د طالبانو حکومت د مالیې وزارت: تر اوسه ۱۱ زره کسان د تقاعد حقونو اخيستو وړ پېژندل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خليل نوري
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ماليې وزارت وايي ۱۱ زره کسان د تقاعد د حقونو وړ پېژندل شوي او يو شمېر ته یې پيسې هم ورکړل شوې دي.
خو ځينو متقاعدينو بي بي سي ته ويلي چې د تقاعد ورکړل شوې پيسې له هغه څه چې دوی یې هيله لرله کمې وې.
د طالبانو حکومت د ماليې وزارت په وینا، هغه کسان چې د تقاعد وړ پېژندل شوي د ښځو او پوځي افسرانو په ګډون د پخوانيو حکومتونو کارکوونکي په کې شامل دي.
د دې اشخاصو اسناد د طالبانو حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د جوړې شوې ځانګړې محکمې لخوا بیاکتل شوي او وروستي شوي دي. د طالبانو حکومت د مالیې وزارت، بي بي سي ته ویلي چې د محکمې د بیا ارزونې پر بنسټ، تر اوسه ۱۱۰۰۰ کسان د تقاعد حقونو اخيستو وړ پېژندل شوي او د ځینو پیسې د دوی بانکي حسابونو ته سپارل شوې دي.
صالحه، چې د افغانستان د ځمکو اداره کې یې د سروې انجینرې په توګه ۳۵ کاله کار کړی، د زرګونو متقاعدینو له ډلې ده چې اسناد او کاري سابقه یې د طالبانو حکومت ځانګړې محکمې لخوا ارزول شوې او دا یې د تقاعد وړ ګڼلې ده.
نوموړې شاوخوا پنځه کاله دمخه تقاعد شوې او وروستی معاش یې شاوخوا ۱۱۰۰۰ افغانۍ و.
دا وايي، په حکومت کې د هغې د اوږدې مودې خدمت ته په پام سره، یې تمه درلوده چې لوی تقاعد به ترلاسه کړي، خو دا وايي یوازې شاوخوا ۲۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دا چې له دې اندازه تقاعد ترلاسه کولو ناخوښه ښکاري وايي، نه پوهېږي چې د هغې د خدمتونو ګټه څه ډول محاسبه شوې ده.
ځينو نورو متقاعدینو بيا بي بي سي ته ویلي چې د محکمې لخوا د دوی د اسنادو له بیاکتنې وروسته، دوی ته نه یوازې چې تقاعد نه دی ورکړل شوی بلکې مقروض پېژندل شوي دي.
صفی الله ناصري، یو متقاعد ملکي مامور دی، بي بي سي ته ويلي چې ده ته ویل شوي چې د پخواني افغان حکومت پر مهال یې له خپل حق څخه زياتې پیسې ترلاسه کړې او اوس بايد له ۱۰۰ زره ډېرې افغانۍ د طالبانو حکومت ته بېرته ورکړي. نوموړي د دغه پرېکړې د بدلون غوښتنه کړې ده.
خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم ناصر بي بي سي ته ويلي چې د تقاعد شویو کسانو حق د دوی د ګومارلو په وخت کې د میاشتني معاشونو پر بنسټ محاسبه او ورکول کېږي. ښاغلي ناصر ويلي، "د مالیې وزارت ژمن دی چې د تقاعد شویو کسانو معاشونه په بشپړ ډول ورکړي."
اټکل کېږي چې افغانستان لږترلږه ۱۵۰ زره تقاعد شوي کسان شته دي.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول بيا ترلاسه کړ، د تقاعد ورکړه ودرول شوه. دغو پخوانیو ملکي مامورینو په مکرر ډول اعتراض وکړ تر هغه چې د طالبانو حکومت مشر بالاخره د اسنادو د بیاکتنې او د دوی د معاشونو د ورکولو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو امر وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا محکمه اوس د تقاعد د خزانې په عمومي ریاست کې د یوه واحد په توګه کار کوي او تر اوسه یې د لږترلږه ۲۲ وزارتونو او دولتي ادارو د تقاعد شویو کسانو اسناد په څلورو پړاونو کې بیاکتلي دي.
په پنځم پړاو کې، چې په دې وروستیو کې پیل شوی، د شپږو نورو ادارو د تقاعد شویو کسانو اسناد به بيا ارزول کېږي.
اوس مهال، د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکي له معاشونو د تقاعد هېڅ پیسې نه اخلي او د تقاعد سیسټم د طالبانو حکومت د مشر په امر لغوه شوی دی.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، په راتلونکو کلونو کې د تقاعد پيسو د ورکړې دوام د دوی د مشرتابه په پرېکړې پورې اړه لري.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ کال په وري (حمل) میاشت کې ملکي او نظامي دولتي ادارو ته امر وکړ، چې د کارکوونکو له معاشونو دې د تقاعد ونډه نه ګرځوي. دې امر ته د تقاعد نظام د منحل کېدو په نظر کتل کېدل.
د طالبانو مشر د تېر کال په جدي کې یو فرمان صادر کړ چې د ځینو متقاعدو دولتي کارکوونکو معاشونه د یوې ځانګړې محکمې د "شرعي حکم" پر بنسټ ورکړل شي. د فرمان له مخې، متقاعدین باید "د خپل تقاعد حق ثابتولو لپاره ځانګړې تقاعد محکمې ته عریضه وکړي."
د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۱۰۰ او ۱۳۰ زرو ترمنځ متقاعدینو خپل کلني حقونه د تقاعد خزانې له ادارې ترلاسه کول.
په افغانستان کې، هغه کسان چې عمر یې ۶۵ کلنۍ ته ورسېږي یا ۴۰ کاله خدمت ولري د تقاعد وړ بلل کېږي.
په رضاکارانه تقاعد کې، یو کس باید لږ تر لږه ۵۵ کلن وي یا یې ۲۵ کاله کار کړی وي.








