'افغان کډوال د پاکستان ناامنیو کې لاس نه لري، خو بیا هم ځورول کېږي'

په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي بدلونونه روان دي، د افغان کډوالو پر وړاندې یې د حکومت دریځ هماغه پخوانی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې های کیونګ جون او په افغانستان کې د دغې ادارې له مشر لیونارد زولو سره کتنه کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلي.

د باختر حکومتي آژانس خبر ورکړی چې مولوی کبیر ټینګار کړی افغان کډوال د پاکستان په نا امنیو کې هېڅ ونډه نه لري خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د باختر له قوله آغلې جون بیا ژمنه کړې چې اداره به یې د افغان کډوالو ستونزې اوارې کړي او له افغان کډوالو سره به یې مرستې دوام وکړي.

د ریاست الوزرا مرستیال د UNHCR له چارواکو سره د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت هم غږېدلی او ویلي یې دي چې په زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې چې پاکستان د افغان کډوالو د په زوره اېستلو لړۍ پیل کړه، د چارسمبالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په ګډون ځینو چارواکو یې افغان کډوال په پاکستان کې په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړل. آن ځینې شمېرې یې وړاندې کړې.

هغه مهال هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینو چارواکو غبرګون وښود او د پاکستان تورونه یې بې بنسټه وبلل.

د پاکستان حکومت د اکټوبر ۳۱ د هغو افغان کډوالو لپاره چې په وينا یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اوسېدو وروستې نېټه ټاکلې وه. له هغه مهال راهيسې د شمېرو له مخې شاوخوا دوه نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې های کیونګ جون زیاته کړې چې په راتلونکې اونۍ کې به په جینوا کې د کډوالو په تړاو جوړېدونکې غونډې د افغان کډوالو پر وضعیت وغږېږي او هڅه به وکړي چې ورته مرستې راټولې کړي.

تېر کال د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان جدي ګامونه د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو د کلک غبرګون لامل شو.

د بښنې نړيوالې ادارې يا امنسټي اېنټرنشنل د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د افغان کډوالو د ډله ييزې نيونې، ايستلو او پراخې ځورونې لړۍ دې سملاسي ودروي.

د بښنې نړيوال سازمان ویلي ول چې د پاکستان حکومت له زرګونو افغان کډوالو د "سياسي الې" په توګه کار اخلي چې په وينا یې د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان ته چې د بشري حقونو له سخت فشار او بشري ناورين سره مخ دی، د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي چې سړې هوا او د ورښتونو له څپو سره اوسني وضعیت ته په کتو یې اندېښنه پر ځای وه.