ولې ټرمپ کاناډا، پاناما او ګرینلنډ ته ګواښونه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سواميناتان ناتاراجان
- دنده, بيبيسي
یوازې څو اونۍ مخکې له دې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي، نوموړي د هغو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه چې د پاناما کانال او د ډنمارک خپلواکې سیمې ګرینلنډ د کنټرول لپاره به نظامي ګام وا نه خلي.
ټرمپ دا دواړه سیمې د امریکا د اقتصادي امنیت له اړخه ستراتیژیکې حیاتي سیمې بللې.
دا لومړی ځل و چې ټرمپ په ښکاره د امریکا د پوځ له لارې د لاس په کارېدو ملاتړ وکړ. هغه دا هم وویل چې له امریکا سره به د کاناډا د یو ځای کولو لپاره له اقتصادي فشارونو ګټه واخلي.
پاناما، ګرینلنډ، ډنمارک او کاناډا ټول د دې څرګندونو پر وړاندې قهرېدلي دي.
پاناما کانال

امریکا د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د پاناما کانال د خپلو سوداګریزو موخو لپاره جوړ کړاو خپل یې باله، خو د څو لسیزو اوږدو خبرو اترو وروسته، امریکا په ۱۹۹۹ کال کې د کانال بشپړ کنټرول پاناما ته وسپاره.
اوس، ټرمپ د ملي امنیت د اندېښنو په پلمه غواړي پر کانال بېرته واک تر لاسه کړي.
ټرمپ وویل: "د پاناما کانال زموږ هېواد لپاره حیاتي اهمیت لري. دا اوس د چین لخوا اداره کېږي او موږ پاناما کانال پاناما ته ورکړی و، چین ته نه. دوی له دې ډالۍ ناوړه ګټه اخیستې ده."
خو رسمي شمېرې د ټرمپ له دې نظر سره یوه خوله نه دي. د پاناما کانال ادارې په وینا، د کانال له لارې د امریکا د کارګو ټرافیک ۷۲ سلنه جوړوي، چې د ټولو ټرافیکو ډېره برخه ده. چینایی کارګو بیا شاوخوا ۲۲ سلنه جوړوي، چې په دویم کتار کې راځي. همداراز، چین هم په پاناما کې سترې اقتصادي پانګونې کړې.
کارپوهان وايي د پاناما کانال نه یوازې د امریکا لپاره د ارام سمندر په سوداګرۍ کې مهم دی، بلکې له چین سره د راتلونکي احتمالي پوځي شخړې په صورت کې هم حیاتي ارزښت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ مخکې هم پاناما تورنه کړې وه چې د کانال د کارولو لپاره د امریکا له کارګو کښتیو له اندازې ډېرې پیسې اخلي.
د "تروټ سوشیال" په خواله رسنۍ کې، د ټرمپ په حساب کې د امریکا بیرغ یو انځور ښودل شوی و چې د پاناما کانال په منځ کې درول شوی و.
په پاناما ښار کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال د پاناما د بهرنیو چارو وزیر جاوییر مارتینز-اچا، په ځواب کې وویل د پاناما کانال حاکمیت هېڅکله د مذاکرې وړ نه ده، مارتینز اچا وویل: "یوازېني لاسونه چې کانال کنټرولوي پانامایان دي او دا به همداسې دوام وکړي".
ګرینلنډ

ګرینلنډ د ډنمارک خپلواکې سیمې حیثیت لري او د نړۍ له هغو سیمو ده چې ډېر لږ نفوس لري.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، په ۲۰۱۹ کال د ګرینلنډ د پېرلو وړاندیز وکړ.
د ډنمارک صدراعظمې مېټې فریدریکسن د ټرمپ له راتلونکي ادارې سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې ګرینلنډ د خپلو خلکو ملکیت دی.
فریدریکسن وویل: "ګرینلنډ د ګرینلنډي خلکو لپاره دی. دا یو ویاړلی قوم دی چې خپله ژبه او کلتور لري او لکه څنګه چې مخکې ویلي وو، ګرینلنډ د پلور لپاره نه دی."
د ټرمپ لېوالتیا په دې برخه کې شاید ناڅاپي نه وي. دا سیمه د طبیعي زېرمو په شتمنۍ کې بډایه ده. د ډنمارک او ګرینلنډ د ځمکپېژندنې اړوندو څېړنو وېبپاڼې د دې سترې ټاپو په شتمنیو کې د قیمتي منرالونو او انرژۍ سرچینو اوږد لیست وړاندې کړی.
په دې کې د سرو زرو او پلاتین قیمتي زېرمې، اته نایابه عناصر لکه لیتیم، ټایټانیم او ځینې نور نایابه ځمکني عناصر، د انرژۍ سرچینې لکه د ډبرو سکاره او یورانیم او قیمتي ډبرې لکه الماس او یاقوت شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګرینلنډ کې د تېلو او ګازو د لویو زېرمو وړاندیزونه هم شوي دي، چې تراوسه یې ډېره برخه نه ده پلټل شوې یا ګټه ترې نده اخیستل شوې، خو د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي کنګلونو ویلې کېدو په پام کې نیولو سره، کېدای شي دا زېرمې د استخراج لپاره په نژدې راتلونکي کې د لاسرسي وړ شي.
خو د کمیابه وسپنې یا فلزاتو شتون – چې په ځانګړې توګه د بیټرۍ جوړولو لپاره کارول کېږي- ګرینلنډ ته ځانګړې ارزښت ورکوي. د نړیوال بانک د وړاندوېینې له مخې، د دغو موادو استخراج به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړیوالې اړتیا پوره کولو لپاره پنځه برابره ډېر شي او دا یوازې د امریکا لپاره نه، بلکې د چین لپاره هم ډېر مطلوب دي.
روسیه هم دغه سیمه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله مهمه ګڼي؛ ځکه چې د امریکا او روسیې ترمنځ پرته ده. واشنګټن لا دمخه په دې ټاپو کې یوه پوځي اډه لري، چې پکې د توغندیو د خبرداري یو سیسټم ځای پر ځای شوی دی.
ګرینلنډ اوس د خپلواکۍ پلوه لومړي وزیر موټی بورپ ایګډې له خوا رهبري کېږي. هغه په ډاګه ویلي چې ټاپو د پلور لپاره نه ده او وړاندیز یې کړی چې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه ممکن په اپرېل کې له پارلماني ټاکنو سره هممهاله ترسره شي.
کاناډا

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ په وروستیو اونیو کې په پرلهپسې ډول د امریکا د ستر ګاونډي کاناډا په اړه څرګندونې کړې دي چې دا هېواد به د امریکا ۵۱م ایالت شي او د دواړو هېوادونو تر منځ اوسنۍ پوله یې "مصنوعي" بللې ده.
ټرمپ ویلي چې امریکا په میلیاردونو ډالر د کاناډا پر ساتنې لګولي او د کاناډایي موټرو، لرګیو او شیدو د محصولاتو له واردولو سره یې مخالفت کړی دی. د مکسیکو په څېر، کاناډا هم د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امریکا کې د خپلو توکو د وارداتو لپاره د ۲۵ سلنه تعرفې له ګواښ سره مخامخېدونکې ده.
په مارا-لاګو کې د یوې اوږدې خبري ناستې پر مهال، ټرمپ د مکسیکو او کاناډا له سرحدونو د امریکا په لور د نشهيي موادو د قاچاق په اړه خپلې اندېښنې بیا تکرار کړې.
خو د امریکا د معلوماتو له مخې، د امریکا-کاناډا سرحد کې نیول شوې فینټانیل نشهيي مواد د جنوبي سرحد پرتله ډېر لږ دي.
کاناډا ژمنه کړې چې د سرحد په اوږدو کې به د امنیت نوي پراخ تدابیر پلي کړي، په دې کې د څارنې پیاوړتیا او د نړيوالو سازماني جرمونو پر وړاندې د ګډو ځواکونو د بریدونو ټیم جوړول شامل دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو چې تېره اونۍ یې له خپلې دندې استعفا وکړه د ټرمپ د دې وروستي ګواښ په ځواب کې - چې د کاناډا د خپلولو لپاره به "اقتصادي ځواک" وکاروي- لا هغه مهال چې لومړی وزیر و وویل، دا هېڅکله هم امکان نه لري. هغه ویلي "په دوزخ کې واورین غونډوسکی ځای نه لري."
د خولې خبرې یا حقیقت؟
د امریکا د ملي امنیت پخواني مرستیال مشاور جېمز جیفري بي بي سي ته ویلي چې ټرمپ نړیوالو متحدینو او خپلو کورنیو ملاتړو ته یو پیغام استوي. هغه وویل په امریکا کې داسې ناهیلي شته چې شتمن اروپایي متحدین د نړیوال امنیت په ساتلو کې کافي مرسته نه کوي.
جیفري د نظامي مداخلو امکان رد کړی دی.
هغه وویل: "موږ ګرینلنډ ته نه ورځو، کاناډا ته نه ورځو او د پاناما کانال نه نیسو. خو دا به څومره ګډوډي رامنځته کړي؟ دا یوه بله پوښتنه ده."
جیفري زیاته کړه: "نړیوال نظم ته ډونلډ ټرمپ نه دی ګواښ؛ نړیوال نظم ته روسیه او چین ګواښ دی."
د لندن د انډیپنډنټ ورځپاڼې سیاسي مدیر ډېوېډ میډاکس باور لري چې ټرمپ باید جدي وګڼل شي.
هغه بي بي سي ته وویل: "دا یو ډول امپریالیستي ټرمپ دی. هغه غواړي په ټوله نړۍ کې د امریکا نفوذ په حقیقي ډول ډېر کړي. دا جدي ګواښونه دي."
میډاکس زیاته کړه: "موږ به د ټرمپ د لومړۍ دورې د ادارې پرتله یوه ډېره بېثباته نړۍ وګورو."








