کاناډا وايي، سوریې ته د ''داعش ناوې'' لېږدولو کې د خپل جاسوس د رول په هکله معلومات راټولوي

- Author, ماټ مورفهې
- دنده, بي بي سي نیوز
کاناډا چارواکي وايي، د هغې ادعا په هکله به معلومات راټول کړي، چې د دې هېواد یوه جاسوس د بریتانیا درې زدکوونکې سوریې ته قاچاق کړې وې.
د بي بي سي یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې د شمیمه بیګم په ګډون چې له بریتانیا وتښتېده او په سوریه کې له داعش ډلې سره یو ځای شوه، درې نجونې یوه کاناډايي جاسوس هلته لېږدولې وې.
د کاناډا لومړی وزیر جستین ټروډو وايي، دوی به د اصولو په چوکاټ کې دې موضوع ته ''کتنه وکړي. ''
خو نوموړي د خپلو څارګرو ادارو دفاع وکړه، چې په وینا یې ''په ډېره خطرناکه نړۍ کې یې هېواد خوندي ساتلی. '
ښاغلي تروډو د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې هکله وویل: ''په ترهګرۍ ضد جګړه کې زموږ څارګرې ادارې باید د تل په څېر په خپل فعالیت کې انعطاف پذیر او خلاق واوسي. خو د لارې اوږدو کې د هرګام لپاره دوی سختو اصولو او او هغو ارزښتونو ته ژمن دي چې کاناډایانو ته ګران دي. په دې کې د حقونو او ازادیو منشور هم شامل دی، زموږ تمه دا ده چې پر دې اصولو به عمل شوی وي. ''
نوموړي زیاته کړه:ما ته معلومه ده، چې د ماضي د ځینو ځانګړو عملیاتو او پېښو په هکله پوښتنې شته، موږ به یقیناً دې ته کتنه وکړو. ''
اغلې بېګم هغه وخت ۱۵ کلنه وه، چې د ختیځ لندن له دوو نورو زدکوونکو ۱۶ کلنې خدیجه سلطانه او ۱۵ کلنې امیره عباسي سره یو ځای سوریې ته تللې وه او له داعش وسله والو سره یو ځای شوې وه.
دوی له محمد راشد سره لیدلي وو، چې د ترکیې له استانبول یې د سوریې تر هغو سیمو پورې چې هغه وخت د داعش په ولکه کې وې، د سفر زمینه ورته برابره کړې وه.
د اغلې بېګم مدافع وکیلان دلیل وړاندې کوي چې نوموړې د انساني قاچاق قرباني شوې.
بل لور د داعش ضد ټلوالې اړوند یوې څارګرې ادارې یوه مهم چارواکي بي بي سي ته تائید کړې چې راشد چې سوریې ته یې خلک قاچاق کول، د کاناډا استخباراتي ادارو ته معلومات ورکول.
بي بي سي د راشد په هکله یوه دوسیه ترلاسه کړې، چې د نوموړي په تړاو امنیتي ادارو پکې معلومات راټول کړي او دغه راز د ده د کمپیوټر له هارډوئیره ترلاسه شوي معلومات لري، چې د هغه د فعالیت په هکله فوق العاده جزیات پکې یو ځای شوي دي.










