د اروپا د الوتونکي ګاډي ټکنالوژي په چین پلورل شوې

د الوتونکو ګاډو شا ته تخنیک چې پراختیا یې موندلې او په اروپا کې په بریالیتوب ازمایل شوی، یوه چینايي شرکت پېرلی دی.

د بي اېم ډبلیو ماشین او عادي تېلو په مټ سمبال هوايي ګاډي په ۲۰۲۱ کې د سلواکیا د دوو هوايي ډکرونو ترمنځ د ۳۵ دقیقو لپاره الوتنه وکړه،‌ د الوتنې او کښېناستو لپاره یې ځغاستلیکه وکاروله.

دا یوازې دوه دقیقې وخت نیسي چې موټر پر الوتکه بدل شي.

اوس به ددې ډیزاین پر بنسټ جوړ شوي ګاډي د چین په "ځانګړې جغرافیوي سیمه" کې کارول کېږي.

د Hebei Jianxin الوتونکو ګاډي د ټکنالوژۍ شرکت چې مرکزي دفتر یې په کانګژو کې دی په یوه نامعلومه سیمه کې د هوايي ګاډي- الوتکې د جوړولو او کارولو ځانګړي حقونه اخیستي دي.

انټون زجاک چې د هوايي ګاډي جوړوونکي KleinVision بنسټګر دی ویلي، دې شرکت له یوه سلواکي هوايي ګاډي جوړوونکي څخه له مخکېنۍ پېرنې وروسته خپل هوايي ډګر او د الوتنې ښوونځی جوړ کړی.

د برېښنايي ګاډو انقلاب د پرمختګ سرلاری چین اوس په فعاله توګه د الوتونکي ټرانسپورټ حللارې ته وده ورکوي.

تېره میاشت، د اوټو فلایټ په نامه شرکت د شنژن او ژوهای ښارونو ترمنځ د یوه مسافر وړونکي ډرون ازمېښتي الوتنه وکړه. دا سفر چې په ګاډي کې درې ساعته دی، په ۲۰ دقیقو کې پای ته ورسېد- ویل شوي په دې الوتونکي ګاډي کې مسافر نه وو.‌

په ۲۰۲۳ کې، د اي هنګ په نامه یوه چینايي شرکت ته د چین د حکومت له لوري د برېښنايي الوتونکي ټیکسي لپاره د خوندیتوب سند ورکړل شو. د انګلستان حکومت ویلي چې الوتونکی ټیکسي به ښايي ‌تر ۲۰۲۸ کال پورې په اسمان کې یوه منظمه ځانګړتیا ولري.

خو د ایرکار یا هوايي ګاډي برعکس، دغه مسافر وړونکی ډرون په عمودي ډول نه پورته کېدی او نه ښکته کېږي، بلکې ځغاستلیکې ته اړتیا لري.

KleinVision له دې ویلو ډډه کړې چې دا ټکنالوژي یې په څو پېرلی. ایرکار ته په ۲۰۲۲ کې د سلواک ټرانسپورټ ادارې د هوايي وړتیا سند ورکړ او ددې کال په پیل کې د یوټیوبر ښاغلي بیسټ له خوا خپره شوې وېډیو کې وښودل شو.

د دې ډول ټرانسپورټ لپاره د زېربنا، مقرراتو او ټکنالوژۍ عمومي منلو په برخه کې پاموړ خنډونه شته.