امریکا د وینزویلا سمندرغاړې ته څېرمه د تېلو دویمه بېړۍ نيولې ده

امریکا وايي د تېلو هغه بېړۍ یې نيولې چې په دې وروستیو کې له وينزويلا روانه شوې وه. دا په تېرو ۲۰ ورځو کې دويم ځل دی چې امریکا له وينزويلا د تېلو تلونکې بېړۍ راګرځوي.

د امریکا د کورني امنيت وزيرې کرېسټي نويم د شواهدو له وړاندې کولو پرته ويلي چې دغه بېړۍ کې منع شوي تېل لېږدول کېدل چې د "نشي توکو د ترهګرۍ" د مالي تمويل لپاره ترې ګټه اخيستل کېده.

نوموړې پر ټولنیزو رسنيو يوه ویډيو خپره کړې چې په کې امریکايي ځواکونه له چورلکې بېړۍ ته ښکته کېږي.

وينزويلا د امریکا له خوا د بېړۍ نيول کېدل د "غلا او تښتونې" په توګه غندلي دي. دغه هېواد وړاندې هم امریکا تورنه کړې چې د وينزويلا "طبيعي سرچينې غلا کوي."

د وینزویلا حکومت په یوه بیان کې ويلي، "دا کړنې به بې ځوابه پاتې نشي." او زياته کړې یې ده چې وینزویلا پلان لري د ملګرو ملتونو امنیت شورا او په نړيواله کچه له نورو څو اړخیزو ادارو سره شکایت ثبت کړي."

په دې وروستیو اونیو کې، امریکا په کارابین کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړی دی، او د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاق په تور یې په کښتيو بریدونه کړی چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا ګام وروسته له هغه پورته شوی چې د سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې له وينزویلا څخه تلونکې او راتلونکې د منع شويو تېلو بېړۍ به محاصره کوي.

دا عمليات د امریکا د سمندري ځواکونو تر څار لاندې ترسره شوي دي.

د بي بی سی وېريفای له خوا د ليدل شويو اسنادو له مخې د سېنچوريزي په نامه دغه بېړي چې د پاناما بيرغ پرې لګېدلی په تېرو پنځو کلونو کې د يونان او لايبریا تر بيرغونو لانې هم سفر کړی دی.

دا بېړۍ د امریکا د خزاني وزارت له خوا د بندیز لست کې نه ده شامله.

امریکا کوم عامه شواهد نه دي وړاندې کړي چې کښتۍ مخدره توکي لېږدوي، او له دې کبله پوځ د بریدونو په اړه د کانګرس لخوا د زیاتېدونکي څارنې لاندې راغلی دی.

امریکا د وینزویلا ولسمشر د "کارټېل ډی لاس سولز" په نوم د "ترهګریز" سازمان په مشرۍ تورن کړی دی ښاغلی مادورو دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا حکومت نوموړی او یاده ډله تورنوي چې له "غلا شويو" تیلو "د خپلو مخدره توکو اړوند فعالیتونو، مخدره توکو-ترهګرۍ، انساني قاچاق، وژنې او تښتونې تمویل" کې کار اخلي.

وینزویلا، چې د نړۍ په کچه د تېلو ترټولو سترې زېرمې لري، د خپل حکومت د تمویل لپاره په پراخه کچه د تیلو په صادراتو تکیه کوي.