تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تایوان کې زورورې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې؛ ۸۰۰ کسان ټپیان دي او ګڼ ورک دي
په تایوان کې نن (چارشنبه) په تېرو دوه نیمو لسیزو کې تر ټولو زوروره زلزله شوې چې له کبله یې څو ودانۍ ړنګې شوې دي او ځينو خلکو ته مرګژوبله اوښتي ده.
د معلوماتو پر بنسټ، د زلزلې له کبله تر اوسه لږ تر لږه د لسو کسانو وژنه تائید شوي او شاوخوا سل نور لا درکه دي.
ژغورنډلو د نادرکه کسانو موندلو هڅې پیل کړي او ځينې ټپیان روغتونو ته لېږدل شوي دي. تر اوسه د شاوخوا ۸۰۰ کسانو د ژوبلېدو رپوټ ورکړل شوی دی.
دا وروستۍ شمېرې نه دي او چارواکو یې د زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.
د دغې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه څلور درجې ښودل شوی دی.
دا امریکا د جیولوژيکي څیړنو مرکز د دغې زلزلې مرکز د تایوان په شمال کې د ۱۸ کیلومتره په واټن کې پروت هوالین ښار بللی دی.
په همدې ښار کې یو شمېر ودانۍ له یوې مخې ویجاړې او ځينې درزونه لېدلې دي.
د زلزلې له کبله د یوه ستر پله نړیدو انځورونه هم خپاره شوي چې د دوه ښارونو تر منځ د تګ راتګ عمومي لار وه.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته یې د زلزلې لسګونه واړه ټکانونه هم حس کړي دي.
ویل کېږي زلزلې ډېر زیانونه د هوالین ښار کې اړولي او ځينې ودانۍ په خطرناک ډول چپه شوې دي.
د دغې زلزلې ټکانونه د هوالین ښاره سل کیلومتره لېرې د تایوان په مرکز ټایپیې کې هم حس شوي خو له پلازمینې د زیانونو رپوټونه لا نشته.