تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې افغان کډوال د هويت له ستونزې سره مخ دي
د بښنې نړيوالې ټولنې په ګډون د حقونو ډلې وايي کراچۍ کې پوليسو دا تېره څه موده سلګونه افغانان نيولي دي. ويل شوي نيول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
اسلام اباد کې افغان سفارت چې د طالبانو ولکه کې دی، ويلي پاکستان کې دا اوس اوس د افغانانو نيولو لړۍ چټکه شوې ده.
د بښنې نړيوالې ټولنې پر پاکستاني حکومت غړی کړی، له هغه څه دې سملاسي لاس واخلي، چې دې ټولنې د افغان کډوالو او پناغوښتونکو خپلسرۍ نيونې او ځورونې بللې دي.
لا تر اوسه پاکستان کې سلګونه زره افغانان اوسي، او د طالبانو ځپونکو تګلارو له امله لا هم افغانان له خپل ټاټوبي په تېښته دي.
دلته پښتونخوا کې د يو شمېر افغان کډوالو خبرې اور.