هغه خلک چې له خپل ډوبېدونکي ټاپو تښتېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګونزالو کیناډا او اګستینا لاټوریټ
- دنده, بي بي سي مونډو، پاناما
ډلفینو ډیوېس چې مسکا یې یوه شېبه هم نه ورکېږي وایي"که ټاپو ډوب شي، زه به ورسره غرق شم".
پر ټوله فضا سکوت او ارامي خپره ده، یوازې د کوچني موزیم پر ځمکه د هغه د جارو غږ لګي. هغه موزیم چې دی یې پاناما کې د خپلې ټولنې 'ګونا' د ژوند مستندولو لپاره چلوي.
دی وايي "مخکې، تاسې د ماشومانو غږونه اورېدلی شول... هر ځای کې موسیقي، ګاونډیان په لانجه کې وو، خو اوس ټول غږونه ورک شوي دي."
د هغه ټولنه، چې په ګاردي سوګډوب ټاپو کې اوسېږي، پاناما کې د اقلیمي بدلون له امله لومړنۍ بېځایه کېدونکې ټولنه ده.
حکومت ویلي دوی د سمندر د سطحې د لوړېدو له کبله له "سملاسي خطر" سره مخ دي چې ساینسپوهان وایي ښایي دا ټاپو تر ۲۰۵۰ کال پورې د اوسېدوجوګه پاتې نشي.
د تېر کال جون کې، د اوسېدونکو ډېرې برخې دغه تنګ او په لرګیو او حلبي ټوټو جوړ کورونه پرېښودل او په مینلینډ کې یې په معیاري جوړو کورونو ته پناه یووړه.

د هغوی دغه حرکت دا معنا لري چې یو کلتور او پېژندګلوي په ټاپو کې واکمنه وه چې یوه نوي ځمکني چاپېریال ته منتقل شي.
ځینو دا لېږدونه ستایلې ده چې دا د نړۍ په کچه د نورو هغو ډلو لپاره یوه نمونه ده، چې د کورونو ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو بیا هم دې حرکت د ټولنې ترمنځ وېش رامنځته کړی دی.
ډلفینو وایي: "زما پلار، زما ورور، زما خویندې او زما ملګري تللي دي." هغه وايي کله کله هغه ماشومان چې د هغوی کورنۍ پاتې شوي، ژاړي او پوښتنه کوي چې د هغوی ملګري چېرې تللي.
هر کور ته قلف اچول شوی. شاوخوا ۱۰۰۰ کسان تللي او یوازې شاوخوا ۱۰۰ پاتې دي - دا ځکه چې په نوي سیمه کې ځای کم و. نور- لکه ډلفینو په بشپړه توګه باور نه لري چې اقلیمي بدلون یو ګواښ دی یا یې نه غوښتل چې دا ځای پرېږدي.
هغه وايي غواړي د سمندر ترڅنګ پاتې شي، چې هغه دلته کبان نیولی شي. هغه زیاتوي: "هغه خلک چې خپل دود له لاسه ورکوي، خپل روح له لاسه ورکوي. زموږ د کلتور اصليت په ټاپوګانو کې دی".

ګونا قوم له ۱۹ مې پېړۍ راهیسې په ګرډي سوګډب ټاپو کې ژوند کوي او حتی له دې اوږده موده د پاناما د شمالي ساحل ته نژدې د دې ارخېپلاګو په نورو ټاپوګانو کې یې هم ډېر وخت تېر کړی. هغوی له اسپانوي فاتحانو د تېښتې لپاره له لویو ټاپوګانو تښتېدلي وو او وروسته د وباوو او له نورو اصلي خلکو سره د شخړو له امله هم دې ټاپوګانو ته کډه شوي.
هغوی د خپلو دودیزو جامو چې "مولاس" نومېږي له کبله پېژندل کېږي چې په رنګارنګ ډیزاینونو سینګار شوي.
ګونا اوس مهال پر څه باندې ۴۰ نورو ټاپوګانو هم مېشت او استوګن دي. سټیو پیټن، چې پاناما کې د سمېتسونین استوايي څېړنې د انستېتیوت کې ساینسپوه دی، وایي دا "نژدې یقیني" ده چې ډېری- که ټول نه وي، ټاپوګان به د دې پېړۍ تر پایه ډوب شي.
حکومت د پاناما په ساحلي ټولنو کې له ۶۰ زیاتې ټولنې د دې احتمال په توګه پیژندلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله په خطر کې وي.
د اقلیمي بدلون له امله، چې ځمکه ګرمېږي، د سمندر سطحې لوړېدو ته لاره پرانیزي لکه څنګه چې یخنۍ او کنګلي ټوټې ویلې کېږي او د اوبو له تودوخې سره د سمندر اوبه پراخېږي.
ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د نړۍ په ساحلي سیمو کې په سلګونو میلیونو خلک ممکن د دې پېړۍ تر پای پورې په خطر کې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګرډي سوګډب کې، د باراني موسم پرمهال پورته کېدونکې څپې کورونو ته ننوځي او تر هغو کښتۍ ورته زانګوګانو لاندې چې خلک پکې ویدېږي، رسیږي.
ښاغلی پیټن وایي: "د اوسنۍ او اټکل شوې سمندري سطحې د لوړېدو پر بنسټ، دا ډېر نادره ده چې تر ۲۰۵۰ پورې ټاپو د ژوند کولو وړ پاتې شي."
خو، د کډوالۍ لومړنۍ خبرې د نفوس د زیاتوالي له امله له یو لسیزې ډېرې مخکې پیل شوې وې، نه د اقلیمي بدلون له کبله.
دغه ټاپو یوازې ۴۰۰ متره اوږد او ۱۵۰ متره پراخ دی. ځینې اوسېدونکي په ټاپو کې د ګڼ نفوس شتون ډېره جدي ستونزه ګڼي، خو نور لکه ماګدلینا مارټینیز د سمندر د لوړېدو له امله اندېښمن دي.
هغه وايي "هر کال، موږ لیدل چې سمندر کچه له مخکې نه لوړه شوې وه. موږ پخپلو بخاریو کې خواړه نه شوای پخولی او تل به سېلابونه وو... نو موږ وویل چې موږ باید له دې ځایه ووځو."
ماګدلینا له هغو کسانو وه چې د تېر کال جون میاشت کې ماشیني او لرګینو کښتیو کې سپره شوې وه او خپل نوي کور ته ولاړه.
دا وايي "ما یوازې خپلې جامې او ځینې د پخلی وسایل راوړل. تاسې داسې احساس کوې لکه چې د خپل ژوند ځینې ټوټې په ټاپو کې پرېږدئ."

نوی ټولنه، ایزبریلا - که د هوا شرایط مناسب وي، له ګرډي سوګډب څخه یوازې ۱۵ دقیقې په کښتۍ او وروسته له هغې پنځه دقیقې په موټر کې واټن لري. خو دا داسې احساس کوي لکه بله نړۍ.
یو شان سپین او ژیړ کورونه د کرېړ شویو لارو پر اوږدو غاړو پراته دي.
کله چې ماګدلینا خپل کوچنی کور، چې له خپلې ۱۴ کلنې لمسۍ بیانکا او خپل سپي سره پکې اوسېږي، ښکاره کوي، نو سترګې یې ځلېږي.
هر کور شاته یوه کوچنۍ ځمکه لري – داسې عیش او ارام چې د ټاپو په سر کې نه شته. دا وايي "غواړم یُوکا، ټماټر، کېلې، انګور او اناناس وکرم".
هغه وايي "د یوه داسې ځای پرېښودل ډېر خواشینوونکي دي چې تاسو ډېر وخت پکې تېر کړی وې. خپل دوستان، هغه کوڅې چې پکې اوسېدلې یاست او له سمندر سره داسې نژدېوالی او هر څه به مو یادېږي."

ایزبریلا د پاناما د حکومت له ۱۵ میلیونه ډالرو او د انترامریکایي پراختیایي بانک له اضافي تمویل سره جوړ شوی دی.
د کېناستو په خپله نوې خونه، چې په دودیزه بڼه په ښاخونو او پاڼو پوښل شوې ده، د ټولنې مشر (سیلا) ټیټو لوپیز انتظار کوي.
هغه وايي "زما هویت او کلتور به بدل نشي، یوازې کورونه بدل شوي دي".
هغه په زانګو ډوله بستره کې پروت دی او وايي تر هغو چې دې بسترې د ګونا په کلتور کې خپل ځای ساتلی وي، د ګونا خلکو زړه به ژوندی وي."
کله چې یو ګونا مړ شي، هغه په خپله بستره کې یو ورځ پاتې کېږي چې کورنۍ او دوستان یې وکتلی شي. وروسته یې له زانګو ډوله بسترې سره نژدې خاورو ته سپارل کیږي.


دغلته اوسېدونکو په ځینو نویو کورونو کې زانګو-بسترې ځای پر ځای کړې دي. په نوي عصري ښوونځي کې، د ۱۲ او ۱۳ کلونو عمر لرونکي زدکوونکي د ګونا موسیقي او نڅا تمرین کوي. هلکانو روښانه کمیسونه اغوستي او د پان پایپونه غږوي، په داسې حال کې چې نجونو مولاس جامې اغوستي، د ماراکاټونه وهي.
د ښوونځي مشر فرانسیسکو ګونزالیز وایي چې د سېلابونو او ډېر نفوس له امله په ټاپو کې د ښوونځي پر مخ وړل ستونزمن وو: "موږ په ټاپو کې په بېلابېلو کونجونو کې هرځای چې ځای وموند ټولګي جوړ کړل."
په ټاپو کې ښوونځی اوس تړل شوی دی او هغه زدکوونکي چې کورنۍ یې هلته پاتې شوي دي، هره ورځ هغې نوې ودانۍ ته ځي چې کمپیوټرونه، ورزشي لو او کتابتون لري.

ماګدلینا وایي چې په ایزبریلا کې شرایط د ټاپو پرتله ښه دي، دا وايي هغوی یوازې څلور ساعته برېښنا درلوده او باید له منځني سینده د کښتیو له لارې د څښاک اوبه راوړې.
په ایزبریلا یالا کې برېښنا ثابته ده، خو اوبه چې له نژدې ځایونو راکښته کېږي، په ورځ کې یو څو ساعته وي. دغه سیستم کله ناکله د څو ورځو لپاره بند شوی دی.
همدارنګه، تر اوسه صحي خدمتونه نشته. بله اوسېدونکې یانیسیلا والارینو وایي یوه شپه د هغې وړوکې لور ناروغه شوې وه او هغې باید د شپې ناوخته د ډاکټر لیدلو لپاره ټاپو ته د بېرته تګ راتګ بندوبست کړی وای.
د پاناما چارواکو بي بي سي ته ویلي په ایزبریلا کې د روغتون جوړول له یوې لسیزې مخکې د تمویل نشتوالي له امله ځنډول شوي وو. خو هغوی ویلي سږ کال د دې پلان بیا پیلولو هیله لري او دا ارزوي چې څنګه پاتې اوسېدونکو ته له ټاپو څخه د لېږدولو بدیل ځای جوړ کړي.
یانیسیلا خوشحاله ده چې اوس په نوي ښوونځي کې د ماښام ټولګیو کې ګډون کولی شي، خو بیا هم هغه ډېر ځله ټاپو ته راستنېږي – د دوو کارونو لپاره: د جامو مینځلو لپاره کله چې په ایبریلا کې اوبه نه وي او د خپلې مور او وروڼو د لیدو لپاره چې هلته پاتې دي.
هغه وايي "زه لا تر اوسه نه یم عادت شوې او خپل کور مې یادېږي".
د بشري حقونو د څار سازمان د اقلیمي کډوالۍ څېړونکې اریکا بوور وایي د ګرډي سوګډب اوسېدونکي به د نړۍ نورو ټولنو ته "الهام" ورکړي چې څنګه یې له وضعیت سره مقابله وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وايي "موږ باید له دې لومړنیو قضیو زده کړو چې پوه شو بریالیتوب څنګه وي".
هغې زیاته کړه "موږ ټول له هغو ځایونو او خلکو سره مینه لرو چې زموږ ژوند ورسره تړاو لري". هغې زیاته کړه. "زه فکر کوم چې یو شخص په سینګاپور، یو شخص په میامي، یو شخص په لاس انجلیس، یو تن په روسیه کې باید پر دې فکر وکړي؛ ځکه چې دا له هرچا سره کېدلی شي. اقلیمي بدلون له یوه ځای سره ستاسې اړیکې بدلوي."
کله چې ماسپښین راشي، د ښوونځي فعالیتونه د فوټبال، باسکټبال او والیبال شور او زوږ ډېر شي.
اته کلن جیرسن مخکې له دې چې د فوټبال لوبې ته ورشي، وايي "زه دغه ځای له ټاپو ډېر خوښوم؛ ځکه چې موږ دلته د لوبو لپاره ډېر ځای لرو".
ماګدلینا له خپلې لمسۍ سره ناسته ده، هغه ته د مولاس ګنډل ور زدکوي.
ماګدلینا واييی "دا هغې ته سخت دی، خو پوهېږم چې هغه به یې زدکړي. زموږ ځانګړي طریقې نه شي ضایع کېدلی".
کله چې له هغې وپوښتل شول، د ټاپو یې څه یادېږي، هغې وویل: "کاش موږ ټول دلته وای."








