اوکرایین کې جګړه لومړی چا پیل کړه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مټ مورفي او جېک هارټون
- دنده, بيبيسي
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې له خپلې مارالاګو ماڼۍ څخه د ادعاو په لړ کې اوکرایین له روسیې سره د جګړې مسوول بللی دی.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د مشروعیت او محبوبیت په اړه هم پوښتنې مطرح کړې او ویې ویل چې اوکرایین لا تر اوسه د پوځيقانون له کبله پلان شوې ټاکنې نه دي ترسره کړې.
د ټرمپ دا څرګندونې، چې ځینې برخې یې د اوکرایین جګړې په تړاو د روسیې د لیدلوري مهم ټکي منعکسوي، له هغې یوازې څو ساعته وروسته مخ ته راغلې، چې امریکایي چارواکو په ریاض کې د روسیې له پلاوي سره په دې موخه ولیدل چې د دې نږدې درې کلنې شخړې پای ته رسولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
وروسته زېلېنسکي ټرمپ تورن کړ چې ګوندې د روسیې لخوا "د ناسمو مالوماتو" په رامنځته شوې فضا کې اوسي.
د بيبيسي د تصدیق څانګې د ټرمپ لخوا د مطرح شویو ادعاوو حقیقت ارزولی دی.
ادعا: 'تاسې باید هېڅکله نه وی پیل کړې'
اوکراییني چارواکو ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د سېشنبې ورځې ناستې ته د نه وربلل کېدو په تړاو نارضایتي څرګنده کړه. خو ټرمپ مخکې تر دې چې ظاهرآ د جګړې د پیلېدو پړه پر کیېف واچوي، دا اندېښنې رد کړې او خبریالانو ته یې وویل اوکرایین درې کاله وخت درلود چې جګړه پای ته ورسوي.
هغه وویل: "تاسو باید هېڅکله دا نه وای پیل کړې." تر دې مخکې کرېملین هم په وار وار اوکرایین د روسیې خلاف د جګړې پر پیلولو تورن کړی دی.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال فبرورۍ کې د تلویزیوني خپرونو امریکايي کوربه 'ټوکر کارلسن' ته وویل: "دا دوی [اوکرایینان] وو چې په ۲۰۱۴ کال کې یې جګړه پیل کړه. زموږ هدف دا دی چې دا جګړه ودروو. جګړه موږ په ۲۰۲۲ کال کې نه ده پیل کړې."

جګړه اوکرایین نه ده پیل کړې. روسیې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ، او تر هغې ورمخکې یې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپووزمه ځان پورې وتړله.
روسیې کریمیا تر هغې وروسته لاندې کړه چې د اوکرایین روسیې پلوه ولسمشر د پراخو احتجاجونو پایله کې له واکه وغورځول شو.
مسکو د هغو نیابتي ځواکونو ملاتړ هم وکړ چې د اوکرایین ختیزې سیمې یې ونیوې او همدا راز یې کیېف کې نوی حکومت د روسي ژبې ویونکو خلاف پر تبعیض او نسل وژنه تورن کړ. د عدالت نړیوالې محکمې دا ادعا رد کړې دي.
روسیې د ۲۰۲۱ کال اواخرو کې له هغې وروسته اوکرایین سره پر پوله په پراخه کچه د ځواکونو راټولول پیل کړل، چې ۲۰۱۴ کال کې د پیل شوې شخړې پای ته رسولو په موخه شوي تړونونه ناکام شول.
پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه یرغل پیل کړ او ویې ویل چې د عملیاتو موخه یې د ولودیمیر زېلېنسکي د لوېدیځ پلوه حکومت "غیر نظامي کول، له نازیانو پاکول" او ناټو سره له یو ځای کېدو د اوکرایین راګرځول دي.
خو د اوکرایین وروستیو پارلماني ټاکنو کې د توندلارو ښي اړخو نوماندانو ملاتړ یوازې ۲ سلنه و. دا هم باید پام کې ونیول شي چې زېلېنسکي یهود دی او ګوند یې منځلارې ګڼل شوی دی.
بلخوا که څه هم د ناټو چارواکو په ۲۰۲۱ کال کې وویل چې اوکرایین په راتلونکې کې له دې ټلوالې سره یو ځای کېدو ته نوماند دی، خو دې لپاره عملآ کومه رسمي پروسه نه وه پیل شوې.
ادعا: 'زه یې ویل نه خوښوم، خو د هغه د تایید کچه ۴ سلنې ته کښته شوې'
ډونلډ ټرمپ همدا راز ادعا وکړه چې ګوندې د زېلېنسکي د تایید کچه ۴ سلنې ته راټیټه شوې ده. دا روښانه نه ده چې هغه دا ارقام د کومې سرچینې په حواله ورکړي، ځکه نوموړي یې څه شواهد وړاندې نه کړل. موږ له سپینې ماڼۍ وغوښتل چې دا واضح کړي.
اوکرایین کې د 'کیېف ټولنپوهنې نړیوال انسټیټیوټ' پر بنسټ، روانه میاشت د یوې ترسره شوې سروې پایله ښيي چې ۵۷ سلنه اوکراینیانو ویلي، دوی پر خپل ولسمشر باور لري. د یادونې ده چې دا شمېر د ۲۰۲۳ کال پای کې ۷۷ او د ۲۰۲۲ کال په می میاشت کې ۹۰ سلنه و او دا نوي ارقام ښيي چې د ولسمشر په توګه د زېلېنسکي محبوبیت یو څه راکم شوی دی.
ځینې نورې نظر پوښتنې ښیي چې زېلېنسکي د راتلونکو ټاکنو په لومړي پړاو کې له خپل نږدې سیال، د پوځ له پخواني مشر والېري زالوژني وروسته دی، او دا په ګوته کوي چې دواړه به په دویم پړاو کې له یو بل سره مخامخ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
رسمي نظر پوښتنې محدودې او د جګړې پر مهال د کره او دقیقو سروې ګانو ترسره کول ډېر ستونزمن دي. میلیونونه اوکراینیان تښتېدلي او روسیې د دغه هېواد شاوخوا پنځمه برخه نیولې ده.
ځینو لویو روسي رسنیو هم د ټرمپ د څرګندونو په تعقیب پر همدې ادعا لاس پورې کړ او د اوکرایین د پارلمان د یوه غړي او د زېلېنسکي د منتقد اولېکساندر دوبینسکي لخوا یې پر ټېلېګرام د ترسره شوې نظر پوښتنې حواله ورکړه، چې د دوی په وینا د ټرمپ د ارزونې ملاتړ کوي.
دوبینسکي اوکرایین کې په خیانت او پر دې تورن دی چې "د روسیې د استخباراتو په امر عمل کوي"، خو هغه دا تورنه ردوي.
ادعا: 'موږ داسې وضعیت کې یو چې په اوکرایین کې ټاکنې نه دي شوې، په اصل کې پوځي حکومت لرو'
ټرمپ دې حقیقت ته هم اشاره کړې چې اوکرایین له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ولسمشرۍ ټاکنې نه دي ترسره کړې. په هغو ټاکنو کې زېلېنسکي چې پخوا یو کامیډین و او اوکرایین کې یې هېڅ سیاسي نفوذ نه درلود، واک ته ورسېد.
د هغه لومړنۍ پنځه کلنه دوره د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې پای ته رسېده. خو د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راهیسې په اوکرایین کې پوځي حکومت واکمن دی، په دې مانا چې ټاکنې ځنډول شوې دي.
د اوکرایین پوځي قوانین ۲۰۱۵ کال کې تر هغې لږ وروسته چې روسیې کریمیا ټاپو وزمه په ځان پورې وتړله او له دې کلونه مخکې چې زېلېنسکي او د هغه 'د خلکو خدمتګار ګوند' واک ته ورسېږي، تدوین شول.
په نومبر کې د اوکرایین پارلمان کې ټولو شاملو ګوندونو د جګړې پای ته رسېدو پورې د ټاکنو د ځنډېدو ملاتړ وکړ، داسې دریځ چې د یوې سروې له مخې د اوکراینیانو ملاتړ هم ورسره دی.
د نړیوال جمهوريپال انسټیټیوټ لخوا په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې د یوې ترسره شوې سروې پر بنسټ، د اوکرایین څه نا څه ۶۰ سلنه خلک د جګړې پر مهال د زېلېنسکي ځایناستي لپاره د ټاکنو د ترسره کېدو مخالف دي.
د اوکرایین ولسمشر ژمنه کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به نوې ټاکنې ترسره کړي، خو دغو ټاکنو ته یې خپله نوماندي لا نه دی تایید کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې کارپوهان پر دې نظر دي چې د جګړې له پای ته رسېدو مخکې به عملآ په اوکرایین کې د ټاکنو ترسره کول ممکن نه وي، ځکه چې پر ډېرو ښارونو د روسیې بریدونه لا دوام لري او همدا راز میلیونونه اوکرایینیان بهر ته بې ځایه شوي یا د روسیې تر اشغال لاندې ژوند کوي.
ټرمپ پر دې موضوع له هغې یوازې څو ساعته وروسته تم شو چې کرېملین د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسېدو له کبله د زېلېنسکي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست. مسکو تېرو میاشتو کې هم دا ادعا په وار وار تکرار کړې ده. پوتین د جنورۍ پر ۲۸مه له روسي رسنیو سره په مرکه کې زېلېنسکي "غیر قانوني" وباله.
داسې ښکارېده چې ټرمپ ټاکنیز وضعیت ته په اشاره، پوهېده چې دا د روسیې یو مکرر تور دی. نوموړي وویل: "دا د روسیې خبره نه ده، دا داسې څه دي چې زه یې وایم، نور هېوادونه یې وايي. "
خو زېلېنسکي پر خپل وار لا مخکې ویلي، دا به "په بشپړ ډول غیر مسؤلانه وي" چې د شخړو په منځ کې دې "د ټاکنو موضوع راوغورځول شي".
بشپړ راپور د بيبيسي مانېټرینګ لخوا.








