سعودي کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د "پټو خبرو" جزئیات

    • Author, حفيظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي - کابل

بي‌بي‌سي‌ ته سرچینو ویلي، د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو پر مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی "نازک اوربند" به روان ساتي او د سعودي یو پلاوی به د نورو خبرو لپاره افغانستان او پاکستان ته ځي.

په ریاض کې د خبرو جزئیات تر ډېره له رسنیو پټ ساتل شوي خو ځینو سرچینو د مذاکراتو مالومات له بي‌بي‌سي سره شریک کړي دي.

د تېرې اوونۍ په پیل کې د سعودي‌ عرب په منځګړتوب ریاض کې دواړو لوریو اوږدې خبرې کړې وې. د هغو سرچینو په وینا چې له دغو مذاکراتو خبر دي،‌ په ریاض کې تر ډېره دغه مذاکرات د دواړو لوریو تر منځ مخامخ شوي.‌ په دوحه او استانبول کې دا ډول خبرې تر ډېره مخامخ نه وې او مرکچیانو به یوه او بل لوري ته پېغامونه لېږدول.

ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط بي‌بي‌سي ته ویلي، دغو خبرو کې دواړو لوریو د "سعودي مرکچیانو په مخ کې ژمنه کړې چې اوربند به نه ماتوي او خبرو ته به دوام ورکوي."

که څه هم دواړه لوري په خبرو کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي خو د یوې سرچینې په وینا، ټاکل شوې له دغو خبرو وروسته د سعودي یو پلاوی اسلام اباد او بیا کابل ته ولاړ شي چې "د مذاکراتو دا پروسه روانه وساتي او د بل پړاو خبرو لپاره زمینه برابره کړي."

روښانه نه ده چې سعودی پلاوی به کله سفر کوي. له قطر او ترکیې وروسته، سعودي عرب درېیم هېواد دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جوړجاړي لپاره مخامخ ښکېلېږي. ایران هم تېره اوونۍ د منځګړتوب وړاندیز کړی و.

په ریاض کې له دغو خبرو یوازې څو ورځې وروسته، وړمه شپه (د شنبې پر شپه) د سپین بولدک- او چمن ترمنځ د طالبانو حکومت د سرتېرو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ څو ساعته مرګونې نښتې وشوې.

په دوحه، استانبول او ریاض کې له اوږدو خبرو سره سره، له وروستیو نښتو دا په ډاګه کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ‌ شوی اوربند څومره نازک دی.

د افغانستان له لوري د طالبانو حکومت په پلاوي کې د دوی د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب، دوحه کې سفیر سهیل شاهین، د طالبانو حکومت د سیاسي کمېسیون غړی انس حقاني او د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی عبدالقهار بلخي شامل وو.

که څه هم پاکستان تر اوسه په رسمي‌ ډول په دغه ناسته کې ګډون نه ردوي او نه یې مني، خو بي‌بي‌سي ته ویل شوي چې د ریاض په خبرو کې د اسلام اباد په پلاوي کې تر ډېره هغه کسان وو چې د استانبول په خبرو کې یې برخه لرله.

بحثونه پر څه وو؟

د هغو سرچینو په وینا، چې له دغو مذاکراتو خبر دي، دواړه لوریو پر هغو پخوانیو دریځونو ټینګار کاوه چې استانبول کې پرې نتیجې ته ونه رسېدل.‌ د دغو سرچینو په وینا،‌ د اسلام اباد یوه مهمه غوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت دې لیکلی ضمانت ورکړي چې "د پاکستاني طالبانو تحریک به په پاکستان کې بریدونه نه کوي او د ټي‌ټي‌پي غړي دې پاکستان ته ور وسپاري."

د ریاض په خبرو کې د طالبانو حکومت پلاوي هم د "ورته ډول ضمانت" غوښتنه کړې چې "د پاکستان له خاورې به په افغانستان کې بریدونه نه کېږي." د طالبانو حکومت وايي، "داعش ډله په بلوچستان او نورو ځایونو کې مرکزونه لري او په افغانستان کې بریدونه کوي" هغه ادعا چې پاکستاني چارواکي یې ردوي.‌

د طالبانو په حکومت کې ځینې سرچینې وايي، دوی چمتو دي پاکستان ته د دې لیکلی ضمانت ورکړي چې "د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کارول کېږي" خو وايي "اسلام اباد دې هم دا ضمانت راکړي چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي."

د کابل او اسلام اباد تر منځ په څلورو پړاونو خبرو کې تر ټولو مهم خنډ د پاکستاني طالبانو د تحریک مسله ده چې د طالبانو حکومت یې د پاکستان "کورنۍ موضوع" ګڼي خو اسلام اباد بیا ټينګار کوي چې "د طالبانو حکومت یې باید پر ضد ګامونه واخلي."

د نومبر په لومړیو کې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ‌ د درېیم پړاو له خبرو وروسته دا لومړی ځل و چې دواړه غاړې بیا خبرو ته کېناستې.‌

اوس نژدې دوه میاشتې کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولې لارې تړلې دي او یوازې افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته واوړي.‌