عراقي زندان کې د داعش سلګونه بندي ښځو د نه خوړو اعتصاب

زندان

بي بي سي ته ویل شوي، چې د عراق پلازمېنې بغداد تر ټولو ټینګ زندان کې د "اسلامي دولت" ډلې لږ تر لږه ۴۰۰ بندي ښځو د دویمې اونۍ لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

دوی له دې کبله بندیانې شوې دي چې ګنې له "اسلامي دولت" سره تړاو لري،‌ خو دوی وايي په ظالمانه توګه محاکمه شوې دي.

ویل کېږي چې د نه خوړو په دې معتصبانو کې د روسیې، ترکیې، اذربایجان، اوکرایین، سوریې، فرانسې، جرمني او امریکا وګړي هم دي.

باور کېږي چې ۱۰۰ ماشومان هم هلته له دوی سره بندیان شوي.

"اسلامي دولت" (داعش)‌ نومې ډلې په سوریه او عراق کې د اسلامي خلافت د جوړېدو لپاره وحشیانه بریدونه کړي چې پنځو کلونو کې د زرګونه کسانو د وژل کېدو او له خپلو مېنو د تښتېدو لامل شوي.

په ۲۰۱۷ کال د دغې ډلې له ړنګېدو وروسته، د دوی لسګونه زره پخواني غړي ونیول شول.‌ ګومان کېږي چې ګڼ نیول شوي سړي یې اعدام شول، خو زرګونه ښځې او ماشومان لا هم په زندانونو کې دي.

که څه هم ځینې غړي یې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شول، خو ډېری یې د سوریې او عراق په زندانونو کې دي.

بي بي سي ته په یوه استول شوې وېډیو کې چې بغداد کې د ښځو د زندان د ننه ثبت شوې، پر ډبرین غولې داسې ښځې ښکاري چې هېڅ د خوځېدو نه دي.

باور کېږي چې د نه خوړو اعتصاب کوونکو د اپریل له ۲۴ راهیسې هېڅ نه دي خوړلي.

بي بي سي ته ویل شوي، چې د نه خوړو پر لومړۍ ورځ، اعتصاب کوونکو د ورځې یوازې نیمه پیاله اوبه څښلې،‌ خو ځینو بندي ښځو اوس پر ځانونو اوبه هم درولې دي.

په وېډیو کې کوچني ماشومان هم ښکاري او ویل کېږي چې ډېری یې په همدې زندان کې زیږېدلي.

زندان

بي بي س‍ي ته ویل شوي چې پر دغو ښځو د ۱۵ تر عمري بنده د زندان حکمونه شوي. پر ځینو ښځو د اعدام حکمونه هم ختلي،‌ خو تر اویه هېڅ کومه یوه نه ده اعدام شوې.

بندیانو ښځو د نه خوړو اعتصاب ته ځکه مخه کړې چې د دوی په حق او د زندان د ناوړه وضعیت په اړه شوي حکمونه ظالمانه دي.

یوې روسۍ ښځې د زندان د ننه پر ټیلیفون په ناقانونه توګه ویلي، تر خوشي کېدو پورې به دا هېڅ ونه خوري.

دا وايي، په ۱۰ دقیقه ییزه محاکمه کې پرې د ۱۵ کلونو بند سزا وختله او په زور اعتراف او لاسلیک ترې واخیستل شول.‌

دا وايي، اعتراف‌لیک په عربي ژبه لیکل شوی و چې دې نه لوستلی او نه پرې پوهېدلی شوه. دا هم پکې لیکل شوي وو چې ګنې په موصل کې له سولې سره نیول شوې، خو دا دغه دواړه تورونه ردوي.

نیول شوې ښځې وايي، د خپلو هېوادونو له سفارتونو سره هېڅ اړیکه نه. لري او نه هم دیپلوماتان د دوی محاکمو ته حاضر شوي.

زندان

دغو ښځو ویلي، په تېرو شپږو کلونو کې د الرصافة زندان کې شاوخوا ۶۰ ښځو له ۳۰ ماشومانو سره سا ورکړې ده.

یوې ښځې ویلي، یو بل درې کلن ماشوم هم مړ شو.

یاد زندان د بغداد ختیځ کې دی چې د بېلابېلو جرمونو لرونکې ښځې پکې ساتل کېږي، خو ټولې بندیانې یې د ترهګرۍ په تور نه دي نیول شوې.

یوې بندۍ ویلي، په زندان کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وه چې ډېر کله به وهل کېده او غیر انساني رویه ورسره کېدله.

د عراق د عدلیې وزارت په پریل میاشت کې وویل، چې د زندان مدیر یې له زندان نه د یوه غږیز پیغام د افشا کېدو له کبله له دندې شړلی دی.‌

وزارت مني چې د رصافه زندان کې تر خپلې اندازې څلور برابره ډېر بندیان ساتل کېږي.

د عراق حکومت د ښځو د نه خوړو د اعتصاب او د زندان و وضعیت په اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب ونه وایه. خو وړاندې یې ویلي وو چې غواړي له هغو ښځو سره خپلو اصلي هېوادونو ته په ستنولو کې مرسته کوي چې هېڅ جرم پرې ثابت نه شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو، له ګڼو بنديانو له داعش ډلې سره د تړاو لرلو په تړاو په زور اعتراف اخیستل شوی او د اعدام حکمونه ‌پرې ختلي دي.

د عراق پارلمان کې د بشر حقونو جرګګۍ عراقي چارواکي هڅولي چې د داعش په تړاو نیول شوي بهرني وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

شمیمه بیګم له داعش سره د تړاو په تړاو له نیول شویو ښځو یوه ده. دا محصله وه او په ۲۰۱۵ کال یې سوریې ته له بریتانیا سفر کړی و چې لاهم د سوریې شمال یوه کمپ کې بندۍ ده.‌