تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان پکتیا کې په قتل یو محکوم سړی اعدام شوی، سراجالدین حقاني یې هم لیدو ته ورغلی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قصاص دغه حکم پر یوه قاتل چې وړاندې یې یو بل کس په عمدي ډول د کلاشینکوف په ډزو وژلی و، د ګردېز په ورزشي سټوډیوم کې پلی شو.
د فرانسې خبري اژانس یو خبریال چې د اعدام په ځای کې و، وايي، محکوم کس د مقتول د کورنۍ له خوا پر سینه درې ډزه وویشتل شو او ووژل شو.
د اعدام د حکم له پلي کېدو یوه ورځ وړاندې د پکتیا ځايي چارواکو په خواله رسنیو کې له خلکو غوښتي وو چې ددې پېښې د لیدو لپاره ځايي لوبغالي ته ور ټول شي.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، ګڼ نور طالب چارواکي او سلګونه نندارچیان د قصاص حکم د پلي کېدو لپاره ځايي لوبغالي ته ورغلي وو.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت رهبر مولوي هبت الله اخوندزاده له ډېرو څېړنو وروسته د قصاص دا حکم لاسلیک کړی دی، خو له پلي کېدو وړاندې یې د قرباني له کورنۍ وغوښتل محکوم کس وبخښي، خو هغوی یې له بخښلو انکار وکړ.
د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې محکوم کس څه وخت هغه بل کس وژلی و، خو د فرانسې خبري اژانس ویلي، تازه اعدام شوی کس لا د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وړاندې د قتل په تور زنداني و، خو قضیه یې د طالبانو حکومت د درې ګونو نظامي محکمو له خوا و ارزول شوه او د اعدام حکم پرې صادر شو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپورتر ریچارډ بینټ په ګردیز کې د اعدام نننۍ پېښه ځپونکې او بې رحمه بللې او د دغه ډول بدني سزاګانو د سملاسي ځنډېدو غوښتنه یې کړې ده.
"زه د افغانستان ګردېز د لوبو په یوه لوبغالي کې د نن ورځې وحشتناک اعدام او همدارنګه د طالبانو لخوا ترسره شوي نور جسمي مجازات او اعدامونه غندم. زه پر طالبانو غږ کوم چې ژر تر ژره دغه ظالمانه سزاګانې ودروي چې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده."
وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و چې ورته اعدامونه د افرادو د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کړنې یې د اسلامي شریعت له اصولو او لارښوونو سره برابرې دي.
دا پر افغانستان له بیا ځل واکمنۍ وروسته څوم ځل دی د طالبانو حکومت په عام محضر کې د قصاص حکم پلی کوي.
د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۲۶مه (کب اومه) د طالبانو سترې محکمې په امر په جوزجان ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی شوی و.
له یاد اعدام څلور ورځې وړاندې هم د طالبانو حکومت ویلي وو چې په غزني ولایت کې یې پر دوو کسانو د قصاص حکم عملي کړی دی.