تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکيې لومړۍ مېرمنې له ملانيا ټرمپ غوښتي چې د غزې د ماشومانو لپاره غږ اوچت کړي
د ترکيې د ولسمشر مېرمنې امينه اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مېرمنې ملانيا ټرمپ ته لیک استولی او غوښتنه يې ترې کړې چې د هغو ماشومانو لپاره هم غږ پورته کړي چې په غزه کې د اسرائيلو د جګړې له کبله له کړاوونو سره مخامخ دي.
امينې اردوغان د امریکا د لومړۍ مېرمنې د هغه ملاتړ ستاينه کړې چې د روسیې د بشپړ يرغل پر مهال يې د اوکرايين د ماشومانو لپاره څرګند کړی و.
اوس اغلې امینې د امریکا له لومړۍ مېرمنې غوښتې چې د اسرائيلو له لومړي وزير وغواړي چې د غزې کړکېچ پايته ورسوي.
په يوه لیک کې چې د شنبې په ورځ د ترکيې د ولسمشرۍ له خوا خپور شوی، مېرمن ادروغان ويلي چې غزه د "ماشومانو هديره" ګرځېدلې او اغلې ټرمپ يې غوښتي چې "موږ بايد د دې ظلم پر وړاندې خپل غږونه او ځواک سره همغږی کړو".
اغلې امينې دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ملګرو ملتونو د خوړو امنيتي کارپوهانو د ارزونې له مخې په غزه کې نیم ميليون وګړي له قحطۍ يا سختې لوږې سره مخ دي او ۱۳۲ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله کړېږي.
اغلې اردوغان ليکلي، "د زرګونو ماشومانو پر کفونو د 'ناپېژندل شوي' ماشوم جمله زموږ په وجدان کې نه رغېدونکي ټپونه جوړوي".
په لیک کې له مېرمن ټرمپ غوښتنه شوې چې "د غزې ماشومانو پر وړاندې هم هغسې حساسیت وښيي لکه د اوکراييني ماشومانو پر وړاندې يې چې ښودلی دی".
د روانې مياشتې په پيل کې د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانيا ټرمپ د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ته له ماشومانو سره د خواخوږۍ په تړاو لیک استولی وو. په دغه لیک کې د کومو ځانګړو ماشومانو يادونه نه وه شوې.
مېرمن اردوغان همدا ډول ملانيا ټرمپ هڅولې چې په مستقیم ډول د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو غوښتنه وکړي چې "په غزه کې بشري کړکېچ پايته ورسوي."
د ترکيې لومړۍ مېرمن تر ډېره په سياست کې ځان نه ښکېلوي او ډېری وخت د چاپېريال ساتنې په برخو کې فعاله وي. د دې هڅو په دې تړاو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتېرېش ستايلې هم ده.
خو اغلې امينې تر دې وړاندې هم د نړيوالو مشرانو مېرمنو ته لیکونه استولي دي. په ۲۰۱۶ کال کې يې د سوريې په کړکېچ د راګير کډوالو او په مارچ مياشت کې يې په غزه کې د اسرائيلو د غندنې په اړه.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو خوړو خوندیتوب څارنې یوې ادارې ويلي وو چې، په غزه ښار کې لومړی ځل قحطي تائید شوې ده. د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ،ای پي سي، (IPC) ډلې په خپله درجه بندۍ کې پنځمه درجه یاده کړې، چې د خوړو خوندیتوبه تر ټولو ناوړه کچه ښيي.
د دې ادارې مسوولین وايي، د غزې ښار په ادارې په سیمه کې قحطي تائید شوې، چې غزه ښار او شاوخوا سیمې په کې راځي او دا ''ناوریني وضعیت'' ښايي د سپتمبر تر پایه پورې دیر البلح او خان یونس سیمو ته هم ورسېږي.
د یادونې ده، چې ای پي سي اداره خپله رسماً اعلان نه کوي، چې قحطي روانه ده او که نه، خو شننه وړاندې کوي چې حکومتونو، سازمانونو او ادارو سره مرسته کوي، چې د قحطۍ په تړاو بیانونه یا اعلامیې خپرې کړي.
بل لور اسرائیل وايي، په سختۍ سره د ای پي سي رپوټ ردوي او ''په ځانګړې توګه په غزه ښار کې د قحطۍ ادعا'' برخه یې په کلکه ردوي.
په سیمو کې د حکومتي فعالیتونو همغږې کوونکې اسرائیلۍ اداره (سي او جي اې ټي) چې د مرستو مسووله پوځي اداره ده وايي: "دا راپور جعلي دی، پر جزوي، له تعصب ډکو برسېرنو معلوماتو تکیه کوي چې له حماس څخه سرچینه اخلي، چې یو ترهګریز سازمان دی".