تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او متحدانو یې د اسرائیل-لبنان د پولې اوږدو کې د اوربند غوښتنه وکړه
د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون لوېدیزو متحدانو د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د شخړې له ډېرېدو وروسته لبنان کې د لنډمهاله اوربند غوښتنه کړې.
د ۱۲ هېوادونو دغه ځواکمن بلاک "یوه دېپلوماتیک جوړجاړي ته د رسېدو په هدف دېپلوماسۍ ته د فضا برابرولو"لپاره جګړه کې د سملاسي ۲۱ ورځنۍ وقفې او همدا راز په غزه کې د اوربند وړاندیز کړی دی.
دوی په خپله ګډه علامیه کې ویلي، دښمنۍ د 'زغملو' نه دي او د "یوې پراخې سیمهییزې ترینګلتیا" داسې نه منل کېدونکی خطر رامنځته کوي چې د اسرائيل او لبنان دواړو د خلکو په ګټه نه دی.
دا غوښتنه تر هغې وروسته کېږي، چې د اسرائیل د پوځ مشر چارشنبه خپلو پوځیانو ته سپارښتنه وکړه، چې د "دښمن خاوره کې" احتمالي ځمکنيو عملیاتو ته چمتو واوسي.
جنرال هېرزي هالېوي اسرائیلي ځواکونو ته وویل "تاسې مو په سرونو د جټ الوتکو غږونه اورئ؛ موږ ټوله ورځ بریدونه وکړل. دا هم ستاسې احتمالي ورننوتلو ته د زمېنې برابرولو او هم د حزبالله د کمزوري کولو دوام لپاره دي."
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې اسرائيلو د چارشنبې پر ورځ وویل، په لومړي ځل یې د حزبالله لخوا پر تلابیب توغول شوي توغندي شنډ کړي دي.
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هم همدې ته په اشارې ویلي "نن حزبالله د خپلو توغندیو واټن پراخ کړی، او دا نن وروسته به ډېر ځواکمن ځواب ترلاسه کړي. ځانونه چمتو کړئ."
هغه زیاته کړې، د دوی هدف روښانه دی او هغه دا چې د اسرائیل شمال ته د بېځایه شویو خلکو ستنېدل خوندي کړي.
جنرال هالېوي د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره د "دښمن خاورې" او هغو کلیو ته د ورننوتلو خبره کړه، چې د نوموړي په وینا حزبالله د سترو پوځي مورچو په بڼه برابر کړي دي.
که څه هم د اسرائیل د لوی درستیز له دغو څرګندونو په زغرده ښکاري چې لبنان ته د اسرائیلي ځواکونو د ورننوتلو شونتیا شته، خو پنټاګون وايي دا ګام 'نږدې' نه ښکاري.
د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې سابرینا سنګ رسنیو ته ویلي، "د ځمکې له لارې ننوتلو یا ځمکني یرغل په اړه باید اسرائیلیان وغږېږي. موږ قطعآ نه غواړو داسې عمل وګورو چې په سیمه کې تر دې د لا ډېرې ترینګلتیا لامل ګرځېدای شي."
اغلې سنګ زیاته کړه، متحد ایالتونه "د یوې تمام عیاره جګړې مخنیوي لپاره دېپلوماتک حل" غواړي.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د امریکا پوځ له اسرائیلو سره په لبنان کې عملیاتو ملاتړ لپاره استخباراتي مالومات نه شریکوي.
هممهاله سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر جو بایډن له خپل فرانسوي سیال اېمانېول مکرون سره لیدنه کې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند پر هڅو خبرې کړې.
د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي، دواړو مشرانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې څنډه کې سره لیدلي.
ښاغلي مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خبرو کې ویلي چې "په لبنان کې باید جګړه ونه شي" او دا چې نوموړی د روانې اوونۍ تر پایه خپل د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته استوي.
هغه پر اسرائيل غږ وکړ چې د کړکېچ له ډېرولو لاس واخلي او له حزبالله یې وغوښتل چې پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه ودروي.
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې پر ګډه پوله د بریدونو له تبادلې وروسته، د دوشنبې پر ورځ لبنان کې د حزبالله پر اهدافو هوايي ګوزارونه پیل کړل.
د دغه هېواد پوځ چارشنبه اعلان وکړ چې تر اوسه یې د حزبالله له ۲۰۰۰ ډېر اهداف په نښه کړي دي.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، چارشنبه د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۵۱ نور کسان ووژل شول.
له دې سره له دوشنبې ورځې په دغو بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر پر ۶۰۰ اوښتی دی.
په دوی کې لسګونه ښځې او ماشومان هم دي.
بلخوا ملګري ملتونه وايي، له دوشنبې راهیسې لبنان کې له ۹۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.
د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد ته د بشري مرستو لپاره ۵ میلیون پونډ استوي.