تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ له اردوغان غوښتي چې له روسیې دې نور تېل نه اخلي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان غوښتي چې له روسیې د تېلو اخیستل بس کړي. هغه هڅه چې امریکا یې په ترڅ کې غواړي پر مسکو د اوکرايين جګړې د تمویل سرچینې وچې کړي.
دا په تېرو شپږو کلونو کې لومړی ځل و چې ښاغلی اردوغان سپينې ماڼۍ ته ورځي.
دواړو ولسمشرانو په داسې حال کې پر بېلابېلو مسئلو خبرې سره وکړې چې نړیواله ټولنه د غزې او په اوکرايين کې د روسیې جګړې د پایته رسولو لپاره هلېځلې کوي.
د پنجشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول دفتر کې له اردوغان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ډونلډ ټرمپ وویل چې دی غواړي "په داسې حال کې چې روسیه د اوکرايين پر ضد خپل وحشت ته دوام ورکوي، ترکیه له روسیې د تېلو اخیستل ودروي."
ښاغلي ټرمپ د خپل ترکي سیال په اړه وویل، "تر ټولو غوره کار چې دی یې کولی شي، هغه دا دی چې له روسیې د تېلو او ګازو اخیستل بس کړي. که داسې وکړي نو دا به ډېره ښه شي."
ډونلډ ټرمپ همدا راز وویل چې د ده په باور، اردوغان ته د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین دواړه درناوی لري او دا په دې معنا ده چې دی "که وغواړي" نو په دې جګړې کې "لوی نفوذ" لرلی شي.
د جنګي الوتکو د اخیستلو مسئله
د دې ناستې پر مهال ډونلډ ټرمپ وویل چې، "د هغه [اردوغان] هم یو څه په کار دي او زما هم یو څه په کار دي."
هغه زیاته کړه چې دوی دواړه به د تعرفو او په اوکرايين کې د اوربند په اړه خبرې سره وکړي او دا هم چې ښايي اردوغان به پر دې "بریالی شي" چې له امریکا اېف-۳۵ او اېف-۱۶ الوتکې وپېري.
ښاغلي اردوغان هم ویلي چې سپينې ماڼۍ ته په ورتګ "خوښ" دی او باوري دی چې دی او ټرمپ به په ګډه "د ترکیې او امریکا اړیکې یوې جلا کچې ته ورسوي."
ښاغلي اردوغان هم تایید کړه چې دواړه ولسمشران به د خبرو پر مهال د اېف-۳۵ او اېف-۱۶ الوتکو په اړه خبرې سره وکړي.
خبریالانو ته تر لنډو خبرو وروسته د امریکا او ترکیې ولسمشران د تړلو دروازو تر شا غونډې ته لاړل.
تر دوه ساعته ناستې وروسته ښاغلی اردوغان له سپینې ماڼۍ لاړ او ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته د لاس د غټې ګوتې په پورته نیولو سره په اشاره وویل چې ګواکې غونډه "ډېره ښه وه."
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې تر هغې څو اوونۍ وروسته کوي چې ویلي یې وو، که د ناټو غړي هیوادونه هغه شرایط پوره کړي چې د روسیې د تېلو د وارداتو بندول پکې شامل دي، نو دی چمتو دی چې پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي.
ترکیه اېف-۳۵ جنګي جېټ الوتکې نه لري او له کلونو راهیسې یې له اخیستلو منع ده. خو امریکا دا پرمختللې او عصري الوتکې لري.
د یادولو ده چې امریکا او ترکیې دواړو غوښتل چې په ۲۰۱۹ کې په ګډه دغه الوتکې جوړې کړي خو ترکیې له روسیې دفاعي سیسټم اېس-۴۰۰ واخیست او له امله یې ترکیه له هغه پروګرامه ووته او د امریکا له بندیزونو سره مخ شوه.
که څه هم په دې ناسته کې پر ترکیې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو او یا هم پر دغه هېواد د امریکا د پرمختللو اېف-۳۵ جنګي جېټ الوتکو د پلورلو په اړه کومه قوي ژمنه ونه شوه او د دواړو ولسمشرانو تر منځ غونډه پای ته ورسېده خو ښاغلي ټرمپ د یادو دواړو مسئلو د امکان په اړه خوشبيني څرګنده کړې.
ټرمپ ویلي چې د اېس-۴۰۰ پر سر په ۲۰۲۰ کې پر ترکیې لګول شوي بندیزونه "ډېر ژر" لرې کېدای شي.
هغه ویلي وو، "که زموږ ناسته ښه ترسره شي نو دا څه به ډېر ژر وشي."
د هند او چین تر څنګ ترکیه د مسکو د تېلو او ګازو د صادراتو له لویو پرېدونکو ده. د معلوماتو له مخې، د هغه ګاز د لېږد کچه د روان کال له پیل راهیسې ۲۶ سلنه ډېره شوې چې له روسیې د ترکیې له لارې اروپا ته رسېږي.
د ټرمپ او اردوغان تر منځ دا لیدنه په روانه اوونۍ کې د دوی دویمه غونډه ده. لومړۍ هغه یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وه چې د دوی تر څنګ د ځینو نورو عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو هم ګډون پکې کړی و او دوی د غزې په اړه لنډې خبرې سره کړې وې.
اردوغان فاکس نیوز ته په مرکه کې د امریکا متحد اسرائيل تورن کړی چې په غزه کې یې په "بشپړې ټولوژنې" لاس پورې کړی دی. هغه څه چې اسرائيل یې ردوي.
خو د پنجشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول دفتر کې د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په دې اړه له عامه اختلافه ډډه وکړه او په اړه یې څه ونه ویل.