کېم جونګ اون د وسلو په تړاو خبرو لپاره ولادیمیر پوتین سره ګوري‌

واشنګټن وايي د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پلان لري چې روانه میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

یوه امریکايي چاراکي د بي‌بي‌سي امریکايي شریک سي‌بي‌اېس ته ویلي چې دواړه مشران به د پیونګ یانګ لخوا مسکو ته د اوکرایین په جګړه کې ملاتړ لپاره د وسلو ورکولو پر امکان خبرې وکړي.‌

تر اوسه د دې پلان شوې لیدنې ځای نه دی مشخص شوی.

خو نیویارک ټایمز لیکلي چې کېم جونګ اون ښايي د روسیې د ختیځو سواحلو په ولادیووستوک ښار کې له ولسمشر پوتین سره وګوري.

ځینو سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي، د شمالي کوریا مشر به غالبآ په زغره وال اورګاډي کې روسیې ته سفر وکړي.

د دې احتمالي لیدنې خبر داسې مهال ورکړ شوی، چې تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو داسې نوي مالومات یې ترلاسه کړي چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د وسلو په تړاو خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي و، د روسیې دفاع وزیر په دې وروستیو کې د دې لپاره پیونګ یانګ ته تللی چې دغه هېواد پر روسیې د توپچي مهماتو پلورلو ته قانع کړي.‌

د هغه د لیدنې پر مهال نندارې ته په ایښودل شویو وسلو کې د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی هواسونګ بالېستیک توغندی هم شامل و.‌

دا له کورونا وبا را وروسته لومړی ځل و چې ښاغلي کېم د یوه بهرني مېلمه کوربتوب کاوه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، د روسیې او شمالي‌ کوریا مشرانو تر هغې را وروسته "د خپلمنځي همکاریو د پراختیا غوښتنې" لپاره لیکونه هم سره تبادله کړي دي.

ښاغلي کربي وویل "موږ له شمالي کوریا غواړو چې له روسیې سره د وسلو په تړاو خبرې ودروي او پیونګ یانګ پر خپلې دې ژمنې عمل وکړي چې روسیې ته به وسلې نه ورکوي او نه به یې پرې پلوري."

هغه دا ګواښ هم کړی چې که شمالي کوریا روسیې ته وسلې ورکړي نو امریکا به یې پر خلاف د بندیزونو په ګډون ګامونه واخلي.‌

د یادونې ده چې مسکو او پیونګ یانګ دواړو مخکې له دې انکار کړی چې شمالي کوریا دې روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره وسلې ورکړې وي.

له دې سره جان اېورارډ‌ چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ پیونګ یانګ کې د بریتانیا سفیر پاتې شوی،‌ بي‌بي‌سي ته ویلي‌ اوس چې د دغه احتمالي سفر مالومات خپاره شوي، نو د دې امکان ډېر دی چې دا لیدنه ونشي.‌

نوموړی وايي‌ "کېم جونګ اون د خپل شخصي امنیت بشپړ خیال ساتي. هغه ډېره زیاته هڅه کوي چې د حرکات یې پټ پاتې شي، او که دا مالومه شوې وي چې هغه ولسمشر پوتین سره لیدو لپاره ولادیوستوک ته د سفر هوډ لري، نو ښايي دغه ټول پلان لغوه کړي."

ښاغلی اېورارډ زیاتوي‌، پیونګ یانګ پوهېږي چې مسکو د وسلو په لټه کې دی او ښايي‌ ډېره لوړه بیه پرې کېږدي.‌

نوموړی وايي، دا سمه ده چې شمالي کوریا د وسلو زېرمې لري، خو "په ناوړه وضعیت" کې ساتل شوې.‌