د بوینګ سټارلاینر سپوږمکۍ له ستورمزلو پرته ځمکې ته راستنه شوه

د عکس سرچینه، NASA
د بوینګ سټارلاینر فضايي بېړۍ د نیو مکسیکو په دښته کې په بریالیتوب سره نن (سپتمبر اومه) کښته شوه.
خو هغه ستورمزلي، چې باید له دې فضايي بېړۍ سره یوځای د تشیال له نړیوال تمځای څخه ځمکې ته راکښته شوي وای همالته پاتې شوي دي.
یاده فضايي بېړۍ، چې لومړی ځل تشیال ته وتوغولو شوه له استولو لږ وروسته یې تخنیکي ستونزه پیدا کړه.
دا ستونزه د دې لامل شوه، چې د امریکا فضایي ادارې یا ناسا پرېکړه وکړه، هغه دوه ستور مزلي، چې اټکل شوې وه ځمکې ته راکښته شي د خوندیتوب لپاره د تشیال نړیوال تمځای کې پاتې شول.
تمه کېږي، چې یاد دوه ستورمزلي به د تشیال په نړیوال تمځای کې له اتو میاشتو تېرولو وروسته یعنې د ۲۰۲۵ کال فبروري میاشت کې د سپیس اېکس په فضايي بېړۍ کې ځمکې ته راکښته شي.
د امریکا فضايي اداره ناسا وايي، چې دواړه ستورمزلي ښه لوړه روحیه لري او له خپلو کورنیو سره په منظم ډول تماس کې دي.

د عکس سرچینه، NASA
ځمکې ته د بوینګ سټارلاینر سپوږمکۍ راستنېدو شپږ ساعته وخت ونیوه.
یاده سپوږمکۍ د ځمکې اتموسفیر ته له ننوتلو وروسته د ژغورنې له چتر یا پاراشوټ څخه کار واخیستل شو، چې چټکتیا یې راکمه کړي.
دا فضايي بېړۍ په نیو مکسیکو کې د وایټ سنډز فضايي تمځای کې پر ځمکه کښېناسته.
د ناسا د سوداګریزو پروګرامونو مشر سټیو سټیچ یوې خبري غونډې ته وویل، دواړه ستورمزلي له خپلو دندو سره ډېره مینه لري.
نوموړي وویل: "دوی د دې پړاو د پرمختګ او په خوندي ډول د فضايي بېړۍ راکښته کولو په اهمیت پوهېږي."
دا له ستور مزلو سره د بوینګ سټارلاینر فضايي بېړۍ لومړۍ ازموینه وه.
خو یاده فضايي بېړۍ د فلوریډا له کیپ کاناورال تمځای څخه له توغولو وروسته د جون په ۵ مه له ستونزو سره مخامخ شوه.

د عکس سرچینه، ESA/EUCLID/EUCLID CONSORTIUM/NASA
د دې بېړۍ هغه برخه چې د سونتوکو پمپول یې په غاړه وو، هیلیم ورڅخه لیک یا راوتل چې له دې سره یې ځینو ماشینونو کار پرېښود.
د هیلیمو د ګازو فشار په تشیال کې د سپوږمکۍ مخ په وړاندې تګ او بېرته ځمکې ته د راکښته کېدو پر مهال د چټکتیا کمېدو لپاره کارول کېږي.
د ماموریت په بهیر کې د هیلیم بهرکېدو څلور نورې پېښې هم رامنځ شوې، چې په تشیال کې ۲۸ فضايي ګرځندویه چارې یې پنځو ته را کمې شوې او له دې سره فضايي بېړۍ د تشیال په نړیوال تمځای کې ودرېده.
د ناسا او بوینګ انجینرانو څو میاشتې د تخنیکي ستونزو په څېړلو تېرې کړې، خو د اګست په وروستیو کې ناسا پرېکړه وکړه، چې سټارلاینر دومره خوندي نه ده، چې ستورمزلي دې په کې ځمکې ته راستانه شي.











