د بریتانیا ستره محکمه: شمیمه بېګم بېرته هېواد ته نشي راتلی

د عکس سرچینه، BBC News
د بریتانيا سترې محکمې د پرېکړې له مخې، شميمه بېګم چې په ماشومتوب کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې يا داعش سره د يو ځای کېدو لپاره له بريتانيا سوريې ته تللې وه د خپل تابعيت قضيې لپاره بېرته بريتانيا ته د ورتلو اجازه نه لري.
د دغې محکمې پرېکړه کې ويل شوي، هغې ته د بېرته راستندو اجازې نه ورکولو له امله د هغې له حقونو سرغړونه نه ده شوې.
شميمه بېګم چې ۲۱ کاله عمر لري غواړي د هغې پرېکړې پر ضد مبارز وکړي چې له مخې يې ترې د بريتانيا تابعيت اخيستل شوی دی.
شميمه بېګم اوس د سوريې شمال په يوه کمپ کې چې د وسله والو ساتونکو له خوا اداره کېږی ژوند کوي.
شمیمه بېګم په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال چې د ۱۵ کالو وه د ښوونځې له دوو نورو نجونو سره له بريتانيا څخه د داعش سره د يو ځای کېدو لپاره سوريې ته ولاړه. په ۲۰۱۹ کال کې د بريتانيا هغه مهال د کورنيو چارو وزير ساجد جاويد د نوموړې برتانوي تابعيت بېرته اخيستو پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، BBC News
تېره جولای مياشت کې د بريتانيا استيناف محکمې پرېکړه وکړه، چې نوموړې ته دې اجازه ورکړل شي چې بريتانيا ته راشي او د خپل تابعيت د پرېکړې پر ضد له دې ځايه مبارزه وکړي، ځکه په وينا يې نوموړې د سوريې شمال کې له کمپه د پرېکړې پر وړاندې اغېزمنه مبارزه نشي کولی.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت بيا له سترې محکمې وغوښتل چې د استيناف محکمې پر پرېکړه غور وکړي، ځکه په وينا يې دې ته اجازه ورکول به "ملي امنيت ته ګواښ پېښ" کړي.
د جمعې پر ورځ د سترې محکمې مشر لارډ ريډ وويل، حکومت د دې اجازه لري چې بريتانيا ته اغلې بېګم د بېرته راتګ مخ ونيسي.
وړاندې مېرمن بېګم ويلي وو چې د بريتانیا حکومت له خوا له هغې د تابعیت اخیستل ناقانونه دي، ځکه دا یې بې تابعیت کړه. د نړیوال قانون له مخې له یوه کس یوازې په هغه حالت کې تابعیت اخیستل کیږي چې هغه د بل هېواد تابعیت اخستلو حق ولري.
د نوموړې مور او پلار د بنګله دېش دي خو په ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې اغلې بېګم بنګله دېشۍ نه ده او 'داسې هېڅ پوښتنه مطرح نه ده' چې دغه هېواد کې (د ورتلو) اجازه ورکړل شي.











