جاپان کې مسلمانان ولې د هدیرو له کمښت سره مخ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سواميناتن نتارانجن
- دنده, بيبيسي
په جاپان کې مسلمانان په لږکيو کې شمېرل کېږي. د نفوس کچه یې له دې معلومولی شئ چې هلته تر ۱۲۰ میلیون ډېر وګړي ژوند کوي خو مسلمانان پکې ایله دوه سوه زره دي.
د دغه هېواد ۹۹ سلنه وګړي بودایان دي او د خپل رسم له مخې تر مرګ وروسته خپل مړي سوځوي. خو هلته مېشت مسلمان لږکي د خپلو مړو د سمبالښت په برخه کې له کړاو سره مخ دي، ځکه چې په اسلام کې د مړو سوځول نه شته او باید خاورو ته وسپارل شي.
جاپان کې ځینې مسلمانې کورنۍ د اسلامي اصولو له مخې د خپلو مړو خښولو لپاره سلګونه کیلومتره سفر ته اړې دي.
طاهر عباس خان یو پاکستانی مسلمان دی او په ۲۰۰۱ کې د پياېچډي یا دوکتورا لپاره جاپان ته تللی. دی وايي، "اوس هم چې فکر وکړم چې که مړی راپېښ شي نو څه به کوم، لاره رانه ورکه شي"
دی د پوهنتون استاد او اوس د جاپان تابعیت لري. تر ډېره هلته د خپلو مسلمانانو تر منځ ژوند کوي او یوه ټولنه یې هم رامنځته کړې ده.
"د خپل مړه ماشوم جسد مو په یوه واړه بکس کې کېښود"
ډاکټر طاهر عباس وايي، د خپل ځان غم نه دی ورسره چې تر مرګ وروسته به یې له بدن سره څه کېږي خو وايي چې د نورو په اړه فکر کوي نو ځورېږي.
دی زیاتوي، "د مړي خاورو ته سپارل هغه وروستي ښه دي چې تاسې یې له خپل یوه نږدې عزیز او خپلوان سره کولای شئ. که زه په عزت او درناوي سره د خپل یوه دوست کفن دفن ونه شم کړای نو بیا به ټول عمر خپه یم او عادي ژوند به نه شم کولای."

د عکس سرچینه، RYOKO SATO
د جاپان د جنوبي ټاپو کیوشو په اوتا پریفیکچر کې لومړی جومات په ۲۰۰۹ کې جوړ شوی و خو هلته مېشت شاوخوا ۲۰۰۰ مسلمانان خاورو ته د خپلو مړو د سپارلو لپاره د هدیرې ځمکې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
محمد اقبال خان هم یو پاکستانی مسلمان دی او له خپلې مېرمنې سره په ۲۰۰۴ کې جاپان ته کډه شوی. هغه ټوکیو ته نږدې د ګاډو کاروبار پیل کړ خو وروسته یې د فوکواوکا ښار ته ولېږداوه.
په ۲۰۰۹ کې یې مېرمنې یو ماشوم ضایع کړ او د زېږون پر مهال مړ شو. هغه مهال یې کور ته نږدې داسې هدیره نه وه چې ماشوم پکې خاورو ته وسپاري.
اقبال د هماغه مهال د کړاو کیسه کوي او وايي، "د خپل مړه ماشوم جسد مو په یوه واړه بکس کې کېښود او د یاماناش پر لور وخوځېدو چې له دې ځایه شاوخوا زر کیلومتره لرې دی. د هغه سفر پر مهال مې ګاډي کې څلور ملګري هم راسره وو، هر یو وار په وار د موټر جلو ته کېناسته او بل ته یې دمه ورکوله چې اخر خپل منزل ته ورسېدو"
د جاپان په یوه مرکزي سیمه کې پروت یاماناشي قبرستان داسې ځای دی چې مسلمانان او عیسویان دواړه خپل مړي پکې خښوي. هغه هم هلته یو بل مذهبي اقلیت دی چې د جاپان د ټول نفوس یوازې یو سلنه جوړوي.
اقبال وايي، "ما غوښتل د غم په هغو حالاتو کې د خپلې مېرمنې تر څنګ و اوسم خو دا ممکنه نه وه، هغه ډېرې سختې شېبې وې."
ځينې خپل مړي خپل هېواد ته لېږي
د ډاکټر طاهر عباس خان ټولنې په بيپو کې د عیسویانو د یوې هدیرې تر څنګ ځمکه واخیستله. خو تر دغه ځایه درې کیلومتره د یوې لرې سیمو خلکو اعتراض ورباندې وکړ.
ډاکټر خان وايي، "هغوی ویل چې په خاورو کې د مړو په خښولو سره به د ځمکې لاندې اوبو تر څنګ هلته د جهیل اوبه هم ککړې شي چې د ابپاشۍ لپاره کارول کېږي."

د عکس سرچینه، TAHIR ABBAS KHAN
دې کیسې اووه کاله وخت ونیو او هر څه ځای پر ځای پاتې شول. دې د ټولنې غړي نورو هڅو ته اړ کړل.
ډاکټر خان وايي، "هلته ځينو مېشتو مسلمانانو د خپلې کورنۍ د غړو جسدونه خپل هېواد ته ولېږل. ځینې هغه کسان هم چې پر وژونکي سرطان اخته دي، غواړي د ژوند وروستي وختونه په خپل پلرني وطن کې تېر کړي."
خو دی وايي چې بیا هم که څوک مړی خپل هېواد ته لېږي نو ځينې سرکاري او دولتي چارې دي چې باید ترسره شي او ډېر کله د جسد لېږل له ځنډ او خنډ سره مخ شي.
هلته د ریوکو ساتو په نوم یوه جاپانۍ مېرمن هم شته چې اسلام یې قبول کړی، مسلمانه شوې او په کیوشو ټاپو کې اوسېږي.
دا وايي، "ځينې خلک وايي چې څوک د جاپان قوانین نه مني نو بېرته دې خپل هېواد ته لاړ شي. یا ورته وايي چې مړي مو داسې کوم ګاونډي هېواد ته یوسئ چې د خښولو اجازه پکې وي"
خو اغلې ساتو زیاتوي چې د دې مېړه ډېر کلونه مخکې د جاپان تابعیت ترلاسه کړی او خپل نیم نه ډېر عمر یې په جاپان کې تېر کړی دی چې د عادي جاپانیانو غوندې یې ټولو قوانینو ته غاړه ايښې او مالیه یې ورکړې ده. نو دا پوښتنه کوي چې، "د هغه اولادونه به هم واضح خبره ده چې جاپان کې اوسېږي، نو چې مړه شي زه یې جسد چیرې یوسم؟"
دا مېرمن وايي چې د مسلمانو د مړو له کفن دفن سره د ځايي خلکو مخالفت پر "کلتوري تعصب" ولاړ دی.
ریوکو ساتو نیوکه کوي چې "ځینې خلک فکر کوي چې تدفین کوم وېروونکی یا شرموونکی کار دی خو داسې نه ده، همدا څو نسلونه مخکې په خپله جاپانیانو کې هم د مړو خښول عام دود و او دې ګډون هم پکې کړی دی"
خو د ټولنپوهنې په برخه کې د پوهنتون یو استاد شنجي کوجیما وايي چې د دې مسئلې تر شا ځينې ننګونې شته، هغه پر دې موضوع تحقیق کړی او په بیپو کې یې د ډاکټر خان له لوري د مسلمانانو لپاره جوړې شوې ټولنې ته مشوره هم ورکړې ده.
حل څه کېدای شي؟

د عکس سرچینه، TAHIR ABBAS KHAN
ډاکټر خان وايي، "په جاپان کې د مسلمانانو ۱۳ هدیرې دي او هغه قبرستان هم پکې شامل دی چې تازه په هیروشیما کې جوړ شوی دی"
اقبال وايي چې په هیروشیما کې هغه ټولې اسانتیاوې شته چې د مړو د سمبالښت لپاره په کارېږي، "د اوداسه لپاره پاکې اوبه شته او ځايي خلک موږ ته حلال خواړه هم برابروي."
دوی اوس د پارلمان له غړو او ځينو اړوند وزارتونو او چارواکو غوښتنه کړې چې په جاپان کې دې د مسلمانانو دا ستونزه حل کړي.
اوس ځايي چارواکو په بیپو کې د مسلمانانو لپاره هدیرو ته ۷۹ نوي ځایونه ځانګړي کړي دي چې دې خلکو ته یې یوه نوې هیله ورکړې ده.
اقبال خان وايي چې، "دا یوه مذهبي کشاله نه بلکې یو بنسټيز انساني حق دی چې باید راکړل شي او دا وړیا نه غواړو بلکې د لګښت منلو ته یې هم چمتو یو"
ښاغلی خان همدا راز زیاتوي چې د مسلمانو تر څنګ جاپان کې مېشت یهودان او د برازیل عیسویانو په ګډون د لږکیو نورې ډلې هم د خپل دغه حق لپاره هلې ځلې کوي.
دی وړاندیز کوي چې، "د دې بهترین حل دا دی چې د جاپان په ټولو مهمو سیمو کې یوه یوه هدیره جوړه کړای شي چې دوی خپل مړي پکې خاورو ته وسپارلی شي."
خو داسې ښکاري چې لږ تر لږه د اوس لپاره د دې امکان کم ښکاري.











