عمر ایوب: د پاکستان لومړی وزیر او د پنجاب اعلی وزیر ناقانونه دي

پاکستان

د عکس سرچینه، president.gov.pk

د پاکستان تحريک انصاف سکرټر جنرال عمر ايوب ويلي، ټاکنو کې یې د درغلۍ له امله لاریونونه کړي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان لومړی وزیر او د پنجاب اعلی وزیره په ټاکنو کې د درغلۍ له امله بریالي شوي او دو دوی نوماندان ناکام کړل شوي دي.

ښاغلي ایوب اسلام اباد کې د خبرو پر مهال ویلي، "زمونږ تر سلو زياتو کسانو پر ضد دوسیې ثبت شوي دي، خو پوليسو خپله دنده نه ده ترسره کړې."

د هغه په وينا، د ګوند مشران لطيف کهوسه، سلمان اکرم راجا او نور نيول شوي دي.

هغه وايي، د پنجاب انسپکټر جنرال د مسلم ليګ ن د كورنۍ كاركوونكي ګرځېدلي دي.

عمر ايوب وويل د پوليسو يوازېنى کار چې پاتې دى، هغه دا دی چې پي ټي ای مات کړي.

نوموړی زیاتوي، د دغو پوليس افسرانو سره به حساب کتاب کېږي، د پوليسو هغو افسرانو چې زمونږ پر ضد کړنو کې ککړ دي، کمېټو ته به وروبلل شي.

عمر ایوب ادعا کوي، چې لومړی وزیر او د پنجاب اعلی وزیر ناقانونه دي او وايي د فبرورۍ په نهمه ۴۵ فورمه په ۴۷مې بدله شوې.

د هغه په وینا د فبرورۍ نهمه نېټه په ټول ملک کې د درغلۍ نړیوال ریکارډ جوړ شوی.

پاکستان

د عکس سرچینه، PTV

بل پلو لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې ۱۹ کسیزې کابینې شاملو وزیرانو کابینې سره لوړه کړې.

ولسمشر اصف علي زرداري له نويو وزيرانو لوړه اخیستې. محمد اورنګزېب، احد چيمه او محسن نقوي په هغو کسانو کې شامل دي، چې حلف يې پورته کړ. دا درې واړه نه د اسمبلۍ غړي دي او نه د مشرانو جرګې برخه.

اسحاق ډار او مصدق ملک هم په وفاقي وزيرانو کې شامل دي.

دغه راز قاضي نعیم افغان د سترې محکمې د قاضي په توګه لوړه وکړه.

قاضي القاضات فائز عیسی له قاضي نعیم افغان لوړه اخیستې ده.

ښاغلی نعيم افغان وړاندې تر دې د بلوچستان سترې محکمې مشر قاضي و.