هغه ټاپو چې ځوانان ترې په ډلو ډلو وځي

الډرني
د عکس تشریح، په دې ټاپو کې تر ۲۰۰۰ ډېر عمر خوړلي وګړي ژوند کوي، چې د راتلونکې په اړه وېره لري.

د سمندر او د طلایي شګو په منځ کې پروت د چینل ټاپوګانو تر ټولو شمالي برخه، الډرني، له یوې ننګونې سره مخامخ ده.

په دې ټاپو کې تر ۲۰۰۰ ډېر عمر خوړلي وګړي ژوند کوي، چې د راتلونکې په اړه وېره لري.

هغه کسان چې په الډرني کې ژوند کوي وايي، د کار فرصتونو، ارزانه ترانسپورت او ان د ځینو کارونو د ترسره کولو لپاره د شیانو نشتوالی، د ځوانانو د وتلو لامل شوی.

د خیریه بنسټ کارکوونکې باربرا بینفیلډ په وینا، "که موږ ځوان نسل ونه شو ساتلی، زاړه نسل ته د پاملرنې په هڅه کې به له لویې ستونزې سره مخامخ شو."

اغلې بینفیلډ، چې په الډرني کې زېږېدلې او د ټاپو د (اېج کنسرن) خیریه ټولنه چلوي، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، "دا خیریه بنسټونه ښه نیت لري، د هغو زیاتره شیانو ملاتړ کوي چې زاړه خلک ورته اړتیا لري. زه هره ورځ ګورم چې دلته څومره د پاخه عمر خلک دي."

باربرا بینفیلډ وايي، هغه د نله ځوانانو پرته د ټاپو د راتلونکي په اړه وېره لري
د عکس تشریح، باربرا بینفیلډ وايي، هغه د نله ځوانانو پرته د ټاپو د راتلونکي په اړه وېره لري

هغې د اوږد مهاله روغتیایي اسانتیاوو د لګښتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د "جدي مالي ستونزو" وړاندوینه یې وکړه.

هغې د مالي اندېښنو په تړاو وویل، ډېری ځوانان د دندو په لټه کې ټاپو پرېږدي او کله چې دوی خپل ماشومان ولري بېرته نه راستنېږي.

د ۲۰۲۳ کال د سر شمېرنې له مخې، د الډرني ټاپو ۲،۱۶۷ وګړي لرل.

معلوماتو ښودلې چې د کار عمر لرونکو د هرو ۱۰۰ کسانو له ډلې ۸۳ "په نورو پورې تړلي" خلک وو، په دې معنی چې دوی له ۱۶ کالو کم عمره یا هم تقاعد شوي وو، چې د تېرې یوې لسیزې پرتله ۶۸ تنه پکې ډېر شوي دي.

هغه کسان چې د زړو خلکو د پاملرنې په لومړۍ کرښه کې دي خبرداری یې ورکړی، ټاپو ته اړتیا ده چې د راتلونکي لپاره "ځان چمتو کړي."

لیز باوسکل، چې په ټاپو کې د پاخه عمر لرونکو کسانو د استوګنیز ځای څارنه کوي او د پاملرنې اسانتیاوې هم چمتو کوي، وايي، "ما د خلکو د اړتیا له ډېروالي پرته، بل څه نه دي لیدلي."

"خطر دا دی چې موږ به په خدمتونو او احتمالي انتظار لیستونو کې لویې تشې ولرو."

الډرني

هغې د ټاپو د وګړو د شمېر څرګندولو په اړه وویل، "د ماشومانو او کډوالو تقاعد کونکو مخلوط شتون ویني."

هغې زیاته کړه، ډېری د کورنۍ له ملاتړه بې برخې دي چې "د یوې کوچنۍ جزیرې لپاره غیر معمول" و.

هغې وويل، عمر خوړلي خلک تر ډېره روغ او صحتمند وو، ډېر یې تر ۹۰ کالو په ټولنه کې د ژوند کولو توان درلود.

خو له دې سره سره هغې خبرداری ورکړ دا دوامداره نه دی.

هغې وويل، "تر هغه چې کولی شئ، د ګاونډیانو له ملاتړ او پاملرنې او زموږ د بنسټ له ملاتړه ګټه واخلئ."

"الډرني ښکلی دی، زه پوهېږم چې دلته خلک ولې غواړي تقاعد وکړي او موږ باید خپل زاړه وګړي ولمانځو."

"خو موږ دې ته هم اړتیا لرو، ځانونه د هغه وخت لپاره چمتو کړو، چې دا کسان پاملرنې ته اړتیا پیدا کوي او ډاډ ترلاسه کړو چې موږ دلته سمې سرچینې او خلک لرو."

ډوارډ هیل د هغه بنسټ مشر دی چې الډرني اداره کوي او په امریکا کې د وروستیو نظر پوښتنو له مخې لومړی مقام لري، وايي، بنسټیز بدلونونه اړین دي.

هغه وايي، "ما په تېرو دوو میاشتو کې څلور کورنۍ له لاسه ورکړې، چې نهه ماشومان یې درلودل."

"که لاس په کار نه شو، موږ به غیر متوازن وګړي ولرو."

"موږ به ونه شو کولی زړو خلکو ته خدمتونه چمتو کړو. په اصل کې د ټاپو اداره کولو توان به ونه لرو."

د الډرني ایالتونو د پالیسۍ او مالي کمیټې رئیس بل ابیل په وینا، د زړو خلکو شتون د ایالتونو د بودیجې د تشېدو لامل نه کېږي، ځکه ډېری اوسېدونکي "خپلې پیسې او تقاعد" لري.

په همدې حال کې هغه وايي، د روغتیايي پاملرنې بار یوه "لویه ننګونه" ده او ټاپو "ځوانانو ته اړتیا لري چې راشي".

'زه به دلته پاتې شم'

دا هغه ستونزې او ممکنه حل لارې دي، چې د ښاغلي کیرندوف په ذهن کې را ګرځي په ځانګړې توګه کله چې هغه د ټاپو د راتلونکي په اړه فکر کوي.

هغه وویل، "ستاسو د کور په اړه یو څه شته او غواړئ یې ساتنه وکړئ."

"زه بل هېڅوک نه پېژنم چې له دې ډول ټولنې راغلی وي."

"ما دا حقیقت منلی، که ټاکل شوي وي، زه دلته پاتې شم، دا به ډېر په زړه پورې او ځینې وختونه خورا یوازې وي."

هغه وايي، که ټاکل شوي وي، بدلون راشي، د ټاپو اوسېدونکي باید د نویو نظریو هرکلی وکړي.

هغه وویل، "زه به دلته تر هغه وخته پاتې شم، چې زه مثبت سېګنال ترلاسه کړم، دا ټاپو په سم لوري روان دی."