د فوکوشیما ککړې اوبه؛ ځايي خلک د حکومت پر پرېکړې غوسه دي

د ویډیو تشریح، د فوکوشیما ککړې اوبه: ځايي خلک د حکومت پر پرېکړې غوسه دي

د جاپان دا تکل چې له فوکوشیما اتومي بټۍ په راډيو اکټيف وړانګو ککړې اوبه ارام سمندر کې ورخوشي کړي، اوس ښايي هره کومه ورځ عملي شي.

تېره اوونۍ د اتومی څار نړيوالې ادارې د دې کار ملاتړ وکړ، خو په خپله د دغه هېواد دننه او پراخه سيمه کې يې اندېښنې او غوسه پارولې ده.

د بي بي سي توکيو خبریاله شيما خليل ته د ډايچي اتومي برېښنا بټۍ ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې، او دا راپور یې ترې راستولی دی.