ولې ماچا ډوله چای ته په نړیواله کچه لېوالتیا ډېره شوې؟

د دې چایو مینوال په نړۍ کې ورځ تر بلې زیاتېږي. دا شین جاپانی چای په انګلنډ کې د 'سټاربکس له لاتې' نیولې بیا په سینګاپور کې تر 'کریسپي کریم ډونټس' پورې کابو هر څه کې موندل کېږي.

د ماچا نړیواله لېوالتیا د خواله رسنیو له برکته هم ډېره شوه، ځکه بانفوذه کسان یې د پخولو په اړه ویډیوګانې شریکوي. یوه بېلګه یې دا ده چې د "ماچا ټوک" هشتګ لسګونه میلیونه ځله شریک شوی دی.

د ماچا مخ په زیاتېدونکی شهرت په جاپان کې له کورونا وبا وروسته د ګرځندویانو له صنعت سره هم تړاو لري. دا چې د جاپاني اسعارو ارزښت کم دی او ارزاني پکې زیاته ده، نو ګرځندویان ډېر ورځي او هلته له جاپاني توکو سره اشنا کېږي.

په امریکا کې د چای واردونکې لارین پورویس بي بي سي ته وویل، مشتریان یې د نورو ډولونو پرتله ماچا ډېر خوښوي.

مېرمن پورویس، چې د میزوبا په نامه چایو شرکت چلوي، وايي: "ځینې مشتریان په ورځ کې یوه کیلو ماچا پېري، خو لا یې هم زړه صبر نه کوي او غواړې نورې هم رانیسي."

دا تقاضا په داسې حال کې زیاتېږي، چې د تودوخې څپو او پر جاپان د امریکا متحده ایالاتو تعرفو له لوړېدو وروسته د ماچا بیې هم لوړې شوې دي.

ماچا چای، چې د روغتیایي ګټو، کافین او ځانګړي خوند له کبله مشهور دي، له پېړیو راهیسې په خورا پخوانۍ او ځانګړي ډول ترلاسه کېږي.

دا د شنو چایو له پاڼو جوړ شوی ترکیب، چې د ټینچا په نوم هم یادېږي، په داسې حال کې چې لا یې هم د بوټي پاڼې وده کوي، د څو اونیو لپاره په سیوري کې ساتل کېږي. دا بهیر په یادو چایو کې د "امامي" په نوم خوند را پیدا کولو په موخه پلي کېږي. د امامي په هکله ویل کېږي، چې د چای طبیعي خوږوالی زیاتوي.

لومړی پاڼې راټولېږي، بیا وچېږي او د ژرندې ډبرینو پلونو پواسطه پوډر ځنې جوړېږي، چې په ساعت کې یوازې ۴۰ ګرامه تولیدلای شي.

په وروستیو میاشتو کې د ریکارډ کچې تودوخې له امله په جاپان کې کروندې زیانمنې شوې او دې چارې بزګران اندېښمن کړي دي. که څه هم په نړیواله کچه د ماچا غوښتنه ډېره شوې ده، خو په جاپان کې د کیوتو په نوم سیمه، چې هلته د دې چایو شاوخوا څلورمه برخه تولېدېږي، ګرمۍ یې محصولات خراب کړي دي.

دا چې په جاپان کې د نفوس لویه برخه د پاخه عمر کسان دي، نو دا هېواد د بزګرانو له کمښت سره مخ شوی، ځکه ځوانان یې بزګري نه خوښوي.

د جاپان په اوجي نومي ښار کې دوکانونه، چې د کیوتو د ماچا چای له امله مشهور دی، ډېر کله یې المارۍ تشې وي، ځکه سیلانیان ورځې او ورسره چای ترې رانیسي.

دا چې چای نورو مشتریانو ته هم ورسېږي، ډېری پرچون پلورونکي، پېرودونکو ته د لږ اندازې پېرلو اجازه ورکوي.

په کیوتو کې د کامیلیا چای مراسمو مشره اتسوکو موري وايي، پېرودونکو ته د ماچا د یوې کوتۍ یا ډبې پیرېدو اجازه ورکوي، تر څو نورو ته هم ورسېږي.

د چایو کارپوه ری تاکیدا وايي، باید د ماچا خپله زېرمه په دقت وڅاري، ځکه پخوا چې به یې دا چای راغوښتل، نو په څو ورځو کې به یې دوکان ته ور رسېدې، خو اوس له اونۍ ډېر وخت نیسي.

دا په توکیو کې د چازین په نوم د چایو په یوه شرکت کې دنده لري او مېلمنو ته د ماچا دودیزي چای پخوي. دا چې د ماچا تولید سږکال کم شوی، نو د چازین په پلورنځیو کې یې بیې شاوخوا ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

مېرمن تاکیدا وايي: د دغو چایو "غوښتنه ډېره کېږي او دا ډېرو خلکو ته د جاپاني کلتور په اړه د پوهېدو لومړۍ دروازه هم ده."

دا چې د ماچا مینوال ډېر شوي، نو ډېرو بزګرانو یې کرلو ته مخه کړې ده. د جاپان د کرنې وزارت په وینا، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۳مو کلونو ترمنځ د ماچا تولید نژدې درې برابره ډېر شوی دی. د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، پروسږ کال کې یې بهر ته د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ماچا او شین چای صادرات کړي دي.

'خوند ترې واخلئ، خو زېرمه کوئ یې مه'

د ماچا د ډېر مصرف مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی. مخکښان یې د ماچا له مینوالو غواړي، چې د چایو له څښلو دې خوند واخلي، خو له زېرمه کولو یې باید ډډه وکړي.

اغلې موري وايي، ډېر خلک په پخلي کې د خوند په خاطر ماچا کاروي، خو په وینا یې په پخلي کې دغه چای خپل نازک خوند له لاسه ورکوي. نوموړې د دغو چایو له مینوالو غواړې، ماچا چای دې وڅښي، خو په پخلي کې یې باید و نه کاروي او له زېرمه کولو یې باید په کلکه ډډه وکړي:

"ماچا د چایو تر ټولو لوړه درجه چای دی او دا زموږ لپاره ځانګړی امتیاز دی، خو کله چې اورم، څنګه پلورل کېږي یا په خوړو کې کارول کېږي، خواشینې شم."

د جاپان چای نړیواله ټولنه خلک د ټیټې درجې ماچا کارولو ته هڅوي، ځکه تولید یې ډېر دی او د پخلي لپاره یې هم غوره انتخاب بولي. دا ټولنه زیاتوي، کله چې د لوړې درجې ماچا په څښاک کې وکارول شي، نو ډېر کله خپل نازک خوند له لاسه ورکوي.

دوی وايي: "د ماچا چای د درجه بندۍ او د استعمال په اړه د پوهاوي لوړول به دې ته زمېنه برابره کړي، چې خلک د جاپاني چایو اصلي خوند تجربه کړي او د دغه هېواد فرهنګ ته به درناوی وکړي."

دوی زیاتوي، دا چې امریکا دغه هېواد ته پر واردونکو جاپاني محصولاتو مالیه لوړه کړه، نو په دې سره به د ماچا بیې هم لوړې شي.

څو ورځې مخکې، امریکا او جاپان د سوداګرۍ یوه هوکړه اعلان کړه، چې له مخې به یې امریکا ته د جاپاني محصولاتو په وارداتو ۱۵ سلنه مالیه ولګول شي.

خو په امریکا کې د مېرمن پورویس په شان د ماچا توزیع کونکي، د یادې لوړې مالیې اغېز ته چمتو دي. د امریکا اوریګون سیمه کې د ماچا یو سوداګر وايي، د واشنګټن او توکیو تر منځ له هوکړې څه موده مخکې یې د دوی د پېر څه باندې ۷۰ سلنه امریکا ته رسېدلي، چې په وینا یې له دې لوړې مالیې به معاف وي.

هغې وويل: "دا چې جاپاني چای په امریکا کې نه کرل کېږي، نو هېڅ امریکایي صنعت له ګواښ سره مخ نه دی چې مالیه یې باید خوندي کړي. موږ هیله لرو چې دا به درک شي چې دا ځانګړي چای باید له لوړې مالیې معاف شي."

که څه هم د ډېرې غوښتنې او لږ عرضې له امله بیې لوړېږي، خو بیا هم یو څه هیله شته. لږ تر لږه د ماچا چای یو سماوار باور لري، چې ممکن په راتلونکې کې یې بیې ټیټې شي.