ملګرو ملتونو له نړيوالې ټولنې غوښتې چې د هرات زلزله ځپلو کاروباري مېرمنو لاسنيوی وکړي

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (يو اېن ډي پي) پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هغو ښځو لاسنیوی وکړي چې په هرات ولایت کې یې کاروبارونه تېر کال د زلزلې له امله خراب شوي دي.

په ورته مهال کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هرات کې د زلزلې په اړه له ځینو نورو بنسټونو سره په ګډه د ترسره شوې ارزونې پایلې خپرې کړې او ویلې دي چې زلزلې خلکو ته نژدي د دریو سوو میلیونو ډالرو زیان اړولی دی. ملګرو ملتونو د هرات د زلزله ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو او کورونو د بېرته رغونې لپاره له نړیوالې ټولنې نه نژدي ۴۰۳ درې میلیونه ډالر غوښتې دي.

یو اېن ډي پي ویلي په هرات ولایت کې ښځې او نجونې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي ځکه چې تېر کال د اکتوبر میاشتې په زلزلو کې تر اویا سلنې پورې دلته د ښځو کاروبار اغېزمن شوی دی.

دې ادارې پر نړیوالو له دغو ښځو سره د بېړنې مرستې غږ کړی دی.

ملګري ملتونو ویلي زلزلو د ډېرو خلکو کاروبارونه اغېزمن کړي خو د هغو ښځو کاروبار ډېر خراب شوی چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورترغاړې وه.

د ملګرو ملتونو وینا ده چې له زلزلې وروسته یوازې لس سلنه ښځې توانېدلې دي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. خو په هرات کې د زلزله ځپلو د لاسنوي د کمېسیون ویاند مولوي احمدالله متقي د زلزلې له امله کاروباري ښځو ته د اوښتي زیان په اړه د ملګرو ملتونو موندنې تایید نه کړې.

نوموړی وايي، "موږ په صحنه کې يوو او دا هر څه په سترګو وينو، زه نشم کولی چې هغه راپور تائيد کړم او بل د افغانستان دود او کلتور بايد له خارج سره پرتله نه کړو بلکې دلته د افغانستان ښځې د افغانستان د اسلامي کلتور له مخې تقريباْ کاروبار نه کوي او نه هم داسې شی محسوسېږي چې هغه دې د دوی په کاروبار کې خنډ او ځنډ پيدا کړي."

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي په هرات ولایت کې یې د تېر کال اکتوبر میاشتې د زلزلې په اړه یوه ارزونه له نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیايي پراختیايي بانک سره په ګډه ترسره کړې ده.

د دې ارزونې په رپوټ کې ویل شوي چې زلزلې ټولټال ۲۹۵ اعشاریه ۹ میلیونه ډالر زیان اړولی او د زلزله ځپلو سیمو د رغولو او خلکو د بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره ۴۰۲ اعشاریه ۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د دې ارزونې په رپوټ کې د زلزلې له امله د اوښتې ځاني او مالي تاوانونو په اړه جزییات ورکړل شوي او ویل شوي چې زلزلې ټول ۴۹ زره پنځه سوه اته اویا کورونه زیانمن کړي چې په دې کې ۱۳ زره پنځه سوه ۱۶ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ویل شوي چې د اوښتي زیان ۴۱ سلنه د کورونو د ویجاړېدو او زیانمنېدو له اړخه دی چې رغولو لپاره یې ۱۶۴ اعشاریه څلور میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

غه راز ویل شوي چې د زلزلې له امله ۱۸۰ زره زده کوونکي او شاخوا څلور زره ښوونکي له ستونزو سره مخامخ دي او د کرنې برخې ته هم ډېر زیان اوښتی دی. ښاغلي متقي هم وايي، خلکو ته ډېر زیان اوښتي او اوس هم خلک مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر کال د اکتوبر میاشتې په اومه، یولسمه او ۱۵ نېټه زلزلو کې څه باندې ۱۵ سوه کسان ووژل شول او څه باندې دوه زره شپږ سوه نور ټپیان شول.

ملګري ملتونه وايي دغه ارزونه د هرات په نهه ولسوالیو کې شوې چې د وګړو شمېر یې شاخوا دوه اعشاریه دوه میلیونو کسانو ته رسېږي.

دې ارزونې دا هم په ډاګه کړې ده چې د زلزلې له امله ۲۷۵ زره کسان په بېلا بېلو بڼو اغېزمن شوي چې په دې کې څه باندې ۱۷ زره او درې سوه یې ښځې، ۱۷ زره او یو سل او شپږ څلویښت کوچني ماشومان، نژدي څلور زره معلولیت لرونکي کسان، څه باندې شپږ زره اته سوه هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرتې ورترغاړې ده، نژدي ۳۲۰۰ د دایمي ناروغیو لرونکي کسان، او ۱۴۷ زره هغه ماشومان شامل دي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي.

د ارزونې په پایله کې ویل شوي چې د انجیل او زنده جان ولسوالۍ ډېرې ځپل شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا تېرکال زلزلو په داسې حال کې د هرات بېلا بېلې ولسوالۍ وځپلې چې ګڼ شمېر کورني بي ځایه شوي خلک هم په هرات ولایت کې دیره وو او له یو لړ ستونزو سره وار دمخه مخامخ وو.