تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حوثیانو له برید یوه اونۍ وروسته توتور کښتۍ "ډوبه" شوه
د راپورونو له مخې یوه بار وړونکې بېړۍ چې تېره اونۍ په یمن کې د حوثیانو په برید کې زیانمنه شوې وه او یو عمله یې ورکه وه ډوبه شوې ده. دا دوهمه بېړۍ ده چې د حوثیانو د بریدونو په ترڅ کې چې د نومبر په میاشت کې پیل شوي ډوبېږي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان یوکېاېمټياو وویل دا د یونان ملکیت بېړۍ وه چې د لایبریا بیرغ پرې رپېده او په سور سمندر کې ډوبه شوه.
د چهار شنبې په ورځ د جولای په ۱۲مه د یمن حدیده بندر ته څېرمه د بې پیلوټه الوتکې (USV) له خوا برید وشو او د عملې یو غړی ورک شو.
د برید له امله کښتۍ ته اوبه ننوتلې او د انجن خونې ته له زیان اوښتو وروسته یې د حرکت توان له لاسه ورکړ. سمندري سرچینو رویټرز ته ویلي چې ورک شوی ماڼو ښايي د کښتۍ د انجن په خونه کې ایسار پاتې وي.
د شنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې د کښتۍ عملې د مرستې غوښتنه وکړه او لاړه.
د فیلیپین د مهاجرو کارګرانو سکرتر هانس کاکډک وویل چې د توتور د عملې ۲۲ غړي اکثره فلپینیان دي. ویل شوي چې په دې کښتۍ کې ۸۰ زره ټنه د ډبرو سکاره بار وو.
د پنجشنبې په ورځ، وروسته له هغه چې د حوثيانو دوه کروز توغندي د عدن په خلیج کې د وربانا په نوم یوه کارګو کښتۍ په نښه کړه، یو ماڼو سخت ټپي شو. وربانا له دې برید وروسته اور واخیست.
حوثي وسله واله ډله ځان د ایران په مشرۍ د اسرائیلو، امریکا او لوېدیځ پر وړاندې د "مقاومت د محور" یوه برخه ګڼي.
د تېر کال له نومبر راهیسې، دې ډلې په کښتیو بریدونه کړي چې ادعا کوي له "فلسطینیانو سره د پیوستون د نښې" په توګه له اسرائیل سره تړاو لري.
د راپورونو له مخې، پر سوداګریزو کښتیو د حوثيانو په بریدونو کې څلور سیلانیان وژل شوي دي.
د مارچ په میاشت کې روبیمار بېړۍ چې سره پکې بار وه او د برازیل بیرغ پرې رپېذع په سور سمندر کې ډوبه شوه.
په ځواب کې امریکا او بریتانیا په یمن کې د حوثیانو پر ضد یو لړ بریدونه کړي چې یو شمېر کسان یې وژلي دي.
په سور سمندر کې په سوداګریزو کښتیو د حوثیانو بریدونو ډېری بار وړونکي شرکتونه دې ته اړ کړي چې دا لاره ونه کاروي.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا د دفاع د استخباراتو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي چې د ډسمبر له میاشتې راهیسې له سرې بحیرې څخه د کانتینرونو د کښتیو تګ راتګ ۹۰ سلنه کم شوی دی.
د نړۍ د سمندري سوداګرۍ شاوخوا ۱۲٪ برخه له سره سمندر او سویز کانال څخه تېرېږي.