د اوکرایین جګړه؛ زاپوریژیا اټومي بټۍ ته څېرمه د وګړو ایستلو اندېښنې راپارولې

اوکریین

د عکس سرچینه، EPA

د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر وروسته له هغې په زاپوریژیا کې د اوکرایین د اټومي بټۍ په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې روسي ځواکونو له سیمې د اوسېدونکو ایستل پیل کړي.

رافیل گروسي ویلي، اینرودر ښارګوټی هم اغېزمن شوی چې د فابریکې ډېری کارمنان هلته مېشت دي.

هغه شرایط په زیاتیدونکي توګه له تمې خلاف او احتمالي خطرناک بللي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر په زاپورېژيا کې د اوکراین د سترې اتومي بټۍ د خونديتوب په اړه چې په اروپا کې تر ټولو ستره بټۍ ګڼل کېږي وروسته له هغې اندېښنه وښوده چې روسي ځواکونو له ورڅېرمه انرودر ښارګوټي ملکیان ایستلي.

رافیل ګروسي په زاپوریزیا بټۍ کې وضعیت داسې مهال "په ډېرېدونکې توګه د نه اټکل وړ او احتمالي خطرناک" بللی چې تمه کېږي اوکرايني ځواکونه احتمالي ځوابي بریدونه هم وکړي او دا ټول داسې مهال دي چې د اتومي برخې کارمنان په کارځای کې دي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په بیان کې راغلي چې "په داسې حال کې چې عملیاتي کارمندان په کارځای کې دي، عمومي رییس ګروسي د پرسونل او د هغوی د کورنیو لپاره د ډېرېدونکي فشار او ننګونو شرایطو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې".

ویناپاڼې زیاته کړې چې په بټۍ کې د اتومي انرژۍ د نړیوال آژانس کارپوهانو داسې معلومات ترلاسه کړي چې له ورڅېرمه ښار اینرودر ښاره چېرې چې د فابريکې ډېر کارکوونکي مېشت دي د اوسېدونکو د ایستلو لړۍ پیل شوې.

د ویډیو تشریح، اوکرایین په چټکۍ لومړۍ کرښې ته خپل 'ډرون پوځ' زیاتوي

بي بي سي د دغو وتنو د کچې په اړه لا کره معلومات نه دي تر لاسه کړي.

د اتومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر ښاغلي گروسي ویلي، "موږ باید همدا اوس لاس په کار شو چې د یوې سختې اټومي حادثې د ګواښ مخه ونیسو".

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دې وړاندې د بټۍ د خوندیتوب په اړه وروسته له هغې خبرداری ورکړی و چې د بنسټونو ځینې برخې يې د زیانمنې شوې وې او بریښنا يې هم موقتي بنده شوې وه، که څه هم دا زیان د وړانګو د لیک کېدو لامل نه و شوی.

وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې بریدونه پیل کړل په بټۍ کې د کارمندانو شمیر کم شوی، که څه هم د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د کارځای مدیریت ویلي چې د بټۍ د خوندي کار لپاره کافي اندازه کارکوونکي پاتې.

روسي ځواکونو د زاپوریژیا سیمې له مرکز پرته د هغې ډیره برخه نیولې. روسي ځواکونو د انرودر سیمې پر ملکیانو سربېره په دې سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د څېرمه اتلسو نورو ځایونو ملکي وګړو ته هم له سیمې د وتلو ويلي.