طالبانو فراه کې پر یوه سړي د "قصاص حکم" پلی کړ

د طالبانو حکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، فراه کې یې پر یوه سړي د "قصاص" حکم پلی کړی دی.

په دغه اعلامیه کې چې نن "چهارشنبه" د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپره کړې راغلي، د تاجمیر په نامه کس باندې یې وروسته له هغې "قصاص" پلی کړی چې څلور کاله وړاندې یې فراه کې یو بل کس په چاقو وژلی و.

د دغې خبرپاڼې په ټکو: "تاجمیر د غلام سرور زوی د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ جلوارچه کلی اوسیدونکی و ، چې په ۲۱ د ۱۴۳۹ کال یې د مصطفی د عبدالرحمن زوی په نامه یو کس چې د فراه پشت کوه ولسوالۍ د ګنګ کلي اوسیدونکی و، په چاقو وژلی و."

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي، د طالبانو حکومت له لوري له پلټنو وروسته یې تورن کس نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې پر تورن کس د "قصاص حکم" د طالبانو د مشر شیخ هبت الله له لوري هم تایید شوی دی.

په فراه کې ځینو عیني شاهدانو چې د "قصاص" پلي کېدو دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې په ټول ښار کې کلک امنتي تدابیر نيول شوي وو او خورا ډ‌ېر خلک غونډې ته ورغلي وو.

یوه عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وويل "هغه سړي لومړی څو رکعاته لمونځ وکړ، وروسته یې په څو ډزو وواژه. ټول میدان له خلکو ډک و"

د طالبانو د سترې محکمې یوه چارواکي هم بي بي سي ته ویلي چې دغه کس په "ډزو قصاص" شوی دی.

د دغه چارواکي په ټکو "دغه کس د مقتول د پلار له خوا په درېیو ډزو وېشتل شوی"

د "قصاص" لپاره په فراه کې جوړې شوې ناستې ته د طالبانو د سترې محکمې د مشر، د بهرنیو چار او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړ طالب چارواکي ورغلي وو.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د "قصاص" پلي کېدو ګڼې پېښې وشوې، خو د دویم ځل واک په دوره کې یې دا لومړی ځل دی چې د مشر په امر یې پر یوه کس په دا بڼه "قصاص" پلی شو.

دا کار وروسته له هغې کېږي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې خپلو قاضیانو ته حکم کړی و چې پر "مجرمانو دې قصاص او شرعي حدود" پلي کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه په دې اړه لیکلي و چې د دوی مشر په یوه غونډه کې قاضیانو ته ویلي "دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده چې ورباندې عمل وکړئ."

ښاغلي مجاهد د خپل مشر له قوله دا هم ویلي چې دغه حکم به پر غلو، سړي تښتوونکو او فتنه ګرو عملي کیږي.

د طالبانو د دغه پرېکړه د بشري حقونو سازمانونو او لویدیځ هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ وه او دا کار یې یو "غیر انساني عمل" یاد کړی و، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په عام محضر کې د درو سزا ورکولو په هکله د بشري حقونو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو نیوکې ''د اسلام دین ته بې احترامي'' بللې وې.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي چې د دوی له ادرسه ''مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.''