د ملګرو ملتونو د روغتیا څانګې مشر اسرائیلي بریدونو پرمهال د یمن په هوايي ډګر کې و

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر او د ملګرو ملتونو نور کارکوونکي د پنجشنبې پر ورځ (دسمبر ۲۶مه) د هغو اسرائیلي بریدونو پر مهال د صنعا په نړیوال هوايي ډګر کې وو، چې ویل کېږي لږ تر لږه شپږ کسان په کې وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ټېډروس اډانوم غبریوسېس وویل، الوتکې ته د پورته کېدو په حال کې وو، چې بریدونه پیل شول.

د سبا په نوم یو خبري اژانس چې حوثیان یې اداره کوي، وویل، چې په هوايي ډګر کې درې کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. دوی زیاته کړې، چې په لویدیځ حدیده ولایت کې درې نور کسان هم وژل شوي او لس ټپیان شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنې یاغي ډلې دا بریدونه، چې د برېښنا کوټونه او بندرونه یې هم په نښه کړي "وحشي" بللي دي. د اسرائیلو پوځ بیا ویلي، چې دوی "بریدونه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر پوځي هدفونو" کړي دي.

دا روښانه نه ده، چې مرګژوبله ملکي وګړو ته اوښتې که حوثي یاغیانو ته.

ډاکټر ټېډروس پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دی یمن ته ځکه تللی و چې "د ملګرو ملتونو د بندي کارکوونکو پر ازادولو خبرې وکړي او هلته روغتیايي او بشري وضعیت وارزوي.

خو پر دې یې چې د ملګرو ملتونو دغه بندیان څوک دي نور جزئیات ورنه کړل.

د صنعا په هوايي ډګر د بریدونو په اړه یې وویل: "د هوايي ترافیک کنټرول برج، د مسافرو د وتلو خونه یوازې څو متره له هغه ځایه چې موږ په کې وو لرې وه اوهوايي ډګر زیانمن شوی دی.

ډاکټر ټېډروس زیاته کړه: "موږ باید تم شو چې هوايي ډګر بېرته ورغول شي بیا به ځوو." د ملګرو ملتونوعمومي منشي انتونیو ګوترېش بریدونه "ډېر د اندېښنې وړ" بللي دي.

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: " زه د یمن او اسرائیل ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي په اړه خواشینی یم، او په سیمه کې د زیاتېدونکي ګواښ په اړه ژوره اندیښنه لرم."

په یوه خبرپاڼه کې، د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي، چې "جنګي جټ الوتکو یې د یمن په لویدیځ ساحل او دننه کې د حوثي ترهګر رژیم پورې پر اړوند پوځي اهدافو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بریدونه کړي".

له بریدونو لږ وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، تر هغو به بریدونه کوي، چې "د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې ویجاړې نه کړي. نوموړي زیاته کړه، چې "پر حوثیانو برید یې د دې هدف پیل و. "

د جمعې پر سهار اسرائیلي دفاعي ځواکونو راپور ورکړ، چې له یمن توغول شوی یو توغندی د اسرائیل خاورې ته له ننوتو مخکې شنډ شو.

د حوثیانو د عالي انقلابي کمیټې مشر محمد علي الحوثي د پنجشنبې پر ورځ پر یمن بریدونه "وحشي" او "تېری" وباله.

هغه زیاته کړه، چې "د امریکا او اسرائیلو له غرور سره مقابله" به تر هغه وخته دوام وکړي چې په غزه کې شخړه ودرېږي.

د صنعا په هوایی ډګر کې د بریدونو له امله ټپي شويو څو کسانو د حوثیانو لخوا چلېدونکي خبري‌ اژانس المسیره ته ویلي، چې د هوایي ډګر د کنټرول برج ترویشتلو مخکې پر رن وې درې ځله بریدونه وشول.