تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څېړنه: پاکستان کې افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي
د پېښور پوهنتون پولټيکل ساينس، يا سياسي پوهنو څانګې د بريتانيا سسېکس پوهنتون سره په يوې ګډې څېړنې کې موندلي چې د پېښور، هريپور او چترال کمپونو کې افغان کډوال د روغتيا، زده کړو، پاکو اوبو، د بېکارۍ او داسې نورو ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.
دغې څېړنې دا هم موندلي چې پاکستان کې د لسيزو مېشتېدا ترڅ کې افغان کډوالو ځايي خلکو سره خپلوۍ کړې، چې زياته کچه یې وايي چترال کې وه. خو بيا هم افغان کډوال پاکستان کي د تابعيت حق نه لري.
څېړنه کې د افغان کډوالو د ژوند مثبت اړخونه هم ياد شوي چې د پاکستان اقتصاد ته يې ګټه رسېدلې ده. پېښور کې په همدې اړه يوه غونډه جوړه شوې وه، او څېړنې پايلې په کې بحث او خبرو لپاره وړاندي شوې وې.
رحمان الله هم دې غونډې ته ورغلی و، د څېړونکو او د غونډې نورو ګډنوالو سره یې خبرې کړې دي.