ولې باجوړ د جګړې ډګر پاتې شوی؟

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان پوځ له تېرو څو اونیو راهیسي، د پښتونخوا په باجوړ کې عملیات پیل کړي دي. دا عملیات وروستیو کلونو تر ټولو لوی بلل شوي، ځکه پوځ هوايي ځواک او درانه توپونه په کې کاروي.

د عملیاتو د پام وړ سیمه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ماموند تحصیل دی. باجوړ کې چارواکو ویلي، لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي. دا ښايي د ډېرو لپاره د بې کورۍ لومړنۍ تجربه نه وي. د پاکستان پوځ وايي، دا عملیات د اورپکو ډلو د ځپلو لپاره کوي او دا چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې دغلته فعالې دي.

که څه هم ځايي قومي مشران اوه وارې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یا ټي ټي پي له استازو سره جرګه شول چې د دوی له سیمې ووځي او د پاکستان پوځ ته دې د عملیاتو پلمه نه ورکوي، خو د وروستۍ جرګې یو ګډون وال تاج محمد وايي، طالب استازو ورته ویلي، "تر هغه چې یې شرعي نظام پلی کړی نه وي، له دې سیمو به ونه وځي."

داسې ښکاري چې د پوځ پر وړاندې لوی خنډ پاکستاني طالبان دي، خو هغسې چې پېښور کې مېشت څېړونکی مشتاق یوسفزی وايي، د باجوړ د ډېرو سیاسي څېرو وژلو کې " اسلامي دولت نومې ډله داعش ښکېله بلل کېده او داسې ویل کېږي چې د دوی کسان د ماموندو په سیمه کې مېشت دي" چې دا پوځي عملیات په کې روان دي.

تېرو درې کلونو کې، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي او د ملي عوامي ګوند د استازو په ګډون یو شمېر سیاسي فعالان غلچکیو بریدونو کې وژل شوي دي.

د باجوړ سیاسي فعالان او سیمه ییز مشران وايي، دوی د طالبانو د وسله وال فعالیت او د پوځ د عملیاتو پر ضد هڅې وکړې، خو یوې خوا یې هم خبرې ته غوږ ونه نیوه.

باجوړ چېرې دی؟

د پاکستان د اوسنۍ جغرافیې له مخې، باجوړ په شمال لوېدیځ کې د غرونو او کږلېچونو منځ کې پرته سیمه ده چې ۸ اداري واحدونه (تحصیلونه) لري.

باجوړ د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور سره په ۱۱۹ کیلو مترۍ کې پروت دی.

هره سیمه یې د قومي جوړښت له مخې چلېږي، ماموند تحصیل د ماموند قوم سیمه ده چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته اوسېږي.

ان داسې بیلګې هم شته چې د دغه قوم د ځینو کورنیو یو ورور د ډیورنډ له کرښې پورې د کونړ په مرورې ولسوالۍ او بل په باجوړ کې ځمکې لري.

د سالارزو تحصیل د باجوړ یوه بله مهمه سیمه ده چې د سالارزي ټبر خلک په کې اوسېږي او دوی هم د کونړ په دانګام، اسمار او ناړۍ ولسوالیو کې نږدې همخېل لري.

تر ۲۰۱۸ کاله باجوړ یوه قبایلي سیمه وه چې وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت پورې وتړل شوه.

د افغانستان ختیځ کې کونړ ولایت له باجوړ سره ۵۲ کیلومټره ګډه پوله لري چې پر ډیورڼد کرښه یو له بله بېلېږي.

همدې ګډ قومي جوړښت او جغرافیوي نږدېوالي باجوړ د تاریخ اوږدو کې پر مهمه سیمه بدل کړی او د افغانستان ختیځه دروازه بلل شوی دی.

په ۱۸۹۰ کلونو کې پر باجوړ، دیر او نورو ورڅېرمه سیمو د عمراخان جندولي واک، افغان انګلیس جګړه کې ګډون او له واک پرځېدو وروسته کابل کې تر مړینې پاتې کېدل او ورسره د امیر عبدالرحمان خان ملګرتیا، باجوړ کې په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي خلاف د افغان مجاهدینو سنګرونه او سیاسي خوځښتونه او په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل سره تړلې تاریخي کیسې؛ د باجوړ ارزښت او مهموالی په ګوته کوي.

باجوړ کې د اوسنیو وسله والو ډلو ریښه

د ۲۰۰۱ کال د سپڼمبر ۱۱مې له پېښو ټيک یوه اونۍ وروسته د سوات په مینګوره کې د مولانا صوفي محمد په مشرۍ د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم ډلې غونډه وکړه او اعلان یې وکړ، که امریکا پر افغانستان برید وکړي، دوی به د جګړې لپاره خپل وسله وال افغانستان ته ولېږي.

زه هغه مهال په کونړ کې وم او له برید څو شپې وړاندې ډلې ډلې وسله وال زموږ د سیمې په جوماتونو کې میلمانه شول، میلمانه تر ډېره د باجوړ ځوانان وو.

دوی سره ډېرې ساده او پخوانۍ وسلې وې او ځینې یې ان تش لاس و، چې ځايي خلکو به دوی 'تور پټکي' بلل.

په ۱۹۹۴ کې چې کله صوفي محمد په باجوړ، سوات، دیر اونورو نږدې سیمو کې د اسلامي شریعت اعلان وکړ او د لنډ وخت لپاره یې کسان واکمن او ځواکمن شول، نو د تورو لونګیو پر سرولو له امله په خلکو کې د "تور پټکیانو" په نامه مشهور شوي وو.

صوفي محمد له زرګونو پلویانو سره یو ځای د باجوړ له لارې افغانستان ته لاړ. دی خپله بېرته له افغانستانه ستون شو، خو سلګونه ملګري یې نه خپلو کورونو ته ستانه شول او نه یې تر اوسه برخلیک معلوم دی.

۲۰۰۱ کال کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وپرځېد، نوموړی له افغانستانه د ستنېدو پر مهال کورمه سیمه کې ونیول شو.

۲۰۰۲ کال کې د هغه مهال پاکستاني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د نړیوال فشار له کبله د صوفي محمد تنظیم ترهګره ډله وبلله او بندیز یې پرې ولګاوه.

داسې ګومان کېږي، چې د نوموړي لوی شمېر پلویان وروسته د پاکستاني طالبانو ملګري شول.

باجوړ کې تر ډېره وسله والې ډلې مېشتې وې. هغه مهال افغان حکومت ادعا کوله چې د القاعدې او نور بهرنیو وسله والو ډلو په ګډون د افغان طالبانو او د اسلامي حزب وسله وال دغلته د روزنې مرکزونه لري او افغانستان کې پر حکومت او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي. د باجوړ پر ډمه ډوله یوه هوايي برید چې ګومان کېده ناټو ځواکونو کړی او په کې د القاعدې د وسله والو د وژل کېدو دعوه شوې وه. هغه مهال د افغان چارواکو د ادعاو له مخې داسې رپوټونه خپرېدل چې د القاعدې مهم مشران په باجوړ کې پټ دي.

په ۲۰۰۸ کې لوی پوځي عملیات

پاکستاني پوځ د ۲۰۰۸ کال په اګسټ کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د پاکستان حکومت هغه مهال ویلي وو، غواړي دې سیمه کې د اورپکو ډلو په ځانګړې ډول د پاکستان د طالبانو تحریک فعالیتونه پای ته ورسوي او وسله وال یې وځپي.

د دغه کال په اکټوبر کې د پاکستان پارلمان ته د خبرو پر مهال د پوځ مشر وویل، د ۳۲۱ بهرنیانو په ګډون یې ۲۷۴۴ وسله وال وژلي دي.

دغو عملیاتو کې لسګونه پاکستاني پوځیان هم مړه او ژوبل شوي وو.

خو په دغو عملیاتو کې تر ټولو ډېر زیان ځايي خلکو وګاله.

د شمېرو له مخې له پنځه سوه زرو ډېر خلک له باجوړه د پښتونخوا ښارونو او ګاونډ کې د افغانستان کونړ ولایت ته کډوال شول.

ویل کېږي چې لا هم له دغو کډوالو ډېر یې خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د پاکستان پوځ که څه هم دغه عملیات خپله لویه لاس ته راوړنه بلله، خو خپل غلیم (د پاکستاني طالبانو غورځنګ) یې مات نه کړ.

د ماشومانو یرغمل

د پاکستاني طالبانو غورځنګ نه دا چې کمزورې نه شو، ورسره په نورو سیمو کې د نویو وسله والو په جذبولو لا ځواکمنه شو.

دغه ډلې د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې ۳۰ ماشومان چې په یوه اختریزه مېله کې له ډیورنډ کرښې د کونړ خوا ته اوښتي وو، یرغمل او پر همدې کرښه پرتو غرنیو سیمو ته یې ولېږدول.

هغه مهال د باجوړ د طالبانو مشر مولوي دادالله یو شمېر افغان خبریالان پر کرښه یوې غرنۍ سیمې ته وربللي وو او په خپلوخبرو کې یې ویلي وو چې د دغو ماشومانو د خوشې کولو په بدل کې به د پاکستان پر حکومت خپلې ځینې غوښتنې ومني

پاکستاني حکومت هغه مهال د افغانستان له حکومته غوښتي وو چې د پاکستاني طالبانو په کابو کولو کې ورسره مرسته وکړي.

ناټو هم وخت ناوخته پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني طالبانو مشران په نښه کول.

افغان حکومت د ۲۰۱۳ کال فبرورۍ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال مولوي فقیر ونیوه.

هغه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې چې افغان طالبان بیا واک ته ورسېدل، په کابل کې زنداني و.

مولوي فقیر محمد په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ له بنسټګرو بلل کېده.

هغه وروسته د دغه تحریک مرستیال مشر شو او باجوړ ته یې لا ډېره مخه وکړه.

د باجوړ لنډ تاریخ ته په کتو، هر ځل چې د پاکستان پوځ هلته د وسله والو پر ضد عملیات کړي، نو ور سره د وسله والو ډلو فعالیتونه هم پراخ شوي دي.

باجوړ کې د افغان مجاهدینو مرکزونه

له افغانستانه لوی شمېر افغانان د نور محمد تره‌کي او بیا حفیظ الامین د کمونیست پلوه رژیم د نیولو له وېرې کډوال شول.

د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، د ۱۹۸۰ کال تر پایه څلور میلیونه افغانان پاکستان ته کډوال شول.

د دوی له ډلې ډېرې کورنۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې مېشتې شوې.

باجوړ یو له هغو سیمو و چې سلګونه زره افغانان په کې مېشت وو.

دغلته نه یوازې د کډوالو پنډغالي وو، بلکې د افغان مجاهدینو دفترونه، د دوی د روزنې مرکزونه او نور فعالیتونه هم وو.

د مجاهدینو د سلفې عقیدې یو جهادي رهبر شیخ جمیل الرحمن په باجوړ کې مېشت .

هغه د ۱۹۹۰ کلونو لومړیو کې د افغانستان په ختیځ کې اسلامي امارت اعلان کړی و او په ۱۹۹۱ د اګسټ پر ۳۰مه د عبدالله رومي په نامه د یوه مصري له لوري ووژل شو.

د ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني په ګډون نورو مهمو جهادي مشرانو هم باجوړ ته سفرونه کول او له هغه ځایه یې خپل جنګیالي سمبالول.

دغلته پر ډیورنډ کرښه که څه هم د ناوه پاس او غاښي په څېر لویې لارې شته، خو دغه لارې د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي ګټو پر ځای د سیاسي غورځوـ پرځو پر مهال د سیاستوالو او وسله والو ډلو د اوښتو راوښتو لپاره کارول شوې دي.

وروستیو کډوالیو او جګړو د باجوړ قبایلي او قومي اډانه بدله کړې او د ملکان او خانانو کور واکۍ په کې هغسې ځواکمنې نه دي پاتې. دې غرنۍ جغرافیه کې د پوځونو لپاره جګړې کول ښايي اسانه وي، خو ګټل یې شونې نه برېښي، ځکه د غلچکیو بریدونو لګښت په کې کم او د وسله والو د پټېدو او وتلو لارې ‌ـ‌ ګودرې په کې ډېرې دي.