د تابعیت په تړاو د شمیمه بېګم استیناف غوښتنه لومړي پړاو کې رد شوه

د عکس سرچینه، PA
د برتانوي حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې له شمیمه بېګم نومې ښځې یې د برتانوي تابعیت بېرته اخیستو په هکله کړې وه، د استیناف غوښتنې لومړی پړاو رد شوی دی.
شمیمه بېګم چې اوس ۲۰ کلنه ده او د سوریې په روج نومي کمپ کې اوسي، په ۲۰۱۵ کال کې چې کله ۱۵ کلنه وه له داعش وسله والو سره د ملګرتیا لپاره له لندنه ووته.
وروسته د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې شمیمه بېګم د سوریې د کډوالو یوه کمپ کې وموندل شوه.
له هغه یوه میاشت وروسته د برتانیا د هغه مهال کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید له نوموړې د برتانوي تابعیت بېرته اخیستو پرېکړه وکړه.
یوې محکمې پرېکړه وکړه، چې له شمیمه بېګم ځکه تابعیت اخیستل کېدای شي، چې نوموړې بې تابعیته نه پاتې کېږي.
د کډوالۍ استیناف غوښتنې یوه ځانګړې نیمه علني محکمه (ایس ای اي سي) چې د ملي امنیت اړوند قضیې څېړي وايي، شمیمه بیګم کولای شي د تابعیت اخیستو لپاره لاړه شي.
د نړیوال قانون له مخې له داسې کسانو تابعیت اخیستل چې بې تابعیته پاتې کېږي، غیر قانوني چاره بلل کېږي. خو د شمیمه بېګم په قضیه کې دغه کمېسیون وايي، نوموړې ''له اره د بنګله دېش تابعیت لري. ''
داسې باور کېږي چې اغلې بېګم د خپلې مور په لاس بنګه دېش کې د تابعیت اخیستو غوښتنه کړې.
بل لور ته د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د بنګله دېش بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې اغلې بېګم بنګله دېشۍ نه ده او 'داسې هېڅ پوښتنه مطرح نه ده ' چې دغه هېواد کې (د ورتلو) اجازه ورکړل شي.
بل لور ته د شمیمه بېګم مدافع وکیل دانیل فورنیز وايي، موکله به یې د دغې پرېکړې خلاف په فوق العادي بېړنیزه بڼه 'سملاسي استیناف غوښتنه پیل کړي '.

د عکس سرچینه، MET POLICE
د پرېکړې اعلان پر مهال قاضي دورون بلوم وویل، که څه هم داسې اندېښنې وې، چې په سوریه کې مېشته شمیمه بېګم به څنګه د لندن په محاکمه کې برخه اخلي، خو په خبره یې د دې ستونزو مانا دا نه ده، چې د کورنیو چارو وزارت پرېکړه دې بدله شي.
نوموړي وویل: ''داسې ښکارې چې دې (اغلې بېګم) په ظاهره خپله خوښه برتانیا پرې ایښې وه، او دا د پرېکړې له کبله له برتانیا بهر نه ده پاتې شوې. ''
د برتانیا کورنیو چارو وزارت د پرېکړې هرکلی کړی او وايي ''دا به مناسبه نه وي، چې د محاکمې بهیر لا روان دی او په دې هکله څه وویل شي ''.
قضیه کې به اوس پر دې غور کېږي چې ایا حکومت د ملي امنیت په تړاو داسې روا دلیل درلود چې له مخې برتانیا ته له ستنېدو د اغلې بیګم مخه نیولې.








