تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د اوبو د چارو تنظیم لپاره یو پلاوی ټاکلی
د طالبانو حکومت د اوبو د چارو د تنظیم لپاره یو پلاوی ټاکلی چې په سر کې یې د طالبانو د رییس الوزرا اداري اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دی.
د طالبانو اړوندو رسنیو په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو حکومت د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او مسکن جوړونې وزیرانو او د ځینو نورو وزارتونو د مرستیالانو په حضور کې غونډه وشوه.
په کابل کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی له پخوا یوه ستونزه وه، چې تېر ژمی ډېره جدي شوه او اوړی هم خلک د پاکو اوبو موندلو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
طالبانو دا پلاوی داسې مهال ګومارلی چې د افغانستان په شمال قوش تپه کانال پروژې لومړی پړاو په بشپړېدو دی، خو د کانال څو کیلومترۍ کې د شاوخوا ځمکو ملکیت پر یوه لانجمنه مسله بدل شوی.
طالبانو لا تر اوسه ددې پروژې په باب د نوي ټاکل شوي پلاوي د واکونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د قوش تپې کانال پروژې د اوبو لېږد په افغانستان کې د اوبو د لېږد له یوې لویې پروژې امو سیند نه پیلېږي چې کابو اوه زره کسان پکې په کار بوخت دي. وړاندې د اړوندې پروژې چارواکو ویلي وو چې د سږ کال تر چنګاښ/سرطان میاشتې به یې د لومړي پړاو کار بشپړ شي.
ویل شوي چې د قوش تپې کانال له بشپړېدو سره به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې خړوبه شي. د دې پروژې د لومړي فاز بودیجه اته اعشاریه ۲ میلیارده افغانۍ (۱٫۲ میلیون) ډالره ده.
طالبانو د اوبو د چارو تنظیم ته داسې مهال پلاوی ټاکلی، چې افغانستان ته د ازبکستان یو جګپوړی پلاوی افغانستان ته تللی چې د ترانزیت او اقتصادي همکاریو په برخه کې له یو بل سره تجربې شریکې کړي.
دغه پلاوی تېره ورځ تورخم ته تللی و چې منځنۍ اسیا ته د افغانستان ترانزیتي لارې جاج واخلي.
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د دغه هېواد د اوبو لګولو وزیر له لومړي مرستیال عظیم جان نظروف او کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي.
ازبکستاني پلاوي د طالبانو د کرنې له وزیر عطاءالله عمري سره ناسته کې ژمنه کړې چې د کرنې بېلابېلو برخو کې به همکاري کوي او د قوش تپې کانال د کارونو پرمختګ کې له "تاسو سره همکاري کولو شو."