تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالبانو په لوګر کې د دریو ښځو په ګډون دوولس کسان په دورو وهلي"
ځايي رسنیو په لوګر ولایت کې د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د فوټبال په لوبغالي کې د زرګونو کسانو د سترګو پر وړاندې دریو ښځو او نهو نارینه وو ته د طالبانو د محکمې له خوا ټاکل شوې سزا ورکړل شوې.
رپوټونه وايي، دغه سزا داسې مهال پلې شوې چې خبریالانو ته د وېډیو او عکس اخیستو اجازه نه وه.
په لوګر کې د طالبانو د حکومت ولايتي چارواکو رسنیو ته ویلي، دغو کسانو ته یاده سزا د لوګر د استیناف محکمې ټاکلې وه. هغوی ویلي چې "دغه کسان د غلا، نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور نیول شوي وو" چې د ۲۱ او ۳۹ دورو تر منځ وهل شوي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې هم په جلا جلا خبرپاڼو کې په لغمان، تخار او بامیان ولایتونو کې یوازې په دوو وروستیو اونیو کې په عام محضر کې ۱۱ ښځو او دوولسو نارینه وو ته د دورو وهلو "تعزیري" سزا د ورکول کېدو خبر ورکړی.
د سترې محکمې خبرپاڼې کښلي، د شنبې په ورځ په لغمان کې یوه نارینه او يوې ښځې ته د نامشروع اړیکو د لرلو په جرم د لغمان ښاري محکمې لخوا د ۳۰ او ۲۵ دورو تعزیري سزا د لغمان د چارواکو او عامو خلکو په حضور کې ورکړل شوې.
تېره اوونۍ هم د طالبانو سترې محکمې په تخار کې نهو ښځو او لسو نارینه وو ته هم د زنا، له کوره د تېښتې او غلا د اقدام له امله پر تنفيذي بند سربېره د ۳۹ دورو سزا ټاکلې او تېره جمعه په تالقانو ښار کې د خلکو پر وړاندې پرې پلې شوې وه.
سترې محکمې له هغه وړاندې په بامیان کې هم يوې ښځې او یوه نارینه ته د ۲۹ دورو سزا ورکړې وه چې دوی تعزیري حد یاد کړی وو.
طالبانو په افغانستان کې د واک بیا تر لاسه کولو راهیسې د دورو وهلو په څېر سزاګانې پلې کړي، خو څه باندې دوې اونۍ وړاندې يې سترې محکمې ویلي وو، چې مشر يې پر ټولو هغو دوسیو چې د حد او قصاص ټول شريعي شرایط يې پوره کړي وي د حق او قصاص د جاري کولو امر کړی.
دا په داسې حال کې دي چې د اروپا د پارلمان مشرې د طالبانو د مشر دا پرېکړه د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ستنېدل بللي. د اروپايي پارلمان پر پاڼه د هغې له قوله په اعلامیه کې راغلي چې، "له کندهاره راپورونه ښيي چې نړۍ به ژر په عام محضر کې د قصاصونو، سنګسارونو، دورو وهلو او د بدن د غړو پرې کولو شاهده وي".
ربریتا مېټ سولا د دغه پارلمان د وروستۍ غونډې د پرانیستې په مراسمو کې چې وړمه ورځ پیل شوه او تر سبا به دوام کوي په خپله وينا کې ویلي وو، له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په شا شوي دي.