اروپا ته ناقانونه کډوالي: فرانسه یې مخه نیسي؟

    • Author, انډریو هارډینګ
    • دنده, بي بي سي نیوز، پاریس او ګریو لاینز کې

بي بي سي ته ګڼو سرچینو ویلي، فرانسه له خپلې هغې وروستۍ ژمنې شا ته کېږي چې له مخې یې له انګلیس چینل څخه د کوچنیو کښتيو د اوښتو د درولو لپاره به په سمندر کې په زور مداخله کوي.

شواهد ښيي چې د فرانسې اوسنی سیاسي کړکېچ تر یوې اندازې د دې کار لامل شوی، خو دا به د دې مسلې د حل لپاره د بریتانیا حکومت هڅو ته یو ګوزار وي.

په ورته وخت کې، ډنکرک بندر ته نژدې له کاناله نژدې هره ورځ په خطرناکه توګه له ګڼې ګوڼې ډکې کښتۍ له ساحله وځي.

د بریتانیا د پولو د امنیت مسؤل مارتین هیویټ مخکې له دې د فرانسوي ځنډونو په اړه خپله "ناهیلي" ښودلې وه، خو بي‌بي‌سي اوس له ګڼو فرانسوي سرچینو اورېدلي چې د نوې "سمندري تګلارې" هغه ژمنې - چې له مخې به د ګزمې کښتۍ هڅه کوله بادي بېړۍ ونیسي او بېرته یې ساحل ته راستنې کړي - تشې ژمنې دي.

یوې سرچینې چې د فرانسوي سمندري امنیت له چارو سره نژدې اړیکې لري، وویل: "دا یوازې یو سیاسي نمایش دی، یوازې خبرې دي، عمل نه شته."

د چینل د سمندري ادارې چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د کښتيو د انتقال په اړه نوې تګلاره "لا هم تر څېړنې لاندې ده."

پخواني د کورنيو چارو وزیر برونو ریتایو ته پراخ اعتبار ورکړل شوی و، په ځانګړي ډول په بریتانیا کې، ځکه چې هغه د انګلیس چینل په اړه د لا سخت دریځ د تګلارې ملاتړ کړی و.

دا دریځ د تېر کال جولای میاشت کې د ولسمشر امانوېل مکرون او د لومړي وزیر سر کېير سټارمر ترمنځ د یوې سرمشریزې په درشل کې پای ته ورسېد.

هغه مهال پام د هغو پلانونو پر لور ورټول شوی و چې له مخې به د قاچاق وړونکو له خوا کارېدونکي د "ټکسي کښتۍ" نومې وسایط نیول کېدل، دا هغه کښتۍ دي چې د سمندر له غاړې سره نژدې ګرځي او له مخکې په اوبو کې ولاړ مسافر راټولوي.

فرانسوي پولیس ډېر کم وخت د دې ډېر بار شویو ټکسي‌ کښتيو پر ضد مداخله کوي، ځکه دا د پولیسو او ملکي کسانو دواړو لپاره د لوړ خطر کار ګڼل کېږي.

خو له سرمشریزې څو ورځې وړاندې، موږ ولیدل چې فرانسوي پولیس د بولوني له سوېله سمندر ته ورننوتل او د یوې ټکسي‌ کښتۍ څنډې یې هغه مهال پرې ‌کړې، کله چې د څپو په منځ کې بنده پاتې شوې وه او د ساحل خواته لنډېدله.

په لندن کې، د لومړي وزیر ویاند سملاسي زموږ د خپرې شوې ویډیو په غبرګون کې وویل چې دا "رښتیا یو مهم پړاو" دی او دا ثبوت ورکوي چې فرانسویان لا دمخه هڅه کوي د ساحل او ښایي د سمندر پر سر د وړو کښتيو د درولو لپاره سخت ګامونه واخلي.

له دې ډېر ژر وروسته، د فرانسې د کورنيو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې د تګلارې بدلونونه نژدې دي.

دغې سرچینې وویل: "موږ به د تګلارې له بیا کتنې وروسته، په راتلونکو څو ورځو کې په سمندر کې مداخله پیل کړو."

خو له هغه وخت راهیسې، ریتایو د څو ګډوډو دولتي بدلونونو په وروستي پړاو کې خپله دنده له لاسه ورکړه او فرانسوی حکومت، چې پام یې نورو کړکېچونو ته اوښتی، اوس بوخت ښکاري.

د اکسفورډ د کډوالۍ څارنې مرکز څېړونکي پیټر والش وویل: "ممکن دا نوي اقدامات (په سمندر کې) هېڅکله هم عملي نه شي."

په همدې موده کې، نه يوازې له ساحلونو، بلکې د کډوالو کښتۍ لا هم له فرانسې روانې دي.

یوه تقاعد شوي د چپس‌ پلورنځي مالک چې د ګرولینز ښار له ساحله لږ دننه د یوه کانال څنګ ته اوسېږي، وویل هغه په یوه ورځ کې د څلورو کښتيو د وتلو شاهد و.

هغه موږ ته د دغو کښتيو ویډیوګانې وښودې، چې پکې د خلکو هغه انځورونه هم وو چې د کانال په منځ کې په بیړه کښتۍ ته خېژي او همدارنګه یوه بله ویډیو چې پکې د پولیسو د ګزمې کښتۍ یوې بلې بادي کښتۍ ته نژدې ګرځي، خو هېڅ هڅه نه کوي چې د هغې د وتلو مخه ونیسي.

ژان ډېلډیک، چې دغه صحنې یې لیدلې، وویل: "دا لېونتوب دی، لېونتوب، لېونتوب! باید دا کښتۍ ودرول شي."

د سمندر یو متخصص، چې له دولت سره د نژدې اړیکو له امله یې غوښتنه وکړه نوم یې افشا نه شي، وویل د (دي لا) کانال دومره لږ ژور دی چې امنیتي ځواکونه په خوندي توګه مداخله کولی شي پرته له دې چې د خلکو ژوند په جدي خطر کې واچوي.

نور کانالونه او سیندونه په سیمه کې کله ناکله د رسۍ یا زنځیرونو په وسیله بندېږي، خو دا اکثره وخت د خورا هوښیارو قاچاقګرو ډلو پر وړاندې بې‌ ګټې ثابت شوي.

که څه هم فرانسوي سیاست په ښکاره ډول د بریتانوي حکومت د هڅو د خنډ کېدو لامل شوی چې د وړو کښتيو د شمېر د کمولو هڅه کوي، قانوني او اخلاقي مسایل هم په دې برخه کې مهم ثابتېږي.

یو لوی خنډ، چې څو سرچینو یاد کړی، دا دی چې په سمندر کې د بادي کښتيو د درولو هڅه تقریباً حتمي ده چې د نورو مرګونو سبب شي او همدارنګه د هغو امنیتي ځواکونو محاکمه رامنځته کړي چې په دې کار کې ښکېل دي.

یوې سرچینې وویل: "فرانسوي سمندري ځواک له دې کار سره مخالف دی. هغوی پوهېږي چې دا ډول ماموریت ډېر خطرناک دی او ممکن تر قضایي محکمې پورې ورسېږي او پایله یې محاکمه وي. دا به یو ناورین وي."

اوسني قوانین یوازې فرانسوي پولیسو او اور وژونکو ته اجازه ورکوي چې په لږ ژورو اوبو کې یوازې هغه کسان وژغوري چې ښکاره خطر کې وي. دا هماغه څه دي چې موږ د جولای په پیل کې اکولت ساحل ته نژدې بولوني کې ولیدل.

له پیله د فرانسې ژمنتیا په دې موضوع کې ګډه وډه وه. څو فرانسوي امنیتي سرچینو موږ ته ویلي، پولیسو ته دا اجازه ورکول چې د سمندر په منځ کې د کښتيو درولو لپاره ننوځي.

خو فرانسوي اتحادیو وړاندیز کړی و چې بدلونونه پام کې نیول شوي او رد شوي دي.

د پولیسو د اتحادیې ویاند ژان-پییر کلوز وویل د کورنيو چارو د وزیر پلانونه، چې سږ کال وړاندې شوي و، اوس "ځنډول شوي" دي.

هغه وویل: "موږ په هغه وخت کې دا [ډېر] خطرناک ګڼلی و. قوانین اوس هم هماغه دي. زموږ د کړنو په طریقه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی."

ښاغلي کلوز او نورو هم د تجهیزاتو، روزنې او پرسونل د کمښت یادونه وکړه.

دا ټول په دې معنا دي چې فرانسه د ساحلونو د څارنې یا د قاچاقبرو او د هغوی د کښتيو د نیولو لپاره له خپلې ژمنتیا په شا شوه.

دغه عملیات لوی او پېچلي دي.

بریتانیا د سنډهرست تړون په شرایطو د دې کار مهمه برخه تمویلوي، چې اوس یې د نوي کولو لپاره بیا خبرې روانې دي او راتلونکی کال به یې نوي کړي.

په همدې موده کې، د فرانسې شمالي ساحل کې رضاکاره ژغورونکي ډلې لا هم خلک او کله کله جسدونه له اوبو راباسي.

ځینې رضاکار په دې ناهیلي دي چې سمندري چارواکو څو ځله غوښتي دي چې د بریتانیا د اوبو لوري ته بادي بېړۍ بدرګه کړي: یو داسې بهیر چې څو ساعته وخت اخلي.

خو دوی همدارنګه هغه ځانګړې ستونزې روښانه کړې هر هغه څوک ورسره مخ کېږي چې غواړي د چینل په منځ کې مداخله وکړي.

د بولوني د سمندري رضاکاره ژغورونکې ډلې مشر ژیرارډ بارون وايي: "که څه هم عجیبه ښکاري، که هغوی مرسته ونه غواړي، تاسې مرستې منلو ته نه شئ اړایستلی."

هغه وايي: "ډلې ما ته راپور راکړی، کله چې دوی یوې کوچنۍ کښتۍ ته ور نژدې شوي وي چې ډېر خلک یې لېږدول او د مرستې وړاندیز یې کړی وي، نو د چاقو ګواښ یې لیدلی دی.

"همدارنګه، کله کله دوی ځوانان لیدلي چې ماشومان یې د اوبو پر سر نیولي او ګواښ کوي که موږ ور نژدې شو، نو دوی به یې وغورځوي."

د ژغورنې په برخه کې له ۴۵ کلونو تجربې وروسته، بارون مني چې د فرانسې د اوسنۍ ناکامۍ له امله چې د قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې ډېر څه نه دي کړي، یو څه خپه دی.

که په کمزورو، بې جوازه او له ګڼې ګوڼې ډکو کښتیو کې سمندر ته د تګ پر وړاندې موجوده قوانین پلي شي، نو هغه فکر کوي چې ډېری ژوندونه به وژغورل شي.

نور راپورونه د پال پرادیه لخوا.