هند کې ولې د زعفرانو تولید په کمېدو دی؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د هند تر واک لاندې کشمیر په سپینو واورو د پوښلو غرونو لمنو کې پامپور ښار پروت دی.
پامپور سربېره پر دې چې یو د لیدو وړ ځای دی، د هند لپاره د زعفرانو مرکز هم دی. زعفران د درملیز اهمیت له کبله دومره ارزښتناک دي چې ځینې وخت سره زر هم ورته ویل کېږي.
زعفران چې له کراکس بوټي مشتق شوي، هر کیلوګرام یې کابو ۱۵۰۰ ډالره (نژدې ۱۲۰۰ پونډه/ ۱۰۶۴۰ افغانۍ) قېمت لري.
په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د ښار چم ګاونډ پر ارغواني رنګ بدلېږي، ځکه چې د کراکس بوټي پکې غوړېږي.
په مني کې د حاصل راټولولو پېچلی کار هم پیلېږي، ژور سره تارونه یې د څرګندې نښې په نوم یادېږي له کراکس جلا کېږي او وچېږي چې زعفران ترې جوړ شي.
د هند د زعفرانو نژدې ۹۰ سلنه تولید له کشمیره پوره کېږي؛ هغه ځای چې له څو پېړیو راهیسې هلته کرل کېږي.
مونیس میر د خپل خېل څلورم نسل کې راځي چې پلرونو یې هم د زعفرانو کاروبار کاوه.
دی وايي، یوازې د یوې کیلو زعفرانو د تولید او حاصل لپاره د ۲۰۰،۰۰۰ او ۳۰۰،۰۰۰ ګلانو (د زعفرانو د پیازو) کرلو ته اړتیا ده.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دی وايي، "دا یو ډېر کار غوښتونکی صنعت دی چې هر بهیر یې – له کرلو نیولې تر غوټۍ کېدو، بیا ارغواني کېدو او بالاخره ډلبندۍ پورې په دقت ماهر ګارګران غواړي چې دا کار دلته له لسیزو راهیسې روان دی".
ښاغلی میر زیاتوي، کروندې یې د کال په اوږدو کې لږ تولید درلود. خو داسې وخت هم و چې کراکس یې د رسېدو په یوه فصل کې پنځه ځلې ګلان ورکول، اوس دا شمېر دوو یا دریو ته راټیټ شوی دی.
نوموړی د دې کار پړه پر نامنظمو ورښتونو او د تودوخې د درجې پر لوړوالي اچوي، چې وايي ددې لامل کېږي چې د کراکس د کرلو لپاره ځمکه ډېره وچېږي.
هغو ساینسپوهانو چې د زعفران په اړه یې څېړنې کړې منلې چې د کرکېلې لپاره شرایط سخت شوي دي.
د کشمیر پوهنتون د کرنې او ساینس او ټیکنالوجۍ برخې د شېر کشمیر څېړنیز مرکز مشر ډاکټر بشیر علي وايي "د هوا بدلون یو واقعیت دی او د زعفرانو د کروندګرو لپاره ویجاړی رامنځ ته کوي".
"نامنظم بارانونه او واوره هم د وضعیت خرابېدو کې برخه لري. هغه کروندې چې لس کاله مخکې یې ډېر زعفران کول، اوس ډېر زعفران نه پکې کېږي."

د عکس سرچینه، SAMEER YARDI
کشمیر کې د زعفرانو د تولید لپاره ځانګړې شوې ځمکه د هند تر ولکې لاندې ده.
په ۱۹۹۶ کال کې هلته د زعفرانو د کرکېلې لپاره نژدې ۵۷۰۰ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۱۲۰ جرېبو ته راټیټه شوه.
ښاغلی میر د هوا د بدلون سربېره د زعفرانو کروندو ته د ښارونو او د کلیوالو سیمو غځېدل هم د دغه قېمتي بوټي د کرکېلې د کمېدو یو بل لامل ګڼي.
شېلیش مودک له ۱۳ کلونو راهیسې یو سافټویر انجینر دی چې د هند پونه کې- له پامپور سوېل ته ۱۴۰۰ مایله لیرې اوسېږي.
که څه هم ښاغلي مودک ته ښه خواري جوړېده، خو وايي چې له خپل کاروبار راضي نه و او په ۲۰۱۶ کال کې یې د خپل کار پرېښودو هوډ وکړ.
دی وايي "ما ټینګار درلود چې خپل برخلیک مې پخپل لاس کې وي".
د هغه لومړنی کار د شاتو د مچیو ساتنه وه، خو وايي چندان ګټه یې نه وه.
دی وايي "مچیو هره ورځ زما ډېری کارمان چیچل او لېږدول یې پر یوه ستونزه بدل شول".

د عکس سرچینه، SAMEER YARDI
همدا وو چې ده د مچیو کاروبار خوشی کړ او د زعفرانو تولید ته یې مخه کړه، هیله یې دا وه چې کراکس بوټي داسې وروزي چې په سربندو وزلو کې ولېږدول شي.
دغه بوټی د خاورې پر ځای په رطوبت لرونکو پایپونو کې کرل کېږي.
ښاغلي مودک یو داسې سافټویر هم جوړ کړ چې هر څه پخپل ټیلیفون کې له لیرې کنټرول کړي.
دی وايي د کرنې پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه له حده وتلې هوا پورې اړه لري. د هوا په بدلېدو سره کرنیز محصولات ناکامېږي همدا وو چې پرېکړه مې وکړه له هیډروپونیک – له خاورې پرته کرنیز- سیستم ګټه واخلم.
تېر کال هغه خپل نیمايي ملکیت زعفرانو ته ځانګړی کړی و چې ۷۰۰ ګرامه تولید یې درلود. سږ کال یوازې مصالحه جات تولیدوي.
دی وايي اوس په ازمېښتي پړاو کې دی، هر څه زدکوي چې څنګه زعفران پکې وده وکړي.











