تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې نوي واکمن وايي، ټولو وسله والو یاغي ډلو هوکړه کړې، چې په نوي پوځ کې به شاملېږي
د سوریې نوي حکومت چارواکو نن سې شنبه (دسمبر ۲۴مه) اعلان وکړ، په دغه هېواد کې فعالو د یاغیانو ټولو ډلو منلې چې منحل کېږي او په نوي پوځ کې به شامل شي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا په رپوټ کې د احمد الشرع یو تصویر خپور شوی، چې د یاغي وسله والو ډلو د مشرانو په منځ کې ناست لیدل کېږي.
په دې تصویر کې د سوریې دیموکراتیک ځواک مشران نه ښکاري، چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې فعال دي او اکثریت پکې کرد وسله وال دي.
په هغه اعلامیه کې چې د سانا په رپوټ کې راغلې او دغه راز د سوریې د چارواکو پر ټلګرام پاڼه خپره شوې راغلي: ''دغه غونډه د ټولو ډلو پر منحل کولو او د دفاع وزارت تر څارنې لاندې د ټولو د ادغام موضوع پر سر له هوکړې وروسته پای ته ورسېده.''
احمد الشرع چې له دې مخکې د ابو محمد الجولاني په نامه مشهور و، ویلي و، نوي چارواکي به ''هېڅ اجازه ور نه کړي، چې څوک د دولت له کنټروله بهر وسله ولري.''
په دې کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونه هم شامل بلل شوي دي.
احمد الشرع له دې مخکې ویلي، ټولې وسلې به د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې وي چې په وينا يې په هغو کې د کوردانو سره وسلې هم شاملې دي.
نوموړي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره له کتنې وروسته يوې خبرې غونډې ته وويل، چې "وسله والې ډلې به ډېر ژر منحل او د سوريې له نوي پوځ سره يو ځای شي" خو د دې لپاره کړنې لپاره يې کره نېټه اعلان نه کړه.
د ترکيې لومړي وزير ټينګار وکړ چې سوريايي وګړو په يوازې توګه بشار اسد نسکور کړ او د هيئت تحرير الشام ډلې مشرانو ته يې وويل، "دا بريا يوازې ستاسو ده او د بل هېچا نه ده، سوريې ستاسو د سرښندونو له دې تاریخي فرصت ګټه پورته کړې ده."
ترکيه د تحرير الشام ډلې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې په سوريه کې واک تر لاسه کړ، اصلي ملاتړې بلل کېږي.
دا کتنه د دمشق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلي الشرع چې په ابومحمد الجولاني مشهور و، د پخوا خلاف دا ځل د پوځي جامو پر ځای په درېشي او نېکټايي کې راڅرګند شو.
دا د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته پلازمېنې دمشق ته د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير دويم سفر دی.
امریکايي ځواکونو د سور سمندر د پاسه په تېروتنه خپله جنګي جټ ویشتلې
د امریکا پوځ وايي یمن کې یې د حوثیانو خلاف د بریدونو په لړ کې د سور سمندر د پاسه په خطا سره خپله یوه جنګي جټ الوتکه ویشتلې ده.
د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ 'سېنټکام' په یوه بیان کې ویلي، چې دغه جټ الوتکه له یوې کښتۍ تر پورته کېدو وروسته په رهبري شوي توغندي ولګېده.
د سېنټکام په وینا د دغه جټ د عملې دواړه غړي په خوندي ډول د پراشوټ په وسیله وتلې او یو یې برسېرن ټپي شوی دی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د امریکا هوايي ځواکونو د یمن پلازمېنه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو د توغندیو پر زېرمو او د قوماندې پر تاسیساتو بریدونه کول.
د امریکا پوځ ویلي، د سره سمندر د پاسه یې د حوثیانو څو ډرونونه او د بېړیو ضد یو کروز توغندی هم شنډ کړي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا ویشتل شوې جټ هم یمن کې په عملیاتو کې برخه درلوده که څنګه.
د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ مخکې ویلي وو چې صنعا کې د حوثیانو پر اهدافو د دې لپاره بریدونه کوي چې په سره سمندر، باب المندب او د عدن خلیج کې یې د امریکا پر سمندري ځواک او سوداګریزو بېړو د بریدونو په څېر د عملیاتو مخه ونیسي او راکم یې کړي.
حوثیان چې د یمن پر شمال لوېدیځ واکمن دي، د تېر کال د اکتوبر اومه غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په سور سمندر کې، د دوی په وینا له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره پر پوځي او سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي.
د دوی په دغو بریدونو کې تر اوسه دوه کښتۍ ډوبې شوې او ګڼو نورو ته زیان اوښتی دی.
حوثیان اکثرآ دا ناسمه ادعا هم کوي، چې یوازې د اسرائیل، امریکا او بریتانیا اړوندې کښتۍ په نښه کوي.
د تېر کال ډسمبر کې امریکا، بریتانیا او ۱۲ نورو هېوادونو سور سمندر کې د بېړیو د لارو او لیکو خوندیتابه لپاره عملیات پیل کړل.
د اسرائیل پوځ د شنبې پر ورځ وویل، چې دفاعي سیستم یې له یمنه د یوه ورتوغول شوي توغندي په شنډولو کې پاتې راغی او دا توغندی تل ابیب کې په یوه پارک کې ولګېد.
د اسرائیل د بېړنیو روغتیايي خدمتونو ادارې ویلي، د ۱۶ کسانو درملنه یې کړې چې د دغه توغندي د لګېدو د ځای په شاوخوا پرتو ودانیو کې د ښیښو ماتېدو له کبله برسېرن ټپي شوي وو.
۱۴ نور کسان هم چې خوندي سیمو ته یې د ځان رسولو هڅه کوله، ټپي شوي.
د حوثیانو ویاند ادعا کوي، چې تر غږ د چټک بالېستیک توغندي په وسیله یې د اسرائیل یو پوځي هدف ویشتلی دی.
اسرائیل تېره اونۍ یمن کې د حوثیانو پر اهدافو بریدونه وکړل او په صنعا کې یې بندرونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل.
د حوثیانو د المسیره تلویزیون د رپوټ له مخې په دغو بریدونو کې په سلیف بندر او راسعیسی نفتي تاسیساتو کې ۹ کسان وژل شوي دي.
دا ډله وايي، په غزه کې به د جګړې تر پای ته رسېدو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.