیاتي دی".

هغې همداراز د خپل مېړه مننه وکړه او دې "د یوې ښځې، یوې مېرمنې او یوې محصلې په توګه خپل تر ټولو ستر ملاتړی" وباله.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر اتمه اسلامپالو ځواکونو د "هیئت تحریر الشام" په مشرۍ د سوریې پلازمېنه دمشق ونیوو.

له هېواده د بشار اسد له تېښتې سره د "بعث" ګوند په مشرۍ رژیم ۶۱ کلنه واکمني پای ته ورسېده.

ابو محمد الجولاني د "هیئت تحریر الشام" مشر چې په خپل اصلي نوم احمد شرع پېژندل کېږي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ او د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر شو.

سوریایي ښځینه فعالانو د بي‌بي‌سي ترکي څانګې ته ویلي دي چې په تېر یوه کال کې د دې هېواد سیاسي فضا ښځې له دې منع کړې دي چې په ټولنیزو اقتصادي او سیاسي برخو کې ګډون وکړي.

د ښځو سیاسي حضور او ګډون

د احمد شرع له واک ته رسېدو سره د هغه جهادي مخینې د هغو کسانو ترمنځ چې د یو دیموکراتیک نظام او د جنسیتي برابرۍ پر بنسټ حکومت غوښتونکي وو، شکونه راولاړ کړل.

ښاغلي شرع په خپلو څرګندونو کې په لوړو دولتي بستونو کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار کاوه.

د نوي حکومت له لومړنیو ګامونو یو د ښځو د چارو د دفتر جوړول وو.

عایشه دبّس چې د دې دفتر مشره ده په پیل کې اعلان وکړ چې سوریایي ښځې به په دې نوې دوره کې "د ټولنې په ټولو برخو کې مخکښې" وي.

خو د هغې وروسته څرګندونې د ښځو د حقونو د مدافع سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې.

حنان زهرالدین یوه سوریایي وکیله چې ځان فمینسټه بولي بي‌بي‌سي ترکي څانګې ته وویل: "د هغې خبرې د ښځو د ټولنیز اقتصادي او سیاسي ګډون لپاره ډېرې ناهیلې کوونکې وې. هغې ان وویل چې د ښځو لومړیتوب باید کورنۍ او مېړونه وي."

د اغلې زهرالدین په وینا، دا چې عایشه دبّس د ښځو د حقونو د مدافعینو له جدي مخالفتونو سره سره لا هم پر خپله دنده پاتې ده "دا ښيي چې هغه په بشپړه توګه د دولت له تګلارو سره سم عمل کوي".

انتقالي حکومت چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې جوړ شو یوازې یوه ښځینه وزیره یې لرله او همدې موضوع د بشري حقونو د ډلو نیوکې راوپارولې.

د بي‌بي‌سي عربي دالیا حیدر وايي د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال دولت هڅه کوله دا انځور وړاندې کړي چې لوستې ښځې په لوړو دولتي پوستونو کې حضور لري لکه د ولسمشر مرستیاله، د ولسمشر رسنیزه سلاکاره، لویه څارنواله او وزیرانې.

هغې ټینګار کوي: "خو په عمل کې حقیقت تر دې ډېر کمزورى و" او زیاتوي چې ښځې د نارینه وو پرتله له لږو حقونو برخمنې وې.

دالیا حیدر د تېر یوه کال په اړه وايي: "د نوي حکومت له واک ته رسېدو وروسته په سیاسي ډګر کې د ښځو حضور په څرګند ډول کم شوی دی. په دولتي بستونو عامه بنستونو او اقتصادي شوراګانو کې د ښځو شمېر راټیټ شوی او حالت دې ته رسېدلی چې ان د یوې ښځې ټاکنه هر مقام ته په ټولنیزو شبکو کې د حکومت د پلویانو له لوري د لمانځنې وړ خبر ګرځي."

د اکتوبر پر پنځمه د پارلمان له ۲۱۰ څوکيو څخه د ۱۴۰ څوکيو لپاره ټاکنې وشوې.

د سوریې ټلوېزیون د راپور له مخې په ۵۰ انتخاباتي حوزو کې د سیالۍ کوونکو ۱۵۰۰ نوماندانو له ډلې یوازې ۱۴ سلنه ښځې وې.

اغلې زهرالدین چې د ښځو د حقونو د مدافعو یو شمېر حقوقي او سیاسي کمېټو مشري هم کوي وايي د دولت یو رنګه جوړښت له امنیتي اندېښنو سره یو ځای په عملي ډول د ښځو د سیاسي حضور مخه نیسي.

د امنیتي شرایطو له امله له ۱۴۰ څوکيو د ۲۱ څوکيو لپاره د ټاکنو ترسره کول ممکن نه وو.

له ۱۱۹ ټاکل شویو غړو څخه یوازې ۶ تنه یعنې شاوخوا ۵ سلنه ښځې وې. ټاکلې ده چې احمد شرع د ولسي پارلمان ۷۰ غړي په خپله وټاکي.

احمد شرع پارلمان کې د ښځو د کم حضور په اړه د نیوکو په ځواب کې د دسمبر پر لومړۍ وویل: "ټولنه نرواکه ده او خلک نه غواړي چې ښځې په دې برخو کې حضور ولري".

د سوریایي ښځو نظرونه

بثینه رحال چې په ترکیه کې له ۱۴ کلونو ژوند وروسته درې میاشتې مخکې خپل ټاټوبي ادلب ته ستنه شوې ده اوس یو مرکز پر مخ وړي چې سوریایي ښځو ته پکې د خپلو حقونو په اړه زدکړه ورکوي. ادلب د کورنۍ جګړې پر مهال چې له ۲۰۱۱ کال څخه پیل شوه د "هیئت تحریر الشام" اصلي مرکز و.

کله چې د ښاغلي شرع د وروستیو څرګندونو په اړه له بثینه رحال وپوښتل شول هغې وویل: "احمد شرع جادويي امسا نه لري. کله چې هغه واک تر لاسه کړ سوریه په بشپړه توګه ویجاړه وه او د ژوند وضعیت له صفر هم ټیټ و. ښايي هغه ونه غواړي چې په یو وخت کې له ټولو ستونزو او مخالفانو سره مخامخ شي او وغواړي ګام پر ګام مخکې ولاړ شي. هغه وخت ته اړتیا لري."

خو په سوریه کې د ښځو د حقونو ډېری مدافعان له دې نظر سره موافق نه دي.

آلا محمد چې یوه فعاله او خبریاله ده په بي‌بي‌سي ترکي څانګې سره په خبرو کې وايي چې د بشار اسد له پرځېدو وروسته له ترکیې سوریې ته ستنه شوه چې د خپل هېواد په راتلونکې کې رول ولوبوي.

په دې موده کې هغې همداراز د هند قبوات چې د ټولنیزو چارو او کار وزیره ده او د دولت یوازینۍ ښځینه وزیره بلل کېږي د سلاکارې په توګه کار کړی دی.

خو وروسته له هغه چې د ټولنیزو شبکو د لیکنو له امله د مرګ ګواښونه ورته وشول شاوخوا درې میاشتې مخکې اړه شوه چې یو ځل بیا سوریه پرېږدي.

آلا محمد د خپل هېواد د راتلونکې په اړه بدبینه ده: "د ښځو د حقونو فعالان اندېښمن دي چې ښځې به د سوریې د راتلونکې په اړه د پرېکړو له بهیرونو څخه څنګ ته کړل شي."

هغې زیاته کړه چې د دولت دننه د عامه ژوند په ډګر کې د ښځو د رول په اړه بېلابېل نظرونه شته: "زه باور لرم چې انسانان د ژوند له تجربو سره بدلېدای شي. زما په اند احمد شرع غواړي سوریه لا زیات اعتدال ته بوځي. خو پوښتنه دا ده: ایا هغه کولای شي د نوي حکومت توندلاري مهار کړي؟"

د سوریې موقت اساسي قانون د ښځو په اړه څه وايي؟

په مارچ میاشت کې احمد شرع یو سند لاسلیک کړ چې د موقت اساسي قانون چوکاټ او اصول پکې ټاکل شوي دي؛ هغه قانون چې د پنځو کلونو لپاره به نافذ وي. دا سند د سوریایي وکیلانو د سیاسي علومو د کارپوهانو پوهنتوني استادانو او خبریالانو له لوري چمتو شوی دی.

دا ۵۳ مادې لرونکی سند ټینګار کوي چې اسلامي شریعت د قانون جوړونې اصلي سرچینه ده.

همداراز پکې راغلي دي چې "وګړي د قانون پر وړاندې په حقونو او دندو کې برابر دي او د توکم، دین، جنسیت یا نسب پر بنسټ ترمنځ یې هېڅ ډول تبعیض نشته".

په دې سند کې کورنۍ "د ټولنې بنسټیزه ډبره" بلل شوې ده او د میندو او ماشومانو ملاتړ "د دولت دنده" ګڼل شوې ده.

په یوه ماده کې ویل شوي دي: "دولت د ښځو ټولنیز اقتصادي او سیاسي حقونه تضمینوي او هغوی د هر ډول ظلم، بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي پر وړاندې ساتي".

خو حنان زهرالدین په دې باور ده "هغه ماده چې شریعت د ټولو قوانینو سرچینه بولي په عملي ډول د ښځو او د بشري حقونو اړوند ټول مواد بې‌اغېزې کوي".

بثینه رحال باور لري چې دولت به په راتلونکې کې د ښځو حقونه ښه کړي او وايي: "د احمد شرع په اړه د قضاوت لپاره لا هم ډېر وختي دی. هغه یوازې کم وخت کېږي چې واک یې تر لاسه کړی دی."

ایا د شریعت پر بنسټ به قوانین بدل شي؟

په سوریه کې د میراث، واده، طلاق او د ماشوم د سرپرستۍ اړوند قوانین د شریعت پر بنسټ تنظیم شوي دي.

د آلا محمد په وینا دا موضوع "له هغو تر ټولو سترو خنډونو ده چې سوریایي ښځې خپل هېواد ته له ستنېدو منع کوي".

د احمد شرع له واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه د ښځو په مدني حقونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

حنان زهرالدین وايي: "په کورنیو چارو کې لا هم سړی د کورنۍ سرپرست ګڼل کېږي".

د شریعت له قوانینو سره سم په سوریه کې نارینه له څو ښځو سره واده کولی شي. سرچینو بي‌بي‌سي ترکي ته ویلي دي چې دا بهیر له کورنۍ جګړې وروسته لا پسې پراخ شوی دی.

اغلې زهرالدین څرګندوي چې نارینه هر وخت او په یو اړخیز ډول خپلې مېرمنې طلاقولی شي کړي، خو ښځې یوازې هغه مهال د طلاق حق لري چې له خپلو ټولو حقونو تېرې شي.

هغه زیاتوي: "که یوه ښځه له طلاق وروسته بیا د واده پرېکړه وکړي د خپلو ماشومانو سرپرستي له لاسه ورکوي. همداراز تابعیت له مور څخه ماشوم ته نه لېږدول کېږي."

د میراث په برخه کې نارینه دوه پر درې برخه اخلي او ښځو ته یوازې یوه پر درې برخه رسېږي.

آلا محمد اندېښنه لري چې ښځې ښايي خپل همدا محدود اوسني حقونه هم له لاسه ورکړي او وايي: "دا کړنلارې پخپله ستونزمنې دي خو زموږ وېره دا ده داسې قوانین تصویب شي چې د ښځو پر وړاندې تبعیض لا زیات کړي."

"ښځو ته داوطلبانه فرصتونه ورکول کېدای شي"

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې د سوریې له ۷۰ سلنې ډېر نفوس یعنې له ۱۶ میلیونو څخه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ځینو مواردو کې د کورنۍ د لګښت بار د ښځو پر اوږو پرېوځي یا دا چې مېړونه یې په جګړه کې وژل شوي وي او یا نارینه د بیا واده لپاره کورنۍ پرېږدي.

خو ښځې په دې سیمو کې له نورو ننګونو سره هم مخ دي.

آلا محمد وايي: "په داسې حال کې چې نارینه‌وو ته د ورځانې یا مزدورۍ کارونه وړاندیز کېږي ښځو ته زیاتره بې‌مزده او داوطلبانه کارونه وړاندیز کېږي. موږ دا وضعیت د انقلاب پر مهال هم تجربه کړی و".

هغې همداراز د ښځو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت ته اشاره کوي او وايي چې امنیتي اندېښنې لکه د تښتونې پېښې د ښځو کار کول لا سختوي.

د سوریې د ښځو امنیتي وضعیت څنګه دی؟

د راپورونو له مخې د سوریې په کوڅو کې امنیتي ځواکونه په ګڼو مواردو کې خپل‌ سرې کړنې کوي.

دالیا حیدر چې تېر کال سوریې ته تللې وه وايي: "په ټوله کې د پلازمېنې دمشق او د هېواد په مرکزي ښارونو کې ښځې د نورو سیمو د ښځو پرتله له ډېرې اسانتیاوو او ازادۍ برخمنې دي. خو په نورو ښارونو کې په کوڅو کې د حکومتي ځواکونو رویه ډېره خپل‌سرې او له ګډوډۍ سره مل وي".

ځینې سوریایي ښځینه فعالان چې له بي‌بي‌سي ترکي سره یې خبرې کړې دي وايي که څه هم د ښځو د پوښښ د جبري کولو لپاره کوم قانون نشته خو همدا خپل‌ سري چلندونه په کوڅو کې پر ښځو فشار راوستلی شي.

د آلا محمد په وینا، ځینې علوي ښځو د تښتول کېدو له وېرې د خپل مذهبي هویت د پټولو لپاره د پړوني او حجاب اغوستلو ته مخه کړې ده.

دالیا حیدر وايي: "دا ورځې په کوڅو او د دېوالونو پر سر ډېرې نښې او لوحې لیدل کېږي چې د "اسلامي پوښاک" غوښتنه کوي. همداراز داسې لوحې هم شته چې په عامه ترانسپورټ او دولتي ودانیو کې د ښځو او نارینه‌وو د جلاوالي پر اړتیا ټینګار کوي".

بثینه رحال چې د ادلب اوسېدونکې ده وايي: "موږ مسلمانان یوو او حجاب زموږ د دین برخه ده. په ادلب کې ځینې ښځې حجاب لري او مخ هم پټوي ځینې یوازې سر پوښي. داسې کسان هم شته چې له اروپا او ترکیې راستانه شوي دي ځینې حجاب لري او ځینې په بشپړه توګه بې‌حجابه دي. هېڅ ستونزه نشته."

آلا محمد له کلونو وروسته په داسې حال کې چې حجاب یې لرې کړی و خپل هېواد ته ستنه شوه.

هغه وايي کله چې په جولای میاشت کې یې په ټولنیزو شبکو کې د سویدا په ولایت کې د دروزیانو د حقونو د نقض په اړه پوسټونه خپاره کړل د مرګ له ګواښ سره مخ شوه او هغو کسانو چې ګواښ یې کاوه دې ټکي ته یې اشاره وکړه چې آلا حجاب لرې کړی دی او هغه یې "مرتده" وبلله.

د آلا محمد هیله دا ده چې سوریه "په یوه سختدریځ مذهبي هېواد بدله نه شي".

بثینه رحال وايي: "موږ لا هم له نوي حکومته ناهیلې شوي نه یو. کله چې ګورو احمد شرع له خپلې مېرمنې سره څنګه چلند کوي یو مخکښ سړی وینو. هغه خپله مېرمن له ځان سره ناستو ته بیايي او مېرمن یې د لومړۍ مېرمنې په توګه د هېواد استازولي کوي. موږ هیله لرو چې راتلونکی له تېر څخه ښه وي."