که برېښنا ولاړه شي او لېفټ کې بند پاتې شئ، څه به کوئ؟

السينما.كوم

د عکس سرچینه، السينما.كوم

د عکس تشریح، په لېفټ کې د یوې ډلې بندو خلکو په اړه د "د اسمان او ځمکې ترمنځ" فلم یوه صحنه
    • Author, أميمة الشاذلي
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز عربي - قاهره

۶۰ کاله وړاندې، لوی مصري ادیب نجیب محفوظ په یوه کیسه کې داسې یوه سناریو راخیستې وه چې څنګه یوه ډله خلک د یوې ودانۍ په لېفټ کې بند پاتې شول، چې وروسته پر دې کیسه "د اسمان او ځمکې ترمنځ" په نامه فلم جوړ شو.

که څه هم دا نظر د ټولنیزو مسلو د حل یوه فلسفه ګڼل کېږي، خو د ستونزې لامل د برېښنا پرچاوېدل نه بلکې کومه تخنیکي ستونزه وه، مګر په لېفټ کې د یوه کس مړ کېدل تر ننه یو پټ ډار دی چې ډېر خلک ترهوي.

په مصر کې له پرلپسې برېښنايي پرچاوۍ- چې حکومت ورته د (بار سپکول) نوم ورکړی، د ګڼو کسانو د مړینې لامل شوې دي، وروستۍ پېښه د قاهرې "المرج" سیمه کې وه چې یو مصری کارمن د دوه پوړیزې ودانۍ په لېفټ کې بند پاتې و، هڅه یې کوله ترې راووځي، خو خپل سر او غاړه یې سخت ژوبل کړل.

له دې کبله پر خواله رسنیو د ستونزې د حل لپاره ګڼې سپارښتنې لاس په لاس شوې، چې خلک پوی کړي که د برېښنا پرچاوۍ پرمهال لېفټ کې بند پاتې شي، څه باید وکړي.

د دغو سپارښتنو او لارښوونو مشهورې یې پر How to do وېبپاڼه خپرې شوې دي. دا وېبپاڼه ادعا کوي چې په بېلابېلو پېښو کې د چلن او لاس په کارېدو لپاره لومړني چوپړیزې سپارښتنې او لارښوونې کوي.

ټولې سپارښتنې پر دې ټینګار کوي چې تر خپله وسه باید انسان ارام پاتې شي، له اندېښنې او وارخطایۍ ځان لېرې کړي، اوږده سا واخلي. دلته مو ځینې هغه سپارښتنې او لارښوونې درته راخیستې دي چې څنګه په خوندي توګه له لېفټه ځان وباسئ:

د لېفټ له وره ځان لېرې کړئ او په حرکت د را وستو لپاره یې ټوپونه مه وهئ!

HOW TO DO

د عکس سرچینه، HOW TO DO

ډېر امکان شته چې په لېفټ کې ټوپونه وهل د لېفټ د بېرته چالانېدو سبب شي، بلکې ښايي ستونزه لا ډېره لویه کړي او په ناڅاپي توګه د لېفټ د ښکته تللو لامل وګرځي.

د لېفټ له دروازې لیرې شاتنۍ برخه کې ودرېږئ یا کېنئ او د مرستې رسېدو په تمه شئ.

د لېفټ له چته په یوازې ځان د وتلو هڅه مه کوئ!

د لېفټ له چت یا غولي یا هم په بله وسیله له لېفټه د وتلو هڅه مه کوئ، خو په هغه حالت کې دا کار کولی شئ چې د بېړنیو خدمتونو مرسته درته راورسېږي او د دې کار سپارښتنه درته وشي، ستا هڅه ښايي د مرستې رسېدو د تمې پرتله ستونزه لا ډېره لویه کړي.

که سرپټو ځایونو کې مو سر ګرځي، کېنئ!

په کېناستو یا درېدو کې مه پښه نیولی کېږئ، هر کوم چې درته راحت وي هغه وکړه، خو که سر ګرځېدل درباندې راشي، غوره ده چې د لېفټ پر غولي کېنئ، که ساړه مو کېږي، د ځان کشولو ځینې تمرینونه هم کولی شې. خو که لېفټ کې نور کسان هم درسره وي، باید د هغوی خیال هم وساتې، له پاروونکو حرکتونو ډډه وکړه!

د ټیلیفون په رڼا د لېفټ تڼۍ وګوره!

GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د رڼا سرچینه د لېفټ تڼیو لیدلو او د لوري مشخصولو کې مرسته درسره کولی شي، په تېره که د لېفټ چت یا دېوال کې ګروپ نه وي.

که لاسي ګروپ درسره نه وي، د ټیلیفون په رڼا شاوخوا ځایونه وګوره،‌ خو ډېر یې مه چالانوه، چې د ستونزې د حل تر پایه یې بېټرۍ کار وکړای شي.

که د رڼا کومه وسیله درسره نه وي، وارخطا کېږه مه، د مرستې په رسېدو سره د لېفټ له دروازې ځان لېرې کړئ.

د لېفټ ټولې تڼۍ مه کېکاږه!

لېفټ

د عکس سرچینه، AFP

د دروازې پرانیستلو د هڅې لپاره په یو ځل د لېفټ د ټولو تڼیو له کېکاږلو ډډه وکړه، کېدای شي پرلپسې کېکاږل ستونزه لا لویه کړي. په لاس د دروازې پرانیستلو هڅه هم مه کوه!

هڅه وکړئ د ایمرجنسي تڼۍ ومومې

لېفټ تڼۍ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په هر لېفټ کې د ایمرجنسي تڼۍ وي،‌ چې تر ډېره یې رنګ سور وي یا د زنګ یا اړیکې نیولو انځوری پرې کښل شوی وي، هغه ومومه دوه-درې ثانیې یې ټینګه ونیسه، د ځواب ترلاسه کولو تر وخته یې بیا تکرار کړه!

د ودانۍ له ساتونکي سره اړیکه ونیسه

که د ایمرجنسي تڼۍ له لارې د ودانۍ له ساتونکي سره اړیکه ونیسې، ترې وغواړه چې لومړی پر لېفټ برېښنا قطع کړي هسې نه چې لېفټ ته په ناڅاپي توګه برېښنا ورشي، ښايي پاس یا لاندې پوړ ته نژدې کړل شې چې له لېفټه راویستل شې.

که ور ناڅاپه پرانیستل شي، ناڅاپه د وتلو هڅه مه کوه!

که لېفټ د دوو پوړونو ترمنځ بند پاتې وي او دروازه مو پرانیستل شوه، د وتلو هڅه مه کوه بلکې د مرستې تر رسېدو انتظار شه یا دا چې پر لېفټ برېښنا پرچاو شي، ښايي لېفټ په ناڅاپي توګه یوځل بیا حرکت وکړي او ستاسې ژوند له خطر سره مخامخ کړي!

له بېړنۍ برخې یا هغو سره چې تاسې ته نژدې دي، اړیکه ونیسه!

د لېفټ دروازه

د عکس سرچینه، Facebook

که بېړنۍ تڼۍ کار ونه کړي یا د ودانۍ له ساتونکي سره مو اړیکه ونه شوه نیولی، د کورنۍ له یوه غړي، ګاونډي یا ملګري سره اړیکه ونیسه.

که په مویایل کې انټرنېټ لرې، ډېر هغه نژدې کس ته پیغام واستوه چې فکر کوې تر ټولو ژر دې مرستې ته رسېدلی شي.

په اورېدل کېدونکي غږ مرسته وغواړه!

چیغې مه وهئ! د مرستې لپاره چکچکې وهل یا چیغې وهل او غوغا جوړول،‌ یا لېفټ په سوکونو یا لغتو وهل ستا ورخطايي لا ډېروي، هڅه وکړه خپل غږ دې دومره لوړ نه کړې چې ستا روغتیا ته زیان ورسوي.

که د لېفټ له لوېدو وېرېږئ، پر شا څمله!

په ډېرو لږو پېښو کې، لېفټ لاندې لوېږي، په دې حالت کې پر غولي پر شا څمله، چې د لاندې لوېدو قوت په مساوي توګه ووېشل شي او له زیانمنېدو ځان وساتې.

له بل چا سره مرسته وکړه!

که لېفټ کې نور کسان هم وي، ارام پاتې شئ، څوک چې مرستې ته اړ وي مرسته ورسره وکړه، پر ځمکه یې کښېنوه، د مرستې تر رسېدو پورې یې له وېرې راوباسه.

په ټوله کې، له کوره له وتلو یا کارځای ته له تللو مخکې مو باید موبایل پوره چارج ولري، چې د بېړني حالت پرمهال یې وکارولی شئ، همداشان لېفټ ته له ننوتلو مخکې د ودانۍ له ساتونکي د برېښنا د معمولې پرچاوۍ د وختونو په اړه هم وپوښتئ، د ودانۍ د ساتونکي شمېره باید ولرئ یا د خپل کوم ګاونډي د اړیکې شمېره، چې همدا کسان د چټکې مرستې پرمهال همکاري درسره وکړي.