بریتانیا: په نويو زېږېدولو ماشومانو کې د مغز د ټپ د تشخیص په اړه نوې څېړنه

څېړونکي وایي، د دوی د "لامبو ټوپۍ" په څېر وسیله چې د رڼا او الټراساونډ له لارې د ماشومانو د دماغو څارنه کوي، په خپل ډول کې د نړۍ لومړنۍ ټکنالوژي ده.

دغه ساینسي پرمختګ هیلې پیدا کړې. د هغو ماشومانو لپاره به د ناروغۍ تشخیص او درملنه چټکه کړي، چې له دماغي فلج (Cerebral Palsy)، مرګیو (Epilepsy) او د زده‌کړې له ستونزو سره مخامخ دي.

په بريتانيا کې د کېمبرېج د "روزي مټرنېټي روغتون" د تصویر اخیستنې په یوه خونه کې درې اونۍ عمر لرونکی ماشوم "تېو" په ارامه ویده دی، هغه د یوې نوې ټکنالوژۍ د ازموینې برخه دی، داسې ټکنالوژي چې ښايي د نورو ماشومانو ژوند بدل کړي.

ډاکټره فلورا فور په ډېر احتیاط هغه ته یوه کوچنۍ تور رنګه ټوپۍ (خولۍ) ورپه سروي چې د لامبو د ټوپۍ په څېر ښکاري. یا لکه هغه خولۍ چې د رګبي لوبغاړي یې کاروي.

دغه خولۍ د کوچنیو شپږ‌ګونو (hexagonal) برخو جوړه ده چې په کې داسې وسایل ځای پر ځای شوي دي چې د ماشوم د دماغو فعالیت څاري.

ډاکټره فور وایي، "دا لومړی ځل دی چې رڼا او الټراساونډ په ګډه کارول کېږي، څو د دماغ د فعالیت بشپړ انځور وړاندې کړي."

د فيوژن Fusion (Functional Ultrasound integrated with Optical Imaging in Neonates) په نامه د دې څېړنیز پروګرام موخه دا ده چې د زېږون پر مهال او وروسته د ماشوم د دماغ حالت په ښه توګه وڅاري.

څېړونکي وایي، د ماشوم د زېږېدو پر وخت او تر هغې وروسته د دماغ جوړښت هره ورځ بدلېږي او همدا مهال ډېر نازک دی.

د زېږون پر وخت د دماغ ټپ د تل‌پاتې معلولیت یو لوی لامل ګڼل کېږي او د بریتانیا د روغتیا ملي خدمت (NHS) یو نوی پروګرام پيل کړی چې دا ډول ټپونه کم کړي.

دغه ټپونه د دماغ او بدن ترمنځ د اړیکې په سیستم اغېز کوي چې پایله یې د مرګیو (د تشنج ناروغي) یا د دماغي فلج (Cerebral Palsy) په څېر حالتونه دي، هغه ناروغۍ چې د ماشوم د خوځښت او همغږۍ وړتیا کمه وي.

دا ستونزې ډېر وخت له وخت مخکې (پری‌مېچور) زېږون پر مهال پېښېږي خو نور لاملونه هم لري، لکه د اکسیجن کموالی، د وینې بهېدنه، انتان (انفکشن) یا د زېږون پر مهال فزیکي زیان.

ډاکټره فلورا فور د "فیوشن" د څېړنې په نوې ازموینه کې ماشوم تېو او د هغه مور ستاني جورجیوا هرکلی کوي.

په بریتانیا کې له زرو ماشومانو شاوخوا پنځه یې له دماغي ټپ سره زېږي.

اوسنۍ څارنېزې طریقې لا هم دا نه شي اټکلولی چې دا ټپ به د ماشوم پر ژوند څومره اغېز وکړي او په کومه کچه به یې د ودې بهیر بدل کړي.

په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان د "هایپوکسیک-ایشیمیک انسفالوپتي" (Hypoxic-Ischaemic Encephalopathy - HIE) په نوم دماغي ناروغۍ سره مخ کېږي، دا هغه حالت دی چې د زېږون پر وخت د ماشوم دماغ ته کافي اکسیجن یا وینه نه رسېږي.

دغه ناروغي د بشپړ وخت زېږېدلو ماشومانو د مړینې او معلولیت یو له اصلي لاملونو ده.

د "هوپ فار های HIE" (Hope for HIE) شبکې د معلوماتو له مخې، د زېږون پر وخت دماغي ټپونه د نړۍ د نویو زېږېدلو ماشومانو ۲۳سلنه د مړینې لامل ګرځي.

په شتمنو هېوادونو لکه امریکا، اروپا او کاناډا کې دا ستونزه په هرو زرو زېږېدنو کې نږدې له یو تردریو ماشومانو کې لیدل کېږي.

خو په کم‌عاید لرونکو هېوادونو کې دا شمېر څو چنده زیات دی.

په ځینو سیمو کې، لکه د افریقا سوېلي برخو کې، د های پېښې په زرو زېږونو کې تر ۱۵ ماشومانو پورې رسېږي، یعنې دا شمېرې د شتمنو هېوادونو پرتله نږدې لس چنده لوړې دي.

ډاکټره فور د ټوپۍ د فعالیت په اړه وایي:

"د رڼا سنسرونه د دماغ د سطحې شاوخوا د اکسیجن بدلونونه څاري. دا طریقه د (High-Density Diffuse Optical Tomography) په نوم یادیږي.

ورسره، د الټراساونډ برخه موږ ته دا توان راکوي چې د دماغ ژورو برخو کې د وینې د وړو رګونو انځور واخلو."

دغه وسیله ځکه هم ځانګړې ده چې په اسانۍ انتقالېږي، یعنې له هغې سره کولی شو ماشومان په دوامداره توګه له خپلې بسترې یا کوچنۍ خونې وڅارو، پرته له دې چې روغتون ته یوړل شي.

د مغز جراح ډاکټر الېکسیس جوانیدیس وايي، دا نوې ټکنالوژي کولی شي د پخوانیو MRI (مقناطیسي انځور اخیستنې) او د مغز الټراساونډ (CUS ) پرتله ډېرې ګټې ولري.

هغه وایي:

"اېم ار ای (MRI) دوه لویې ستونزې لري، یو دا چې ډېر ګران او وخت‌نیونکی دی، بل دا چې ماشوم باید یوه شور‌لرونکې وسیلې ته داخل شي، شل دقیقې انتظار وباسي او بېرته یې را وباسي."

"په حقیقت کې دا ناممکنه ده چې په لنډو واټنونو کې څو ځلې اېم اری ای وکړای شي خو د ژوند په لومړیو اونیو کې د ماشوم دماغ هره ورځ بدلېږي، نو دا ډول پرله‌پسې ازموینې خورا مهمې دي."

څېړونکي همدارنګه وایي، د اېم ار ای او سي يو اېس دواړه طریقې د دماغي زیان د دقیق اټکل لپاره محدودې دي، ځکه د دماغ جوړښت او د هغه د فعالیت تر منځ اړیکه ډېره پېچلې ده.

خو د لندن د "امپیریل کالج" یوې څېړنې په ۲۰۱۸ کال کې ښودلې وه چې د اېم اری ای د یوې ۱۵ دقیقې اضافي ازموینې په مرسته د تشخیص دقت ښه کېدای شي

د دې نوې ټکنالوژۍ یوه لویه ګټه دا ده چې د ماشوم بستر (زانګو/کټ) ته لېږدول کېدای شي، یعنې ماشوم ډېر ارام پاتې کېږي او ازموینې په پرله‌پسې توګه تکرارېدای شي.

څېړونکي هیله لري چې د دغو منظمو ازموینو له لارې به د ماشوم د دماغي ستونزو نښې، نښانې په لومړیو پړاوونو کې وموندل شي او د درملنې او بیارغونې (تراپي) چارې به یې ژر پیل شي.

د بریتانیا د اکشن سېربرل پالسې "Action Cerebral Palsy" په نوم خیریه بنسټ د دې څېړنې هرکلی کړی دی.

د دې بنسټ بنسټ‌اېښودونکې امانډا رېچرډسن وایي، "د ډېرو هغو ماشومانو لپاره چې د دماغي فلج (Cerebral Palsy) له ناروغۍ سره مخ وي، د تشخیص لاره ډېره اوږده وي.

کورنۍ کلونه تېروي ترڅو پوه شي چې ماشوم یې د پرمختیايي ستونزو له خطر سره مخ دی خو په دقیقه توګه نه پوهېږي چې دا به څه مانا ولري."

هغې زیاته کړه، "داسې ټکنالوژي ښايي د هر څه بڼه بدل کړي خو مهمه ده چې د ټولنې د فزیکي درملنې (تراپي) کارکوونکو شمېر او وړتیا زیاته شي، ځکه اوس هم د مرستې لپاره اوږد اوږد انتظار کېږي."

پروفېسر ټوپن اسټن چې د کمبرېج پوهنتون د روغتون د "ایولین د زېږون دماغي څېړنې مرکز" مشر او د نوې زېږېدنې متخصص دی، خپله څېړنه د انسان د ژوند د دواړو سرحدونو، یعنې د ماشوموالي او زړښت دماغي درملنو ته ځانګړې کړې ده.

هغه وایي، د "فیوژن" څېړنه چې موخه یې د زېږون پر وخت د ماشوم د دماغ د فعالیت څارنې لپاره د بستر څنګ ته د نوې وسیلې جوړول دي، اوس مهال په نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ څېړنه ده.

پروفېسر اسټن زیاتوي:

"موږ تېرو ۱۲ میاشتو کې دا مفهوم په بریالیتوب سره ثابت کړی، د هغو ماشومانو په مرسته چې روغ وو او یا له وخت مخکې زېږېدلي وو.

اوس به تمرکز پر هغو ماشومانو کوو چې د دماغ د زیان له خطر سره ډېر مخ دي."

هغه وايي:

"د دماغ د فعالیت د بڼو پوهېدل، هم په عادي وخت زېږېدلو او هم له وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو کې زموږ سره مرسته کوي چې د خطر تر ټولو زیانمن ماشومان په لومړیو پړاوونو کې وپېژنو."

د ماشوم تېو مور ستاني جورجیوا او پلار یې توماس ستارنس وایي، د دوی لپاره دا مهمه ده چې زوی یې د روغتیايي څېړنو برخه وي.

جورجیوا وايي، "زه او د تېو پلار دواړه ساینس‌پوهان یو.

موږ فکر وکړ چې تېو باید د دې څېړنې یوه کوچنۍ برخه وي، ځکه کله چې لوی شي، له همدې څېړنو او د طب له پرمختګونو به ګټه واخلي."

تېو د هغو روغ، بشپړ وخت زېږېدلو ماشومانو له ډلې دی چې په دې ازموینه کې برخه اخلي.

ډاکټر الېکسیس جوانیدیس چې د " اېن ای اېچ ار (NIHR) د دماغي ټپونو د روغتیا ټکنالوژۍ څېړنیز مرکز" ګډ مشر هم دی، وايي دا مرکز د دې څېړنې ملاتړ کوي.

د مرکز موخه دا ده چې د دماغ د ټپونو درملنه د نوې ټکنالوژۍ له لارې ښه کړي.

مرکز نه یوازې د دې څېړنې لپاره یو څېړونکی تمویل کړی، بلکې ژمنه یې کړې چې که څېړنه بریالۍ شي، دا نوې ټوپۍ (خولۍ) به د انګلستان د روغتیا ملي خدمت (NHS) په سیسټم کې وکارول شي.

ډاکټر جوانیدیس وایي:

"لا هم ځینې ننګونې شته خو هیله لرو چې په راتلونکو درېیو او پنځو کلونو کې به دا وسیله د پراخې ازموینې لپاره چمتو کړو."

"که لګښتونه اجازه ورکړي، دا ټکنالوژي به نه یوازې هغو ماشومانو لپاره کارېدونکې وي چې ستونزه یې معلومه ده، بلکې د نورو ماشومانو د سکریننګ (وړاندوینې) لپاره هم د کار وړ وسیله کېدای شي."