تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې په غزه کې د 'بشري ناورین' له کبله له اسرائیل سره سوداګري بنده کړه
ترکیې له اسرائیل سره پر غزه د اسرائیلي پوځي بریدونو په تړاو هر ډول سوداګري لغو کړې. د ترکیې چارواکي وايي، دا اقدام یې په غزه تړانګه کې د ''بشري ناورین له ناوړه کېدو'' وروسته کړی.
د ترکیې سوداګرۍ وزارت وايي، تر څو چې اسرائیل غزې ته ''له ځنډ پرته د کافي مرستو'' رسېدلو ته اجازه نه ورکوي، دا اقدام به یې پر خپل ځای پاتې شي.
د یادونې ده، چې تېر کال د ترکیې او اسرائیل تر منځ د سوداګرۍ کچه ۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.
د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر بیا د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوګان تور پورې کړی، چې د ده په خبره د یوه ''دیکتاتور'' غوندې عمل کوي. اسرائیل کاتز پر ایکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي ښاغلی اردوګان ''د ترکیې د خلکو او ترک سوداګرو ګټې له پامه غورځوي او د سوداګرۍ نړیوالې هوکړې ردوي.''
نوموړي زیاته کړې د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت ته یې ویلي، چې له ترکیې سره د سوداګرۍ بدیل ولټوي، کورني تولید ته توجه وکړي او یا یې له نورو هېوادونو باید وارد کړي.
ترکیې کې بیا چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ''هر ډول تولیداتو'' سوداګري یې لغو کړې ده. په اعلامیه کې راغلي:
''ترکیه به تر هغو پورې په سختۍ او پرېکنده توګه دغه اقدامات عملي کړي، چې اسرائیل غزې ته په به خنډه ډول د کافي بشري مرستو اجازه نه وي ورکړې.''
په ۱۹۴۹ کال کې ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و، چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژاند، خو په دا وروستیو لسیزو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي خړ، پړ شول.
په ۲۰۱۰ کال کې بیا اسرائیلي کمانډو ځواکونه د ترکیې ملکیت هغې بېړۍ ته ننوتل، چې د غزې سمندري محاصرې ماتولو هڅه یې کوله، ۱۰ ترک فعالان یې ووژل، چې د فلسطینیانو پلویان وو او له هغه وروسته ترکیې له اسرائیل سره دیپلوماتیک اړیکي پرې کړل.
په ۲۰۱۶ کال کې دا اړیکي بېرته فعال شول، خو دوه کاله وروسته د غزې او اسرائیل تر منځ پوله کې د احتجاجونو پر مهال د فلسطینیانو له وژلو وروسته دواړو هېوادونو د یوه بل لوړپوړي دیپلوماتان له خپلو هېوادونو وایستل.