تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته غوښتي'افغانستان کې شته سخت دریځي پاکستانیان دې موږ ته وسپارل شي'
د پاکستان پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) مشر ډګر جنرال احمد شریف ادعا کړې، چې افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي او د القاعده او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو مشران همالته دي، 'د طالبانو له رژیمه غواړو، چې ترهګرو ته د اسانتیاوو له چمتو کولو باید ډډه وکړي.'
د ای اېس پي ار مشر دا څرګندونې د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه له یو شمېر خبریالانو سره خبرو کې کړې، خو بشپړې څرګندونې یې د نومبر پر ۲۸مه رسنیو ته رسېدلي.
احمد شریف وايي، د طالبانو په هغه ادعا کې هېڅ منطق نه شته، چې تحریک طالبان پاکستانیان دي چې هلته کډوال شوي او په خبره یې که هغوی پاکستانیان دي، نو باید پاکستان ته وسپارل شي. نوموړی زیاتوي: "دا څنګه مېلمانه دي، چې له وسلو سره پاکستان ته راځي او ترهګري کوي."
جنرال احمد شریف ادعا وکړه، چې په، " افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه او د القاعده او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو مشران شته، چې له افغانستانه وسلې او پیسې ترلاسه کوي او د پاکستان پر ضد یې کاروي."
د پاکستاني پوځ ویاند زیاتوي: "موږ د افغانستان پر وړاندې ټول ثبوتونه کېښودل، چې دوی یې له پامه نه شي غورځولی، پاکستان د طالبانو له رژیمه غواړي، چې د تائید وړ یوه میکانیزم پر بنسټ هوکړه وکړي."
نوموړي دغه راز وویل، په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو لپاره له هغو ګاډو کار اخیستل کېږي، چې په وینا یې د ګمرکي مالیو له ورکولو پرته ګرځي او د پوښتنې په انداز یې وویل: "داسې لکونه نان کسټم پیډ (له ګمرکي مالیې ورکولو پرته اخیستل شوي ګاډي) په صوبه کې ګرځي، نو مخنیوی یې د چا کار دی؟ په سرحدي سیمو کې د سیاسي ترهګرۍ او جرم ترمنځ یو پیاوړی پیوستون شته."
د پاکستاني پوځ ویاند ادعا کوي، چې د روان کال اوږدو کې تر اوسه "یو زر ۸۷۳ ترهګر وژل شوي، چې ۱۳۶ افغان وګړي هم پکې شامل دي."
'اوربند پر ځای نه دی پاتې'
بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې پر ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د هغه اوربند په هکله چې د قطر په دوحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پرې هوکړه شوې وه، وویل:
"د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند معنا دا وه، چې د افغانستان تر سرپرستۍ لاندې ترهګر به پاکستان کې بریدونه نه کوي، خو له هغه اوربند وروسته لوی ترهګریز بریدونه شوي، نو که له دې اړخه وکتل شي، اوربند پر ځای پاتې نه دی، ځکه د اوربند معنا دا وه، چې ټي ټي پي، ایف اې کې او هغه افغان وګړي به پاکستان کې دننه ترهګریز بریدونه بندوي، چې د افغانستان خاوره کاروي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو تازه څرګندونو په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې بیا بیا د پاکستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې پاکستان کې د ناامنۍ پېښو لپاره وسله وال تنظیمونه د افغانستان خاوره کاروي.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پاکستان حکومت د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو مسوولیت پر افغانستان اچوي او په استانبول کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو ناکامۍ یو دلیل همدا باله چې له دوی یې په پاکستان کې د امنیتي پېښو نه رامنځته کېدو تضمین غوښت.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روانې نومبر میاشتې په لومړیو کې کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي و، پاکستاني لوري ترې د استانبول په خبرو کې د دې تضمین غوښت چې نور به په دغه هېواد کې امنیتي پېښې نه کېږي.
ښاغلي متقي ویلي و: "حتی یو وارې دا غوښتنه هم وشوه، چې د ټيټيپي ګروپونه دې افغانستان ته واړول شي."
امیر خان متقي د استانبول په خبرو کې د نه پرمختګ تر ټولو لوی لامل د ده په وینا د پاکستاني لوري همدغه "نامعقولې او غیر عملي" غوښتنې یادې کړې وې.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان له یوې خوا تور پورې کوي چې ټيټيپي افغانستان کې ده او له دې ځایه پرې بریدونه کوي، خو هممهاله دا غوښتنه او وړاندیز هم کوي، چې د دې ډلې ګروپونه او قطعات دې له پاکستانه افغانستان ته واړول شي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر وویل که پاکستان پر ډیورنډ کرښه د ټيټيپي وسلهوالو د تګ راتګ ادعا لري، نو ولې یې له خپلې خوا افغانستان ته د اوښتلو مخه نه نیسي؟
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې، چې د ترکیې خبرو له ناکامېدو وروسته یې خپره کړه، د دې خبرو د ناکامېدو د لامل په اړه ویل شوي و چې،"په درېیم پړاو کې پاکستان یو ځل بیا له رغنده چلند سره هڅه وکړه چې د څارنې یو ميکانيزم پر رامنځته کولو تمرکز وشي. خو د افغان لوري هڅه دا وه چې د ترهګرۍ له اصلي موضوع پام واړوي او د بې بنسټه تورونو او فرضي ادعاوو له لارې د خبرو دايره نوره هم پراخه کړي."
د افغانستان پاکستان ترمنځ د کړکېچ کابو کېدو هیلې د قطر او ترکیې په کوربتوب پورې تړلي، سره له دې چې ترکیې دا تېره اونۍ ویلي وو، یو لوړ پوړی پلاوی به یې ژر اسلام اباد ته سفر وکړي، چې د حالت سمي لپاره هڅې وکړي، خو د پاکستاني چارواکو له څرګندونو داسې برېښي چې ترینګلتیا لا هم پر ځای ده.