تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سامسنګ وايي د ۲۰۲۴ کال لومړیو درېیو میاشتو کې یې ګټه ۱۰ برابره لوړه شوې
د بریښنايي وسایلو جوړونکې سامسنګ کمپنۍ ویلي تمه لري چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې به یې ګټه د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۰ برابره لوړه وي.
لامل دا ښودل شوی چې له کورونا وېروس وبا وروسته نړۍ کې د چېپونو او د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ تولیداتو تقاضا لوړه شوې ده.
سامسنګ د نړۍ په کچه د چېپونو، ځیرکو تلېفونونو او تلویزیونونو تر ټولو ستره کمپنۍ ده.
ټاکلې دا کمپنۍ خپل بشپړ مالي رپوت د اپرېل پر ۳۰مه خپور کړي.
سامسنګ اټکل کړی چې د روان کال له جنورۍ تر مارچ پورې یې عملیاتي ګټه ۴ اعشاریه ۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي چې د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۹۳۱ سلنه لوړوالی ښيي.
مخکینیو وړاندوینو کې د سامسنګ ګټه تر دې ټېټه اټکل شوې وه.
ویل کېږي نړیوال مارکېټ کې له یوه کال سوړبازارۍ وروسته د سېميکانډکټرونو د بیو بېرته لوړېدو د سامسنګ له عوایدو سره مرسته کړې.
اټکل دا دی چې د تېر کال په اوږدو کې د مېموري چېپونو بیې شاوخوا پنځه برابره لوړې شوې دي.
د سېميکانډکټرونو تولید د سامسنګ د عوایدو تر ټولو ستره سرچینه ګنل کېږي.
تمه دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په غوړېدونکو ټېکنالوژیو کې کارېدو ته په کتو به روان کال هم د سېميکانډکټرونو تقاضا لوړه پاته شي.
تایوان کې د اپریل د درېیمې ځواکمنې زلزلې د چېپونو صادرات او پر وخت یې نړیوال بازار ته رسېدل اغېزمن کړی او دا له سامسنګ سره مرسته کوي چې خپلې بیې یو څه نورې هم لوړې کړي.
د 'ټياېساېمسي' په ګډون چې اپل او نویډیا شرکتونه کمالوي، بېلابېل چېپ جوړونکي شرکتونه په تایوان کې دېره دي.
که څه هم ټياېساېمسي ويلي چې زلزلې یې تولیدات ډېر نه دي اغېزمن کړي، خو عملیاتي چارې یې بیا هم یو څه ټکنې شوې دي.
سامسنګ تېره جنورۍ کې خپل نوي ګلکسي اېس-۲۴ ځیرکت تلیفونونه بازار ته را وایستل.
تمه دا ده چې له دې اړخه به هم د دې کمپنۍ عواید لوړ شي.